شعـــــرونه

ننني ورښت ته ( چینار ټکور )

وریږي مو په کلي رحمتونه بارانونه
راوړي دې سپرلي راته ګلونه بارانونه

دخدای درحمت وريځو مو په سر دی سیوری کړی
په دښتو راوریږي  انوارونه بارانونه

بیا کوم ستړي شپونکي د زړه له تله دعا وکړه
راڅاڅي دکیږدیو پیڅولونه بارانونه

تبریک شه اې  مړژواندې دبیابان دللمې ګله
پوره دې شول نیمګړي ارمانونه بارانونه

سپرلی به کلیوالو ته دامن زیری راوړي
ښکیلاک و ته به راوړي تندرونه بارانونه

 د دنګو چینارونو زخمي هیلي یې ټکور کړې
لانده کړل دنښترو  وربلونه  بارانونه
 ۲۱  حمل    ۱۳۹۱ هـ ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x