روژه د بدلون او اصلاح مياشت

احمدالله احمدزی

که په روژه کې مو په خپل ځان او عمل کې بدلون را نه ولو، نو بيا به کله داسې چانس په لاس راځي؟!

روژه کې چې خپل ځانونه اصلاح نه کړو، نو بيا کله شونې ده.

روژه د ځان او ټولنې د اصلاح لپاره تر ټولو زرين چانس دی؛ ځکه چې هر انسان له ستونزو او ګناهونو ډک دی او شپه ورځ فتنې مخ پر زياتېدو دي، د دنيا مينه په زړونو ننوتې، مرګ هېر دی او له همدې امله د اخرت سخته ورځ مو له ذهنه وتلې ده. د دنيا خوندونو او بوختياوو رانه اخرت هېر کړی او داسې وحشي ظلمونو او تيارو په وخت کې الله تعالی پر موږ يوه ستره لورينه کړې، چې هغه د روژې مبارکه مياشت ده. دغه مياشت په دغو تيارو کې د روښانه څراغ په څېر ده، څوک چې وغواړي له دغې رڼا په ډېره اسانۍ استفاده کولای شي او د الله تعالی په صراط مستقيم روانېدای شي. بختور انسان هغه دی، چې له دې زرينې موقع يې ګټه واخيسته، ځان او ټولنه يې د جهل او بې لارۍ له تيارو د ايمان، علم او رڼا لور ته کش کړه، د خلکو توجه يې د دنيا له تنګۍ د اخرت پراختيا او اسانتيا پر لور واړوله، مګر دا هر څه يوازې د هغه چا لپاره اسانه دي، چې د الله تعالی له لوري پرې مهرباني شوي وي او په خپله يې هم ځان کې د بدلون او اصلاح هوډ کړی وي.

د اصلاح په وړاندې ستونزې او کړاوونه ډېر دي، دښمن تل هڅه کوي، چې کندې راته وباسي، تړل شوي شيطان هم خپل پلويان پرېښي وي، چې د ګمراهۍ او بې دينۍ پر لور مو کش کړي. څوک چې د نفس او شيطان له دې چالونو ځان ساتي، دا بريالی دی او څوک چې په کې ګېر شو، دا تباه او برباد دی. اوس هم زموږ ټولنه کې ډېر خلک شپې په فلمونو، مجلسونو، قمار، چکروو لهو و لعب او نورو بې خونده کارونو تېروي.

زموږ د نړۍ معيارونه بدل شوي. پر ځای د دې چې رمضان د روژې او عبادت مياشت وبولو، موږ يې د خوراکونو مياشت بولو، شپې بايد په تراوو او عبادتونو رڼې کړو، نو موږ لګيا يو د الله تعالی له دينه په سرکشۍ او بې دينۍ کې يې تېروو او د ټولنې نېکان بايد دا حال همداسې پرېنږدي؛ چې د ټولنې بې لارې او ناپوهه قشر دې هر څه کوي او نېکان دې ورته ګوري. د ټولنې نېکان او اصلاح غوښتونکي بايد د مفسدينو لاس ونيسي او ټولنه له فساد او بې لارۍ وژغوري. دغه اصلاح پلوي او نېکان بايد د شريرو دښمنانو پلانونه خلکو ته روښانه کړي، تر څو عام ولس د دوی له شرونو او ګمراهيو په امن وي او عام خلک هم وپوهوي، چې دغه ګمراهان او د ټولنې دښمنان وپېژني او د دوی په لومو کې له غورځېدو ځانونه وژغوري او دوی بايد خپل ځانونه د دغسې خلکو له ملګرتيا او دوستۍ وساتي او هڅه وکړي، چې د مفسدينو هڅې له خاورو سره خاورې کړي او بالاخره دغه بې لارې خلک اړ شي، چې يا توبه وباسي او يا هم د دوی ټولې هڅې په اوبو لاهو شي.

موږ مسلمانان بايد له روژې د يوې مدرسې او روزنتون په څېر استفاده وکړو او د روژې هره ورځ په پای کې د خپلو عملونو او کارونو جاج واخلو، چې موږ کې څومره بدلون راغلی، ټولنې ته مو څومره خير اړولی او د خير ارادې مو څومره پخې دي. له روژې وړاندې مو اعمال څنګه وو، قرانکريم سره مو اړيکې څنګه وې او اوس څنګه يو او د روژې تر پايه هره ورځ خپل ځان او ټولنه کې د بدلون هڅه کوو او له روژې وروسته هم دغه ايډيال ژوند غوره کړو او که د اصلاح د هڅو پر مهال موږ ته مرګ راشي، نو دا به د خوښۍ ځای وي، ځان ته به مو هم خير ګټلی وي او ټولنې ته هم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د