نظــر

د ملي وحدت د حکومت په لومړي ځل ترسره شوي کارنامې

لیکوال: ډاکټر فیض محمد ځلاند

1. په لومړې ځل اساسي قانون د واک د ویش د پاره تر پښو لاندې کیږي.

2. په لومړې ځل د ولس په رایو ریشخند وهل کیږي.

3. په لومړې ځل جان کیري افغانانو ته ولسمشر او اجراییوي ریس ټاکي.

4. په لومړې ځل حکومت دوه مشران لري ـ ع پنځوس سلنه، غ پنځوس سلنه.

5. په لومړې ځل پښتون د حکومت مشر، تاجک اجراییوي ریس، ازبک لومړی مرستیال او هزاره دویم مرستیال ګمارل کیږي.

6. په لومړې ځل په واک کې ټولې جګړې مارې ډلې شامليږي.

7. په لومړې ځل د افغانستان ولسمشر بې سواده کس ګمارل کیږي ( کله چې ډاکتر غني له هیواده بهر وي دوستم ولسمشر وي.)

8. په لومړې ځل د افغانستان لومړنې میرمن غیري مسلمانه ده.

9. په لومړې ځل د ولسمشر اولاد نه په دري او نه پښتو پوهیږي.

10. په لومړې ځل د افغانستان د ولسمشر اولادونه د افغانستان تابعیت نلري.

11. په لومړې ځل د وزیرانو، سفیرانو او والیانو د سرپرستۍ نیټه له لسګونو اونیو اوړې.

12. په لومړې ځل د حکومت برحاله سرپرست والي ځانته په کابینه کې وزیر لري.

13. په لومړې ځل سرپرست والي ځانته جنګي ملیشه جوړوي او خپله د ستر جنرالۍ دریشې په تن کوي.

14. په لومړې ځل په ملي تلویزون کې د سقاو د ځوی تلین په رسمي توګه لمانځل او خپریږي.

15. په لومړې ځل د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو کانفرانسونو، غونډو او لیدنو کې دوه مشران ګډون کوي.

16. په لومړې ځل د ناټو په غونډه کې د افغانستان د استازیتوب د پاره دوه دریځونه ایښودل کیږي.

17. په لومړې ځل د افغانستان په دولتې اداراتو کې ( پوهنې وزارت) په ملي جامه بندیز لګول کیږي.

18. په لومړې ځل د اونیو ( میاشتو، میاشتو) پورې کابینه د حکومت لخوا نه دایریږي.

19. په لومړې ځل په ارګ کې پښتو ورکیږي او د درې پر ځای اینګلیسي د مامورینو ورځنې د کار ژبه ګرځي.

20. په لومړې ځل په کابل ښار کې په ډلیزه توګه یوه بیګناه میرمن د پولیسو په موجودیت کې په رڼا ورځ په تیږو، لغتو وژل کیږي او جسد ته یې اور اچول کیږي.

21. په لومړې ځل په رسمي مجالسو کې ولسمشر خپلو مامورینو ته د نصحیت پر ځای ښکنځلي کوي.

22. په لومړې ځل د پاکستان او افغانستان تر منځ پټې معاملي ترسره کیږي، چې د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت تر سوال لاندې راولي.

23. په لومړې ځل ملي امنیت سیاسي کیږي: پښتون د غني په نمایندګي، تاجک د عبدالله، ازبک د دوستم او هزاره د محقق په نماینده ګي په کې د مرستیالانو په توګه په دندو ګمارل کیږي.

24. په لومړې ځل په کابینه کې څلور ښځینه وزیرانې د بهرنیانو دخوشالولو د پاره په غیري مسلکي وزارتونو کې ګمارل کیږي.

25. په لومړې ځل په صادر شوي فرمان کې ټایپي غلطي له ولس سره شریک کیږي.

26. په لومړې ځل یوې حکومتي ادارې ( ایسا) ته د حکومت د لوړ پوړي چارواکي لخوا په زور کسان ور پیژندلی کیږي.

