
کابل په روژه کې: د تبليغ زور
لیکوال: دادمحمد ناوک /
روژه هم ده او د جوزا ګرمي هم؛ ملګري ډېر وايي چې تر کابل د ننګرهار ګرمي ځکه ګوزاره کوله چې هلته سړی خولې کېږي ښه نرم وي، خو د کابل ګرمي داسې وچه ګرمي ده سړی تک تور کړي خو خولې کېږي به نه؛ په ښار کې د دې ګرمي زور هغه چاته نه معلومېږي چې تر ایرکنډېشن لاندې غځېدلی وي د باندې په یخ مازیګر هغه هم د تورو شیشو په موټر کې را ووځي د لمر وړانګې پرې نه لګېږي.
د کابل د ګرمۍ د زور پوښتنه له هغو خړو هلمندیانو وکړئ چې د خېمې ټوکر يې د ګرمې تاب نه دی راوړی، چې ماشومان يې د پردیو موټرو سپرلۍ په پنځه افغانۍ ډکوي، د سړي زړه ورته ټوک ـ ټوک شي چې د موټرو دود وهلي مخونه يې وګوري چې په خېرن لستوڼي پرلپسې ترې خولې پاکوي، ژر ـ ژر د هغه ځای د سپرلي لپاره نارې وهي چې باید پنځه افغانۍ پرې وګټي، لږ ور ها خوا په څلور لارې کې ډله ځوانان څو پایو ته په سره لمر کې تکیه وهلي ناست دي، چې مازې د پاکو جامو تن يې په خوا ورشي ټول پکې سترګې وګنډي، دوی دا پلمه نه کوي چې روژه کې باید استراحت وکړي دوی د روژې لوږه – تنده هم ترسرې ګرمۍ لاندې د خپل اولاد د نفقې ګټلو لپاره زغمي، دوی د کار د سامان غوټه تر څنګ په هره څلولارې کې وچې شونډې ولاړ وي.
پر دې غمجن حالت سربېره څو نور ځوانان له نږدې ټولو بدل دي، پاکې جامې لري، خولې وي، خو خولې يې خيرنې نه وي، دوی ډېر په بایسکل یا هم په پښو روان وي، له ځانو سره اوږده چرموړلي کاغذونه لېږدوي، چې جومات وویني پر دروازه يې ور وټومبي.
دغه د جمعیت اصلاح افغانستان، د نجم د څانګې ځوانان دي، دوی د روژې په مبارکه میاشت کې د تفسیرونو، قران پوهنې، د قرآن د ژباړې او نورو ديني ناستو اعلانونه ځړوي، بې مبالغې چې په ښار کې هر جومات ته سر ورښکاره کړي په دروازه به يې د نجم له لوري هرو – مرو د کومې دیني ناستې اعلان ځړېدلی وي.
په تېر ژمي کې د جمعیت اصلاح افغانستان له لوري د نبوي سیرت په سیالۍ کې زرګونو نجونو او هلکانو ګډون کړی و، جالبه دا وه چې دویم مقام یوې خور ګټلی و، خو زموږ رسنیو ځکه پرې خوله پټه کړه چې چندانې ګټه يې پکې نه لیدله. د دې سیالۍ پر ليدلو سربېره لا ځينو د خوځښت په کارونو تبصرې کولي او دوی پر دې ملامتول چې ځينې نیمګړتیاوې پکې شته، ما د دوی ټولې نیمګړتیاوې او خوبۍ يوې خواته کړې دې ته چورت یووړم، چې د کابل ښار په چاپیریال کې جمعیت اصلاح افغانستان پنځلس ورځې زرګونه ځوانان او پېغلې د نبوي سیرت پر لوستلو بوخت ساتلي وو، چې دوه اونۍ وروسته يې بیا ترې ازموینه واخیسته، د کابل په څېر محیط کې چې ظاهري شکل يې سړی کله – کله نا امیده کړي دې خوځښت دومره توره کړې وه، چې زرګونه تنه ځوانان او پېغلې يې له سریالونو را ګرځولي او د بشريت د ستر لار ښوود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ژوند يې پرې مطالعه کړ، زنده باد!
اوس هم د روژې په مبارکه میاشت کې اعلانونه ځړېدلي، بې له دې چې له ګډون کوونکي پیسې وغواړي، هغه ته دين ور ښيي، که نور هیڅ نه وي دومره کوي چې د روژې په څو شېبو کې يې له بدو کار را ګرځوي او يوې دیني ناستې ته غوږ – غوږ وي. دوی ته که کومې ناستې ته ورشې لکه لوی احسان چې پرې وکړې، ته به د خپل ځان پوهولو لپاره راغلی يې، خو دوی دومره په مینه چلند درسره کوي لکه پر دوی چې دې لوی احسان کړی وي.
دا کابل دی؛ ښايي بل اړخ يې ځورونکی وي، ښار د عجایبو ټولګه وي، چا د روژې هر کلي ته ديني ناستې کولې او خلک يې ذهناً دې مبارکې میاشتې ته اماده کول او د دې میاشتې برکات يې ورته تشریح کول، چا تر روژې وړاندې د رباب په تارو ګوتې کېښودې تر نیمو شپو ونڅېدل، ځکه چې روژه کې يې بیا څوک ملامت نه کړي.
تر بیا مو الله مل!