د حاتم طايي زوی!

دادمحمد ناوک

د طی د قبیلې ټول زندانیان له نبوي جومات سره را ټول دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ودريد:
ـ څه حال مو دی؟
یوه مېرمن ورته ولاړه شوه:
ـ یا رسول الله! زه د یو قومي مخور لور یم او د کورنۍ مشر مې ستاسې له وېرې تښتېدلی!
ـ څوک؟
ـ عدی بن حاتم طايي
ـ هغه له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه تښتېدلی ښيې؟

ښځې څه ونه ویل، سبا بیا هم همدا سوال ځواب تکرار شو، درېیمه ورځ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ودريد:
ـ څه حال مو دی؟
مېرمن چوپه ناسته ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر شا حضرت علی کرم الله وجهه ورته اشاره وکړه، چې پورته پرونۍ خبره بیا وکړه، مېرمن ولاړه شوه:
ـ یا رسول الله! زه د یو قومي مخور لور یم او د کورنۍ مشر مې ستاسې له وېرې تښتېدلی!
ـ ته خلاصه يې! او که عدي هم راشي، امان به ورکړو او عزت به يې وکړو.

ښځې د شام په قافله کې په تښتېدلي ورور پسې سفر پیل کړ، سره مخامخ شول:
ـ ورشه یا عدی! په والله دا سړی یا نبی دی یا پاچا، که نبي وي په ملګرتیا کې يې شرف دی او که پاچا وي، په والله تر ده رحیم او مهربان انسان نشته.
عدی هم د مدينې په طرف لار ونیوه.

«««»»»»

نبوي جومات ته ورننوت، له سلام وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: څوک يې؟
– عدی بن حاتم طايي!
رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان سره کورته روان کړ، د عربو یو قومي مخور ورسره روان دی، يوې زړې ښځې پرې غږ کړل:
ـ یا رسول الله! کار درسره لرم.
عدی يې په لاره کې ولاړ پرېښود، له مېرمنې ښه ځنډ په خبرو شو، عدی له ځان سره وډنګيد:
ـ والله دا د پاچا نه؛ بلکې د نبي اخلاق دي.
کور ته په رسېدو رسول الله صلی علیه وسلم يواځينی پوزی خپل مېلمه ته ور پرېښود، هغه له ډېر ټینګار وروسته پرې کېنوست او رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځمکه ورته کېنوست، ويې فرمايل:
ـ یا عدی! له یو الله جل جلاله پرته بل اله شته؟
ـ نه.
ـ ترې لوړ څوک شته؟
ـ نه.
ـنو ته په رکوسیت يې؟
ټکان يې وخوړ، د دې دين په اړه هیچا ته زره معلومات نه و، ويې ویل:
– هو.
ـ نو ستاسې په دين کې خو مرباع « يو ډول ټکس» اخیستل ناروا دي، ته يې ولې اخلي.
ويې ويل:
ـ اشهد ان لا اله الا الله و اشهد انک رسول الله!

«««»»»

د سهار لمانځه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د «التوبه» سورت یو ویشتم ایت هم تلاوت کړ، د ایت مفهوم داسې و، چې اهل کتابو خپل ديني رهبران معبودان منلي دي، دی له ځان سره په فکر کې شو،له لمانځه وروسته يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل:
ـ یا رسول الله موږ کله خپل ديني مشران معبودان منل، موږ خو سجدې ورته نه دي کړې؟
ـ ولې تاسې ته يې حلال نه حرامول، او حرام يې نه حلالو؟
ـ هو داسې خو ده.
– همدا د هغوی عبادت دی.

د « سرور کاينات ژوند» له کتابه په ګټې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د