ځينې په ځان مين پښتانه

الحاج امام الدين ساپى
سه شنبه (نهې)   ١٠ / ٠٤ / ٢٠١٢
دساپي دپښتوڅيړنواوپراختيامركزدويبپاڼي درنواوقدرمنولوستونكوپه
سلامونوموهركلى  كوم.
ګرانولوستونكو.پښتانه په هغه مرض سربيره چې  (اتفاق يې  كړى چې  اتفاق به نه كوو)اوس يوبلې  ناروغۍهم پكي ځاله جوړه كړي چي هغه ساديزم او په ځان مينتوب په هرصورت ګرانوزه دخپلوخبروتنسته اصلي مطلب ته رالنډوم. په مونشن کې دنارنج ګل مشاعرې  ګزارش مې  په ډيرو ويبپاڼوكې  ولوست خوچوپه خوله پاتې  شو خوكله مې  چې  په خپله scprd.comويبپاڼه كې  ولوست نودمجبوريت له مخې  مې ليكاڼي  ته لاس كړ

ځكه چې دحقيقت څخه دلريوالي تايديي په ماهم كاوه. دادوديزه مشاعره په رښتيا هم يولس كاله پخواپه ډيروپرتمينومراسمو سره زما اوصديق الله خان په ګډوهلوځلواومادي لګښت چې  لس زره جرمني مارك كيدل جوړه شوه ،په هغه وخت كې  په کې  داروپادټولوښارونوڅخه د٣٠٠سووڅخه زياتومينه والوونډه اخيستي وه اود بي بي سي راډيوسره مركه هم زما ترمشرۍ  لاندې  وشوه اوهم د دغې  مشاعري ګزارش په يوكتاب كې  خوندي اودساپي دپښتوڅيړنواوپراختيامركزلخواچاپ اومينه والوته دمركزپه مالي لګښت په وړياتوګه وليږل شووخواوس يې  يواوبل لمانځي او دبنسټپالويادونه يې  له پامه غورځولې ده چې  ماپرې هيڅ غوږنه ګراوه  خو دا ځل مې د  ځان د اخلاقي مسوليت له مخې مي  داليكنه  وكړه چې  صديق الله خان هم دنورو په شان ټول اوښ په بډه وهلى  اوپه حقيقت يې  توره پرده غوړولې  ده داچې  زما يادونه يې  نه ده كړې  دا دومره دتشويش وړخبره نه ده خوپښتانه ولي اوترڅوبه دخپلواصولوڅخه سرغړونه كوي اوكاږه به روان وي  اودادپښتومتل چي. ميړه ووژنه خو ميړانه يي مه وژنه)ترپښولاندي كوي داچې  صديق الله خان په هغه محدودوامكاناتوچې  دڅوتنوپه ګډون يي بياهم دخپلومشرانويادونه  كړې كوريې  ودان بچى  يې  لوي.په پاي كي بياهم دګرانولوستونكوڅخه بښنه غواړم كه چيرته داليكنه دوخت سره اړخ نه لګوې بياهم زه دخپلواصولوله مخې پښتواوپښتنوته دښولاروچارولټون اودبنسټ ايښودل خپله دنده بولم بياورسته هرڅوك چې  پرې  هرڅه كوي خرڅوي يې  اوكه ځان پرې  شهرت ته رسوي
پښتنو سره دپښتونولۍ  لارنيسي اوکه په پښتنواوپښتوځان پالي ، پښتوته بډا ينه ورکوي او که ځان پري بډايه  کوي
دادهغو پورې  تړلي ده.
               په پښتني درنښت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د