نړۍ

سوريه: د بشارالاسد جنګي الوتکو د قرانکريم حافظان په خپلو وينو لمبولي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي، ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د سوريې ماشومان دغه هېواد کې د روانې جګړې قربانيان دي او له هغه وخته، چې ولسي پاڅونونه په وسله وال مقاومت بدل شوي، بشارالاسد د ولسي وګړو وژنې ته کش ورکړی او ماشومان ويني، چې خپل همزولي يې د بشارالاسد د ځواکونو له لوري په ډېره بې دردۍ په ټوليزه توګه د قرانکريم پر سر وژل کيږي او دوی يې ننداره کوي.

د سوريې درعا سيمه کې د ګلاليو ماشومانو وينې د روژې په دې مبارکه مياشت کې پر قرانکريم پرتې دي. د دغو کوچنيانو يوازينۍ هيله دا وه، چې د الله تعالی کلام ياد کړي، زړونه يې پاک شي او د ټولنې لپاره د خير او نجات ذريعه شي، مګر د بشارالاسد جنګي الوتکو د دوی پر جوماتونو او مدرسو داسې وحشي بمبارۍ وکړې، چې د دوی هيلې يې نيمګړې کړې او د روژې په دې مبارکه مياشت کې يې دغه ګلالي ماشومان له دې فاني نړۍ رخصت کړل.

عربي رسنۍ د وژل شوو ماشومانو په اړه بېلابېل راپورونه ورکوي، ځينې وايي، چې څوارلس او ځينې يې ۲۳ ګڼي، چې دغه ماشومان د درعا «الغارية الشرقية» سيمه کې له مدرسې د خپلو کورونو پر لور قران په لاس روان وه، چې د بشارالاسد جنګي الوتکو پرې بمبار وکړ او ټول يې ځای پر ځای شهيدان کړل.

د ټولنيزو شبکو فعالانو په خپلو پيغامونو کې وويل، چې قرانکريم ووژل شو، د حافظانو وينې پر قرانکريم تويې شوې او د دغو ګلاليو ماشومانو لسګونو انځورونه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول.

د ټويټر يو فعال وايي: «دغه ماشومان د قرانکريم مينې سره يو ځای کړي وه، مګر د بشارالاسد جنګي پيلوټ يې په تمه و، چې کله به له مدرسې راوځي، چې دغه ګلالي ماشومان د خپلو قرانونو سره په خپلو وينو کې ولمبوي.»

د ابوالبراء الحوراني په نوم د اسلام مدعيانو ته وايي: «دلته د بشارالاسد نصيري شيعه نظام له لوري هره ورځ بمبارۍ او ټولوژنې روانې دي، مګر هېڅوک نه شته، چې پوښتنه يې وکړي. چېرې دي د اسلام دعوه داران.»

د ابو محمد ابو زيد په نوم يو تن په خپل ټويټر پيغام کې پر نړيوالې ټولنې نيوکه کوي او وايي: «زموږ ماشومان د بشارالاسد له لوري وژل کيږي او تاسې بيا دغه نظام ته لاسونه پړکوی، چې تکړه خپل خلک ووژنه» ابو زيد په وينو لت پت د ماشومانو او قرانکريم انځورونه هم خپاره کړي، چې انسان يې د ليدو توان نه لري او د خپل پيغام په پای کې وايي: «اې بشارالاسده، که ته موږ ټول ووژنې، په الله تعالی مې دې قسم وي، چې زموږ ارواوې به له ځمکې راپورته کيږي او تاسره به جګړې کوي.»

د ټويټر اردنی فعال رحال الصبيحات وايي: چې شيعه اقليت د سني اکثريت کوچنيان وژني، په وينو کې يې لت پت کړي او هېڅوک يې د پوښتنې نه شته. په يو بل پيغام کې ويل شوي، چې د نړيوال سياست عقل او وحشت ته هم حيران يو، چې ولې د دغسې يو نظام تر شا ولاړ دي. «دغه وحشي نړيواله ټولنه د لږه‌کيو له غمه مړه ده، مګر د اکثريت په وژنه يې بيا سترګې پټې کړي دي.»

د مشهور نصرالله په نوم يو تن په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «د ګلاليو ماشومانو ټولوژنه د بشارالاسد له لوري د سوريې ولس ته د روژې سوغات دی.»

القيصر الدرعاوي ليکلي، چې جوماتونه مو ونړيږي، د الله تعالی د کلام زده کوونکي ووژل شي، نو نړۍ کې بيا پاتې څه دي؟

ابراهيم الترکي د قرانکريم د حافظانو په ټولوژنه د قرانکريم دا ايت ليکلی: وما نقموا منهم إلا أن يؤمنوا بالله العزيز الحميد”.

د سوريې ولس وايي، چې د بشري حقونو او ماشومانو د ژغورنې نړيوالو ټولنو او ملګرو ملتونو تر اوسه د سوريې د ولسي خلکو، ښځو او ماشومانو د ټولوژنې د مخنيوي لپاره هېڅ نه دي کړي او خپل ځان ته يوازې په څو رسنيزو شعارونو اطمنان ورکوي.

د څارونکو په اند امريکا او نړيواله ټولنه د بشارالاسد رژيم سره په دغه ټولوژنه کې بشپړه همکاري کوي او له دې لارې غواړي، چې ولس بې درېغه ووژل شي او په پای کې بيا دوی سوريه په څو کوچنيو هېوادونو د خپلو ګټو لپاره ووېشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

اهل سنت چی داسی ټوټی ټوټی وی لکه – امارت داعش- القاعده – نصره او داسی نور نو دوی او ددوی یهودی ملاتړی به داسی کارونه خود کوی نو پر مسلمانانو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x