27. په لومړې ځل له کال زیات قضایه قوه بې سرپرسته پاتې کیږي. قاضي القضات او لوی څارنوال نشته.

28. په لومړې ځل د ولسمشر فرمانونه د حکومت د بل غړې لخوا لغوه اعلانیږي.

29. په لومړې ځل د ولسمشر د فرمان په اساس ګمارل شوي کسان ( لوی څارنوال، د ټاکنو د اصلاحاتو د کمیسون مشره ) د حکومت د غړې لخوا د دندو اجرا ته نه پریښودل کیږي.

30. په لومړې ځل د کار او اصلاحاتو د قانون په اساس ګمارل شوي کسان په ناقانونه توګه له دندو شړل کیږي او پر ځای یې بې سواده ځوانان (پیغلي او هلکان) په ناقانونه توګه ګمارل کیږي. پرته له ازاد رقابته ګمارنه د قانون خلاف ده.

31. په لومړې ځل د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کیږي.

32. په لومړې ځل د سرپرستې ولسي جرګې د رامنځته کیدو طرحې وړاندې کیږي.

33. په لومړې ځل په مساجدو کې امام صاحبانو باندې د خطبې بندیز لګول کیږي او هغوی ته د ایس ایمس له لارې حکومتي عنوانونه استول کیږي تر څو خبرې پرې وکړي.

34. په لومړې ځل په بدخشان کې ولسوالي سقوط کوي او د ملي اردو له عسکرو سرونه پرې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
څارنوال مسعود کمال

ښاغلی ځلاند صیب تاسو ځنی مسایل پکی ندی ځای کړی. څو ورځی دمخه د ارګ نوی غوړه مار لکه مجید قرار چی په پخوانی حکومت کی د کرهڼی وزارت ویاند وو او اوس د غوړه مالۍ په کولو غواړی د ارګ ویاند شی….. نوموړی د جمهور ریس غنی د حکومت هغه لاسته راوړنی چی پدی څو میاشتنی د سلاتی په حکومت کی یی د ده له نظره کړی وی د پخوانی جمهور ریس کرزی د ۱۳ کلنی حکومت سره یی پرتله کړی وی چی د کرزی په وخت داسی نو خو اوس په لومړی ځل داسی کیږی. ما د قرار… نور لوستل »

څارنوال مسعود کمال

۵: په لومړی ځل داسی ولسمشر لرو چی مشروع عریضه دی ورته مخامخ او لاس په لاس ور کړی ځان پری غلی چی د ده د اداری یعنی ارګ ضعف پکی ښودل سوی وو. ۶: په لومړی ځل د سلاتی حکومت درلودل. ۷: په لومړی ځل په دولتی ادارو کی د دوو ریس جمهورانو انځورونه را ځوړندول. ۸: په لومړی ځل د ځینو ولسوالیو سقوط. ۹: په لومړی ځل ځنی ولایتونه له سقوط سره مخامیدل. ۱۰: په لومړی ځل ځنی ولسوالۍ او بیا ولایتونه د قحط سره مخامخیدل. ۱۱: په لومړی ځل پر اوسنی حکومت له پخوانی حکومته بی اعتباری.… نور لوستل »

فضل الرحمن

– په لومړی ځل د خرو ورځ لمانځل کیږی
– په لومړی ځل په عامه ځایونو کی ښځی لوڅی ګرځی
– په لومړی ځل ښځی خپلو کونو ته اوسپینزه دفاعی سیستم اچوی
– په لومړی ځل نارینه هم خپل ځان په اوسپنو پټوی
– به لومړی ځل کابل لیسو څخه پښتانه مدیران لیری کیږی
– په لومړی ځل کابل لیسو کی پښتو تدریسی بندیږی.

محمد قلندرزی

………………………………………………………………..لمړي ځل په هیواد کي د پلار لخوا پر خپلي لور د جنسي تیري پیښي د رسنیزو شبکو لخوا په ډاګه کیږي څو د ښځو لپاره د رولا غني د خوندي کورونو پروژې کامیابه کړل سي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x