نظــر

ولي دشپې عملیات؟

دیکشنبې په  ورځ په کابل کې  ددفاع وزارت او بهرنیو ځواکونو دمشرجنرال آلن ترمنځ په افغانستان کې دمخالفینو دتعقیب په غرض دبهرنیوځواکونوپه ملتیا دافغاني ځواکونوله لوري دعملیاتو تړون لاسلیک شو.
له تیرو لسوکلونو راهیسې بهرنیو ځواکونوپه خپلسري توګه په کلیوالو سیموکې دوسله والو دلټون په غرض دشپې عملیات کول چې تروسله والويي کلیوال ډیر متضر اودکابل حکومت حاکمیت يي په ښکاره توګه  له ګواښ سره مخ کړی دی.
که څه هم چې ولسمشر کرزي له تیرولسوکلونو راهسیې  ددغو خپلسریو عملیاتو دتوقف غوښتنه  کوله خو ترپایه پوريې په متوقف کولو وس ونه رسیدو، اوهرڅومره چې به يې  دهغو په مخنیوي ټینګارکاوه 

اوهغه به يي دخپل حکومت دحاکمیت لپاره ګواښ او دافغانانو لپاره  تاواني بلل  په هماغه اندازه به  امریکايي ځواکونو اودهغوئ پوځي او سیاسي چارواکو د دغو عملیاتو په موثریت ټینګارکاوه  اوهغه  به  یې په افغانستان کې دخپل ماموریت ترټولو مؤثر اجراأت بلل .
دکرزي او بهرنیو ځواکونو ترمنځ  دشپنيو عملیاتو دمخنیوي او موثریت په دغه  کشمکش کې خبره  تردې  ورسیده چې کرزی  په عمومي محافلوکې  وژاړي او دبهرنیوځواکونو په وړاندې دخپلې بیوسۍ تعبیر  دمایوسانه اوښکوپه  تویولو سره وکړي .
خدای سته چې  ولسمشر کرزي  دبهرنیانو ددغو خپسلریو عملیاتو دمخنیوي په اړه خپل  وس ټول  وکارواوه  ، هغوئ ته يي لفظي اختارونه ورکړل ، لویه جرګه يې  راوغوښته  اوهالته يي داستراتیژیک تړون دلاسلیک ولو لپاره ددغو عملیاتو بندول لومړنی شرط  وباله  خو بیايي هم  ګټه ونکړه  اوبهرنیانويي په ترسره کولو هماغسي  ټینګار کاوه .
دشپنیو عملیاتو په سر دبهرنیانو بي کچې ټینګار کرزی هم دیته اړیست چې  طوعا او کرها هغه  موثر وبولي  او دترسره کولو لپاره  تدابیر او لارې چارې وسنجوي،  هماغه وه چې بالاخره طرفین دې پریکړې ته ورسیدل چې  دغه عملیات دهماغو بهرنیانو له غوښتنې سره سم  دافغاني ځواکونو ترنوم لاندې سرته ورسوي .
ددغوعملیاتو هسې نوم بدلونې   دولسمشر کرزي ټولې هغه اندیښنې چې مخکې یې داعملیات دخپل حاکمیت لپاره ګواښ اویايي  دافغاني کلتورخلاف کار ګڼل  ټولې له منځه یووړې .
اوس پوښتنه  دلته ده چې داعملیات دڅه لپاره  ترسره کیږي ؟
که ریښتیا دوسله والو دفعالیتونو دمخنیوي لپاره ترسره کیږي  نوهغوئ خو خپل ټول فعالیتونه په رڼاورځ ترسره کوي نه په توره شپه کې او تراوسه چې  په هیوادکې کومې  امنیتي او پوځي پیښې ترسره شوې  هغه ټولې دورځې لمخې ترسره  شوې،  نو دهغوئ  مخنیوی  ولې په ورځ کې  نه کیږي  او دمخنیوي لپاره ولې د داسې  عملیاتو تړونونه  نه ترسره کیږي  ؟
دوهمه پوښتنه داچې هم کرزي ،هم بهرني ځواکونه  او هم د هغوئ تبلیغاتي رسنۍ ټول په یوه خوله داخبره کوي چې   دافغانستان په داخل کې خبره ګل ګلزار ده  ،امنیت برقرار او حکومت  قائم دی  ،وسله وال  او تخریبي عناصر ټول  له بهره افغانستان  ته راځي  ،که  دغه خبره ریښتیاوي چې وسله وال له بهره راځې نوبیا په افغاني کلیوکې  او هغه هم دخلګو دخوب په کوټوکې  دوسله والو لټون   اویا دهغوئ  په خلاف  دشپنیو عملیاتو تړون  لاسلیکول  کول څه توجیه لري ؟
په دې ورستیو کې دکرزي حکومت او بهرنیانو په مشترک ډول  دولس دتیرایستلو  لپاره  دری  نمایشي  پروژې  عملي کړې چې  هغوئ نه د افغانانو په ژوند او نه دهغوئ په امنیتي وضعیت کې څه  مثبت بدلون راوستی  ، چې هغه  له بهرنیو ځواکونو څخه  افغاني هغوته دواک لیږد ، افغاني ځواکونوته  دبګرام  دمحبس  سپارل او دریم همدغه  دافغاني ځواکونو لخوا دبهرنیانو په مرسته دشپنیو عملیاتو ترسره کول .
که واقعیت ته وکتل شي  اوس هم  په همدغودریو واړو مواردوکې اصلي حاکمیت دبهرنیانو دی  او هغوئ په خپل صلاحیت پکې هرڅه ترسره کولای شي .
له‍ذا ویلای شو چې داشاني نمایشې کړنې دکرزي  اودهغه دبهرنیو ملاتړو له خوادافغانانو له تیرایستلو ماسیوا نوره هیڅ ګټه نه لري اونه هم دافغانستان په روان بحراني وضعیت باندې  دمثبت بدلون څه نښې پکې ترسترګوکیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x