په نهه کلنۍ کې د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله خوب

دا کیسه  زه د یو داسی کس لخواه روایت کوم چې تقریباً ۲۰ کاله یې د مخورو عالمانو سره د علم حاصلولو لپاره وقف کړي. هغه ماته وویل چې نن غواړم د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله  د خوب لیدلو هغه کیسه ستاسو سره شریکه کړم چې دی رحمه الله په نهه کلنۍ کې لیدلۍ وه. داسی مالومیده چې ګني الله جل جلاله شیخ اسامه بن لادن رحمه الله د صلیبیانو سره د یوۍ جګړۍ لپاره تیارکړی وي.

هغه ماته وویل چې:  یو ورځ موږ د خپلو ملګرو سره په یو ځي کې ناست وو او د مسلمانانو په افسوس ناک او زار وزهیر حالت مو بحث کولو چې په مسلمانانو دا ټول مصیبتونه نن سبا د الله له لوري دي او لری نه ده

چې الله جل جلاله  مسلمانانو ته ددی مصیبتونه خلاصئ ورکړي او یقینا د الله جل جلاله  نصرت او فتحه لری نه ده. الله جل جلاله به ضرور د امت څخه یو داسی امیر   او هادي د زموږ لپاره غوره کړي کوم چې به دا امت د تذلیل او مظلومیت څخه د لوړوالي، عزت مندی لور ته بیرته یوسي.
نو موږ په دی فکر کې شو چې داسی کس به څوک وي-
نو په هغه وخت کې زموږ پام فورآ د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله لور ته واوښت ولی چې له ډیر وخت رهیسی شیخ رحمه د امت لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي ، نو ما سره ناست یو ملګری مسکۍ شو او وي ویل:
” زه به درته د شیخ اسامه بن لادن د خوب یوه کیسه وکړم، مطمین یم چې تاسو به یې په اوریدلو  ډیر زیات خوشحاله شی او ستاسو مینه به د شیخ رحمه الله سره له نوره زیاته شي.”
هغه وویل ، زه په مدینه منوره کې د عالمانو په یو مجلس کې ناست وم چې یو چا دروازه وټکوله، نوکله چې موږ دروازه ورته خلاصه کړه ګورو چې د یو ۸۰ کالو په عمر سړې چې ډیر مخور مالومیدلو، مخ یې ځلیدو او د شکله ډیر دروند او محترم وو.
کوربه ورته د ښه راغلاست په ویلو د قرآن کریم د یو څو آیتونو د تفسیر غوښتنه وکړه. موږ غلي ناست وو او ددهغه شیخ  په زړه راښکونکي تلاوت ته غوږ شو او بیا یې دهغو آیتونو تفسیر وړاندی کړو، زما دغه ملګري قسم وکړو چې ما ۲۰ کله ددین علم کړې خو داسی پوه سړی می نه و لیدلی، دی د علم سمندر وو. کله چې  دغه شیخ  خپل سبق ختم کړو نو کوربه ورڅخه د ډودئ لپاره د پاتی کیدلو غوښتنه وکړه خو هغی ډیر په ادب سره نه وکړل، نو موږ پوه شو چې شیخ روژه نیولی ده.
په پای کې شیخ د تللو غوښتنه وکړه خو کوربه ورته ډیر ټینګ شو چې ترهغه د تلو اجازه نه درکوم ترسو چې ما ته  د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله هغه کیسه بیا تکرار نه کړي –
نو شیخ د ځان سره مسکۍ شو او وۍ ویل هغه د نهه کلنۍ د خوب کیسه -؟
موږ ورته وویل وو هم غه کیسه-
نو شیخ کیسه څه داسی وکړه چې زه د  اسامه بن لادن د خداۍ بښلی پلار د محمد بن عوض بن لادن ډیر نږدی ملګری وم، زما ورسره ډیره ناسته پاسه وه او وخت ناوخت به  می درغونې او تعمیراتي کارونو په موخه ورسره لیدل .  یو ورځ زه د شیخ رحمه د پلار په کور کې د یو سلسله کارونو لپاره  لاړم نو په کور کې  یې د ماشومانو ډیر زیات شور ؤ، ماشومانو په کور کې  د لوبۍ په کولو سره یو قسم مضطرب جوړ کړې  وو. محمد بن لادن په ماشومانو غږ وکړو چې ځئ لاړ شی او بهر لوبۍ وکړې. خو زه ډیر زیات حیران شوم چې کله می دهغی دا زوی ولید چې غلی د پلار په سنګ کې ناست و، نو ما د شیخ محمد بن لادن څخه پوښته وکړه چې دا ټول ځامن دی لوبۍ کوي نوولی دا دلته غلۍ ناست دی. ایا دی ناروغه دی؟
محمد بن لادن مسکۍ شو او وي ویل ” نه په دی زوی کې می یو خاصه ځنګړتیا شته”
