fbpx

القاعده د بلمختار د وژني راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي، ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): په اسلامي مغرب کې د القاعده تنظیم ډلي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي ددوی یو الجزایری مشر مختار بلمختار دي د امریکایانو په بمبار کې وژل شوی وي.

په ټویټر او نورو جهادي پاڼو کې د القاعده تنظیم د رسمي اکاونټونو په حواله رویترز خبري اژانس ویلي، بلمختار چې په خالد ابو العباس باندي هم شهرت لري، اوس هم ژوندی دی، او په دغه اړه ددوی په رسمي بیان کې راغلي: جهادي قومندان ابو العباس اوس هم ژوندی دی، او د الله پاک پر ځمکه باندي ګرځي راګرځي، د الله د بندګانو سره کومک کوي، او د الله د دښمنانو په خلاف جګړه کوي.

ددې تر مخه داسي خبرونه ورکړل شوي وه چې ګواکي نوموړی د امریکایانو د بې پلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

مختار چي له القاعدي سره اړیکه لري هغه وخت ډیر مشهوره سو کله چي یی دوه کاله مخکي په الجزائر کي دالمناس په نا مه سره د ګازو یو شرکت باندي برید وکړ ددغه برید په ترځ کي دنوموړي وسلوالو اته سوه ۸۰۰ کارکونکي یرغمل کړو چي د هغو له جملي څخه یی څلویښت تنه چي اکثره یی بهرنیان وو ووژل په وژل سوي کسانو کي دري امریکا یان او شپږ نفره برطانویان هم شامل وو.

مختار چي په الجزائر کي یی دنیا ته سترګي غوړولي د وسلوال فعا لیت په پیل کي د القاعده پیاوړي کس چي وروسته یی د المرابطون په نا مه سره ډله جوړه کړه خو بیا یی هم ځان په القا عده پوري تړلی باله.

دلیبیا حکومت وایی چي امریکا یانو له دوي سره له مشوري وروسته مختار په نښه کړي او وژل شوی دي.

لیبیا چي یو وخت کي ډیر ارامه او پر مختللی هیواد بلل کیدی د قذافي له وژل کیدو څخه وروسته دغه هیواد کي ګډ وډي او افراتفري را منځ ته سوي مرکزي حکومت وجود نه لري هیواد کي دوه متوازي پارلما نه دي دلیبیا رسمي پارلمان چي د ملګرو ملتونو له لوري ورته رسمیت ورکول سوی د لیبیا په شمال ختیځ کي د طبرق په ساحلي ښار کي خپلي چاري پر مخ بیا یی او دوهم پارلمان چي د اسلام پالو استاځيتوب کوي له طرابلس څخه زر کیلومټره لري د لیبیا د چارو په اړه تصمیمونه نسی او پریکړي کوي

مختار چي په ۱۹۸۰ کي یی افغانستان کي د روسانوپه خلاف جهاد کړي او یوه سترګه یی هم په جهاد کي له لاسه ورکړي د وسلوال فعالیت مرکزي نقطه یی مالي چي ډیر ځلي یی دغه سیمه کي بهرنیان او دهغو خواخوږي په نښه کړي دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د