د روژې فتوحات (د بدر فتح) ۲/۳

هغه غر چې د بدر غزا په ورځ پرې ملایکې راښکته شوې وې

لیکوال: نبراس الحق عزیز

جګړه ونښته:

په تاریخ کې د هرې جګړې په پیل کې د کفارو تکبر له اسمان سره خبرې کوي، په بدر کې هم د مکې مشرکینو تکبر او لویي اوج ته رسېدلې وه، آن د صحابه وو په مینځ کې یې خوښې کولې چې له چا سره جنګ کوو او له چا سره یې نه کوو.

درې تنه (عتبه، ولید، شیبه) یې راووتل او د جګړې ټټر یې وواهه، په مقابل کې یې له انصارو څخه درې تنه مقابلې ته ودرېدل خو مشرکینو له ډیر کبره هغوی د ځان سیالان ونه بلل، او و یې ویل چې دوی نه غواړو، درې تنه مهاجرین رامخکې کړئ چې ورسره معلومه یې کړو، اقلا داسې خلک راوړاندې کړئ چې زمونږ سیالان خو وي!.

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره (حمزة) او دوه د تره زامنو (، علي، عبیدة) ته امر وکړ چې مقابلې ته ورواوزي. علي، حمزه او عبیدة (رضي الله عنهم) له مقابل صف څخه راوتلي درېواړه مشرکین په یوه لحظه کې ووژل او بیا د کفارو په صف کې د ګډوډۍ او بې نظمۍ باد راوالوت.

د هغه عصر فرعون (ابوجهل) ووژل شو:

په دنیا کې د الله جل جلاله سنت دا دی چې یو ظالم او سرکشه ځواک څومره د غټې سرکشۍ دعوه وکړي، هومره یې الله جل جلاله د کمزوري او ضعیفه بنده په لاس هلاکوي. ابوجهل چې د هغه عصر د فرعون په نامه یادېده، د انصارو دوه تنکیو ځوانانو وواژه، هغه انصار چې ده د ځان سیالان نه بلل او ورسره جګړه یې د ځان توهین بلله.

عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) وايي چې د جګړې په جریان کې مې دوه تنکي ځوانان ترڅنګ ودرېدل او د ابوجهل پوښتنه یې کوله، ویل یې چې هغه زمونږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته کنځل او توهین کړی. عبدالرحمن بن عوف وايي چې ما د ابوجهل پر لوري اشاره وکړه چې هاغه دی، له دې سره دواړو تنکیو ځوانانو منډه کړه، په ابوجهل یې حمله وکړه او د تورو په ګوزارونو کې وواژه.

هغه وخت به ولې فتحې زمونږ په برخه نه وای چې په صفونو کې مو داسې ځوانان جنګیدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین انتقام یې له تورې پرته په بل څه نه اخیست.

له مجاهدینو سره د ملایکو مرسته:

له مسلمانانو سره د مرستې لپاره یوازې جبریل علیه السلام هم کافي وه چې په کفارو باندې ځمکه په دا بل مخ راواړوي، خو دا چې جبریل علیه السلام له ۱۰۰۰ ملایکو سره ځمکې ته راکوزیږي او په جګړه کې د صحابه وو ملاتړ کوي، د الله جل جلاله په نزد د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عظمت او احترام ښکارندويي کوي.

مالک بن ربیعة (رضي الله عنه) ـ چې د ژوند په پای کې يې د سترګو بینايي له لاسه ورکړې وه، وايي: «که زما سترګې روغې وای ما به د بدر په سیمه کې هغه دره درښودلې وای چې ملایکې ترې د مسلمانانو په ملاتړ راوتلې».

ابو داود المازني (رضي الله عنه) وايي: «د بدر په ورځ به ما په یو کافر پسې ځغستل چې په توره یې ووهم، خو مخکې له دې چې زما توره ورورسېږي، د کافر څټ به ووهل شو او سر به یې والوت. زه به پوه شوم چې بل چا یې سر وواهه».

امام قرطبي (رحمه الله) وايي: «د بدر په ورځ راکوزې شوې ملایکې به د قیامت تر ورځې د ځمکې پر مخ د مجاهدینو په ملاتړ جنګیږي». له غیبي مرستو منکر چې هرې پیښې ته مادي اسباب لټوي، په دې خبره کې رښتینی دی چې له مجاهدینو سره بهرنی ملاتړ موجود دی، هو! له بهرني ملاتړ پرته یو سرښندونکی بریدګر څنګه کولای شي چې په زرهاوو عسکر په یوازې ځان چلینج کړي؟ دغه بهرنی ملاتړ الله جل جلاله داسې راپیژني: (فلم تقتلوهم ولكن الله قتلهم وما رميت إذ رميت ولكن الله رمى): تاسو دوی نه دي وژلي بلکې الله جل جلاله وژلي دي، او د ویشتلو پر مهال تا نه دي ویشتلي بلکې الله جل جلاله ویشتلي.

مکې مکرمې ته د کفارو د ماتې خبر ورسېد:

کفار په ډیر بد حالت کې د جګړې له ډګره وتښتېدل، په یوه او بله خوا تیت او پرک د مکې مکرمې پر لور وخوځیدل، له شرمه او خجالته نه پوهیدل چې د مکې خلکو سره څرنګه سترګې مخامخ کړي. حیسمان بن عبدالله اولنی کس وه چې په ډیره بيړه مکې مکرمې ته ورسېد او قریشو ته یې د ماتې خبر ورساوه.

خلکو ترې د جګړې د پایلې پوښتنه وکړه، نوموړي وویل: عتبه ووژل شو، شیبه ووژل شو، امیه بن خلف ووژل شو، زمعه بن الاسود ووژل شو….. او د قریشو د مشرانو نومونه یې اخیستل. خلک حیران وو، صفوان بن امیه چې په کوټه کې ناست وه او د ده خبرې یې اوریدې، ویې ویل: دا سړی په سد نه دی، عقل یې له لاسه ورکړی، تاسو ترې زما د مرګ او ژوند په اړه پوښتنه وکړئ چې څه وايي؟. خلکو ترې وپوښتل: صفوان بن امیه څنګه شو؟ حیسمان په ځواب کې وویل: صفوان هاغه دی په کوټه کې ناست دی، خو پلار او ورور یې ما پخپلو سترګو ولیدل چې ووژل شول.

نور بیا…

تبصرې (2)

  • دعمر رض دخلا فت په وخت کی د فتوحاتو لمن دیره پرا خه شوه او زیاد دولتو نه دکفارو د شر نه خلاص کرل