 ښه… هغه څنکه، او  ددی زوی نوم دی څه دی؟ هغه وویل ” ددی نوم اسامه دی او دی د نهه کالو دی. راځه چې ددی یو ډیر عجیبه کیسه نن درسره شریکه کړم، یو څو ورځی مخکی دی د سهار مونځ نه یو څو دقیقی  مخکی زه  د خوبه راویښ کړم او راته یې وویل چې ” پلاره ما یو خوب لیدلی او غواړم چې تاسو ته یې ووایم”، نو ما فکر وکړو چې کیدلۍ شي کوم  خپسکي ډار کړې وي، ما اودس وکړو او دی می د ځان سره یوځی جومات ته روان کړو، په لاره  کې ما ورته وویل چې زویه په خوب کې  څه دی داسی وکتل چې زه دی ویښ کړم، هغه وویل، پلاره ما په خوب کې ولیدل چې ” زه په یو ستر میدان کې ولاړ یم او په سپینو اسونو سپاره یو ستر لښکر زما په لور راروان وي . هغوئ ټولو توری لونګۍ په سر کړي وي. په اس سپور یو کس  زما خواه ته رانږدی شي، سترګې یې ډیر روښانه وي او زما څخه  پوښته وکړي، ایا ته اسامه بن لادن یې؟، ما ورته وویل، هو  زه اسامه یم، هغه زما څخه بیا پوښته وکړه، ایا ته اسامه بن لادن یې؟ ما ورته بیا وویل چې هو همدا زه اسامه بن لادن یم، هغه بیا وپوښتل، ایا ته اسامه بن لادن یې؟ ما ورته وویل چې هو، په الله می دی قسم وي چې همدا زه اسامه بن لادن یم. هغه ما ته یوه جنډه رانږدی کړه او وي ویل، ” دا جنډه واخله  اوامام مهدي محمد بن عبدالله ته یې د القدس تر دروازی ورورسوه . ما دهغه څخه جنډه واخیستله او ما وکتل چې کله زه روان شوم نو زما شاته لښکر راروان شو.”
 محمد بن لادن وویل چې کله ما ددی د خوب داکیسه ووریدله نوزه ډیر زیات حیران شوم خو د کاروبار د مصروفیاتو په وجه می دا خبره بلکل هیره شوه”. خو سبا سهار زه بیا دی له خوبه رابیداره کړم او راته وویل چې پلاره  ” ما بیا پرونۍ خوب ولید” او ټوله کیسه یې راته وکړه، په  دریمه شپه هم اسامه همدا خوب ولید.”
زه ډیر زیات وویریدم  او دی می د ځان سره کړو اویو ډیر مخور عالم ته ورغلو،  هغه د خوبونو په تابیر ښه پوهیدلو او الله پاک ځنګړۍ استیداد ورکړې و.
کله چې زه او اسامه د هغه عالم خدمت کې حاظر شو نو ما ورته د خوب ټوله کیسه وکړه، نو هغه موږ ته ډیر په حیرانۍ سره وکتل او وي ویل، ایا دا ستا هم هغه زوی دی کوم چې دا خوب لیدلۍ؟، ما ورته وویل، هو دا زما هم هغه زوی دی.
ده اسامه ته ډیر په زیر وکتل، او ورته یې وویل “ګوره زویه، زه به درنه یو څو پوښتنی کوم ریښتیا ریښتیا به وایې او زه هیله مندیم چې په ایماندرۍ سره به ځواب راکوي.”
ما ورته وویل ښه، “زویه ایا ستا په یاد دي ، هغه جنډه چې په اس سپاره کس درکړه څنګه ښکاریدله؟”
اسامه  راته ورته وویل: هو په یاد می ده!
هغه وویل، کولی شی چې هغه راته وصف او تشریح کړې؟ چې څنکه ښکاریدله.
اسامه ورته وویل: هغه د سعودي عرب د جنډی په شان وه خو د جنډی رنګ یې شین نه بلکی تور واو په سپینو ټکو پری لیکل شوي و.
بیا دی عالم د اسامه څخه بل سوال وکړل، ” ایا ته ددوئ سره یوځي شوي. ” هغه وویل هو! زه داسی خوبونه اکثر ګورم.
بیا دی عالم اسامه ته وویل چې زویه ځه لاړ شه هغه بلی کوټې ته او د قرآن شریف تلاوت وکړه.
د اسامه پلار وویل ” دی عالم ماته مخ راواړولو او زما څخه یې پوښتنه وکړه چې ” ته د کوم حسب و نسب یا نسل څخه یي؟”
ما ورته وویل چې زه د یمن حدراماوت  څخه یم، هغه ما ته وویل چې د خپل قبیلې په هکله راته ووایه، ما ورته وویل چې زه په غټو کې د شنوا د قبیلی څخه یم چې په اصل کې د یمن القحتانيان دي.
دی عالم چې کله دا خبره واوریدله نو د تکبیر په ویلو سره یې د الله اکبر الله اکبر الله اکبر غږ پورته کړو او اسامه ته وویل چې زویه دلته راشه، دا عالم په ژړا شوو او پوټ پوت یې وژړل. هغه وویل ” یقینآ چې د قیامت وخت رانږدی دی”.
دی عالم ماته وویل: ” ای محمده، ستا دا زوی به ډیر ژر د امام مهدي لښکر تشکیل کړي او د الله د دین نصرت او حفاظت لپاره به د خراسان سیمی ته هجرت وکړي، ای اسامه! برکتي دي هغه کس چې ستا سره به په دی مبارک جهاد کې برخه اخلي او ستا تر سنګ به ولاړل وي او برباد او نامراده دي  هغه خلک کوم چې تا یواځي پریږدي او یا ستا په وړاندی  جګړی ته ودریږي .”

ماخذ:
 http://www.youtube.com/user/alnarweeg92
 http://forums.islamicawakening.com/f18/dream-martyr-islam-shaykh-osama-ibn-laden-46841/

واسلام
ابو انس مجاهد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د