fbpx

افغاني ازهره مبارک دې شه!

دادمحمد ناوک

پرون مې د ملګري اطاق ته یو ځوان بې پامه راننوت، بکسونه يې کونج کې کېښودل په ستړي مه شې کې يې زما نوم واخیست، زه يې به نه پېژندلو وشرمېدم، له ښه جوړ وروسته مې ورته وویل دومره پوهېږم چې له ننګرهاره راغلې خو نور مې پاک هېر يې! ويې خندل، ځان يې را وښود او د دوه درې کاله وړاندې خاطرې مو سره يادې کړې، دغه ځوان د غزني د مقر و او د ننګرهار پوهنتون په وترنري پوهنځي کې و؛ ژر ژر مې د پوهنتون په اړه پوښتنې ترې پیل کړې، غورې يې وکړي.

په فیسبوک کې مې د ننګرهار پوهنتون د فارغېدونکو ملګرو تصویرونه ولیدل ګلونه يې په غاړه و، د جدایي د غم او د فراغت د خوښۍ څرکونه يې په تندیو کې ښکارېدل؛ خپل وخت را یاد شو، د لیليې شور، د استادانو پټکې، ادبي بانډارونه…. د زړه له تله ټولو فارغ شویو ملګرو ته مبارکي وایم او ننګرهار پوهنتون ته بیا هم سلام! او د زړه له تله مبارکي.

په هېواد کې حاکم د روشنفکرۍ په نامه تاریک ذهنیت د پوهنتون د دې فارغینو پر فراغت د خوښۍ پر ځای دا حکم وکړ، چې ننګرهار پوهنتون سلګونه افراطیان فارغ کړل، زړه مې وښورېد او شکر مې ویوست چې لا هم د ننګرهار پوهنتون د محصل نوم دومره روښنايي لري چې د روشنفکرو فکر يې پر وړاندې بشپړ تیاره شي. دې ډله خلکو ته د ننګرهار پوهنتون محصلین ځکه افراطيان ښکاري چې د دوی تر منځ فاصله ډېره ده، تعریفونه، معیارونه او ان ارزښتونه يې سره توپیر لري، دوی په پوهنتون کې د حجاب پلویتوب افراط بولي، موږ يې انسانیت، دوی د محصل له اړخه په ملي مسائلو خبرېدل او د ارزښتونو په تحریف غبرګون ښوودل د وخت ضیاع ګڼي، موږ يې يو مهم مسوولیت بولو….

د پوهنتون په څلورم ټولګي کې وم، درېيم ساعت مو خالي و له صنفه ډله راووتلو، که ګورو په پوهنتون کې خال خال کافران ښکاري ټوپکې يې په لاسو کې دي او محصلين پرې راټول دي، زموږ له ټولګي سره نږدې یو کافر ولاړ دی او زموږ یو ټولګیوال ورسره خپله انګريزې پخوي، زه پرې تېرېدم چې ملګري مې ترې پوښتنه وکړه چې تاسې به کله وځئ؟ ما هسې جاندارې پکې وکړه او یو دوه ټکي انګريزې مې پکې ور وویشته ماویل: په دوه زره څوارلسم کې ان شا‌‌ءالله.

کافر وخندل وايي دلته راشه، ور وګرځېدم وايي:

ـ تاسې بیا له موږ پرته دا وطن ساتلی شئ؟ جګړه به نه وي؟

ـ تاسې لاړ شئ موږسره جوړېږو، د دوو وروڼو تر منځ جنجال سړی له کوره نه باسي.
ورپسې زیاته مې کړه:

ـ ګوره ته اول ماته دا ووایه چې ته په امریکا کې دغسې علمي ساحې ته له ټانګ او دې ټوپکه سره داخلېدای شې؟

ـ نه.

