۲۰۱۴ د جګړو له امله شپېته ميليونه خلک بې کوره شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي، ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړيواله اداره «UNHCR»وايي، چې ۲۰۱۴ز کال کې د جګړو او کړاوونو له امله شاوخوا شپېته ميليونه خلک بې کوره شوي دي.

د يو اين سي ار په وينا له پنځوسمو کلنو را په دې خوا دا تر ټولو ستره شمېره ده، چې د جګړو او بدبختيو له امله په دومره کچه خلک بې کوره کيږي.

راپورونه وايي، چې لس کاله وړاندې په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر شاوخوا ۳۷ ميليونه و، مګر ۲۰۱۳-۲۰۱۴ز کال پورې د کډوالو شمېر شپېتو ميليونو ته ورسېده.

د کډوالو د نړيوالې ادارې په راپور کې راغلي، چې ۲۰۱۴ز کال کې هره ورځ له ۴۲زرو زيات کسان بې کوره شوي او دا شمېر د ۲۰۱۰ز کال په پرتله ډېر زيات دی.

راپور زياتوي، چې يوازې ۱۲۷ زره کډوال خپلو سيمو ته په ګرځېدو توانېدلي او دا په تېرو ۳۱ کالو کې تر ټولو ټيټه کچه ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړيواله اداره وايي، چې بشري ټولنې د کډوالو له مرستو او لاسنیوي عاجزې دي او دوی دومره پانګه نه لري، چې د ژوند په ټولو چارو کې د کډوالو هر اړخيزې مرستې وکړي.

د يو ان ايچ سي ار مشر انټونيو ګوتيريس وايي، چې نړيواله ټولنه په دې کې په بشپړه توګه ناکامه ده، چې نړۍ کې جګړې ودروي، سوله او امنيت راولي او راتلونکي وخت کې هم دی د سولې او خير وختونه نه ويني.

راپور کې راغلي، چې د کډوالو ګڼ شمېر يې د جګړو له امله بې کوره شوي او په سر کې يې سوريه، عراق، افغانستان، يمن، ميانمار، سويلي سوډان، اوکراين، نايجيريا، کانګو او بوروندي هېوادونه ښودل شوي دي.

تر ټولو زيات کورني او بهرني کډوال د سوريې ښودل شوي، چې اته ميليونه يې په هېواد کې دننه او څلور ميليونه له هېواده بهر کډه شوي دي.

راپور کې راغلي، چې ترکيه هغه يوازينی هېواد دی، چې تر ټولو زياتو کډوالو ته يې په دغه هېواد کې ځای ورکړی، چې شاوخوا يو ميليون او شپږ لکو ته رسيږي.