ـ نو دلته ولې له ټوپکه سره راغلي یاست، هلته ګوره ټانګونه مو هم انګړ ته د ننه راوستي؟

ـ دلته خو جګړه ده، زه ډارېږم، د خپل ځان د حفاظت لپاره هم باید ټوپک راسره وګرځوم؟

ـ نو دا پخپله دا مانا نه لري چې تاسې ناکام یاست؟په دوولس دیارلس کاله کې مو په دې ولس کې دومره محبوبیت نه کړ پیدا، چې بې ټوپکه پکې وګرځئ؟

ويې خندل لاس يې را اوږد کړ:

ـ خو ځه زما او ستا دوستي!

لاس مې را ټول ونیو:

ـ ته دې دا ټوپک یو وار لرې کړه، بیا لاس راکړه، ته راغلی زما په مرګ پسې يې او کوي دوستي؟

ويې خندل موضوع يې بدله کړ، زه ترې روان شوم.

د لیليې خونې ته نږدې د دې راغلو کافرانو مشر له ژباړن سره یو ځای ګڼو محصلينو را حصار کړی پرلپسې پوښتنې ترې کوي، د دې پر ځای چې کافر پخپله ځواب ورکړي ژباړن ورته لګیا دی:

ـ تاسې جګړه څه کوئ! په څو روپو پسې دوبۍ ته روان یاست، خو خپل وطن جوړ کړئ چې له دوبۍ خلک دلته کار ته راشي!

حوصله مې ورته ختمه شوه، ماول وبښه ته له پې ار ټې د دوی په ټانګونو کې راوتلی يې او دلته د یو افغان په صفت غږېږي، موږ يې له تا نه پوښتو ته صرف ده ته زموږ خبرې وژباړه، په ټوله کې د محصلينو ډېر تمرکز پر دې و، چې تاسې خلک وژنئ، وحشیان یاست، چاپې اچوئ….

مشر يې د روانېدو په حال کې خوله وښوروله، ژباړنې خبرې وژباړلې:

ـ زه اوس پوی شوم، چې زموږ او ستاسې تر منځ څومره فاصله ده!

دوی فکر کاوه، او ډېری پر پرديو معیارونو برابر روشنفکران هم داسې انګېري چې محصل باید بشپړ د اروپايي انسان تقلید وکړي او په هماغه لاره ځان د ټکنالوژۍ تر بامه ورسوي چې دوی پرې رسېدلي دي، علامه اقبال رحمه الله فرمايي، چې موږ د لویديځ ټکنالوژي ته اړتیا لرو، خو کلتور ته يې نه؛ مګر زموږ مفکرين وايي چې بشپړ د دوی ژوند باید را کاپي کړل شي او دلت پیسټ شي.

ننګرهار پوهنتون پر چټپرو سربېره د الله جل جلاله په فضل په هره دوره کې داسې محصلين لري چې په جوماتونو ګرځي او دیني عالمان د تفسیر او سیرت لپاره د لیليې جومات ته راولي چې د محصلينو د فکري روزنې په برخه کې تر ټولو ښه تاثیر کوي، زه پخپله په دې اند یم چې پوهنتون د يو ځوان لپاره د ژوند د څلولارې حیثیت لري که خدای مه کړه د ګمراهۍ په لور وخوځيد او که بیا د خدای په فضل په نېکه لاره برابر شو، بس هماغه يې بیا لاره وي، له پوهنتونه اخیستل شوی فکر شعوري فکر وي، پر استدلال ولاړ فکر وي او ژر نه بدلېږي.

زه هغوی ته تسلیت وایم، چې د ننګرهار پوهنتون فارغ شوي ازهري ځوانانو يې پخپل فراغت سره د دوی پر وړاندې د فکري سنګر یو بل مورچل اضافه کړ، دم ګړۍ هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د ننګرهار پوهنتون ګڼ محصلين د استادۍ پر مقدسه دنده بوخت دي، چې لیاقت، اخلاق او فکر يې د کرکجنو سترګې ړوندوي او هغوی ته مبارکي وایم، چې د دې فارغینو پر فراغت يې سترګې يخې شوې او د ټولنې د سمون فکر ورسره دی.
مبارک!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د