fbpx
پخواني جهادي قومندان اسماعیل خان ویلي چې نیمه کابینه له کمونستانو څخه تشکیل شوې او د کمونستانو شتون په هېڅ صورت افغانستان کې امنیت نشي تامینولای او نه هم ابادي راوستلای شي.

اسماعیل خان: د اشرف غني او پاکستان اړیکو پخواني مجاهدین اندیښمن کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي، ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): پخوانی ټوپکسالار او د عبد رب الرسول سیاف نږدی کس اسماعیل خان ګډ حکومت ګواښلی چې «مجاهدین» یې څنډې ته کړي.

نوموړی له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه ویلي چې مجاهدین په هیواد کې اکثریت تشکیلوي او که حکومت یې خوشاله نه کړي ځان به له سختو مشکلاتو سره مخ کړي.

اسماعیل خان په عین حال کې ګډحکومت غیرقانوني هم بولي او زیاتوي:

«اوسنی حکومت قانوني بڼه نه لري، د معاملې په نتیجه کې رامینځته شوی او د جان کیري لخوا په افغانانو تحمیل شوی».

نوموړی چې د خپل کور په استقبال خونه کې په پراخه نرمه چوکۍ ناست وه، د اتیایمو کلونو د جهاد او مبارزې یادونې یې کولې او زیاته یې کړه چې پخواني مجاهدین څنډې ته کول په هیواد کې اختلافات راټوکوي.

«جهادي رهبرانو ته په حکومت کې ځای نه دی ورکړل شوی، دا کار د خلکو ترمینځ بې باوري رامینځ ته کوي او په افغانستان کې د نا امنۍ باعث ګرځي».

د سیاف په مشرۍ پخواني مجاهدین په داسې حال کې په ګډحکومت کې ونډه غواړي چې پخواني شوروي پلوي کمونستان په حکومت کې پراخ نفوذ لري.

اسماعیل خان له پاکستان سره د اشرف غني په تودو اړیکو هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي:

«اشرف غني پاکستان ته ډیر نږدې شوی او په پاکستان زیات باور کوي، چې دې کار پخواني مجاهدین اندیښمن کړي».

نوموړي په ګډحکومت نیوکه کړي چې له طالبانو سره د جګړې پالیسي يې ناکامه ده. د نوموړي په باور، طالبان لا هم دومره وړتیا لري چې د کابل په زړه کې سرتیري بریدونه وکړي.

«سږکال جګړه تر پخوا ډیره سخته ده، او د هیواد ډیرې ولسوالۍ به طالبان ونیسي. خو راتلونکی کال به وضعیت تر دې هم خراب وي».

اسماعیل خان که څه هم د شخصي وسلوالو په درلودلو اعتراف ونه کړ خو کنایتا یې وویل چې که د حکومت لخوا اجازه ورکړل شي نو چمتو دی چې په شخصي ملیشو له طالبانو سره وجنګیږي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

یاره داڅه بی غیرته خلک دی نه شرم لری نه حیا صلیبیان یی حیا دی وی روزانه په بګرام، دامریکا په سفارت او خپلو نورو فوځی مرکزونو کی ددوی د سترګو په وړاندی او موجودیت کی دافغانی ناموسونو په عفت او عزت بازی کوی دکابل ښار او دهیواد دنورو لویو ښارونو په نژدی هره برخه کی د فحشا، فسق وفجور او زنا او شرابو بازار ګرم دی په هیواد کی دننه نژدی ټول رادیویی او تلویزیونی چینلونه ددی ناوړه کارونو ترویج ته په پراخه پیمانه زمینه سازی کوی ترڅو ځوان نسل په بی لاری کړی د هلاکت کندی ته یی… نور لوستل »

محمد داود شینواری
میلمه
محمد داود شینواری

د اسماعیل خان دوره نور ختمه شوئ ده.

ميرويس مجاهد
میلمه
ميرويس مجاهد

د منافق او منافقت پايله: فَتَرَى ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ۬ يُسَـٰرِعُونَ فِيہِمۡ يَقُولُونَ نَخۡشَىٰٓ أَن تُصِيبَنَا دَآٮِٕرَةٌ۬‌ۚ فَعَسَى ٱللَّهُ أَن يَأۡتِىَ بِٱلۡفَتۡحِ أَوۡ أَمۡرٍ۬ مِّنۡ عِندِهِۦ فَيُصۡبِحُواْ عَلَىٰ مَآ أَسَرُّواْ فِىٓ أَنفُسِہِمۡ نَـٰدِمِينَ (٥٢) تا سو خو د امريکا او د هغه د انډيوالانو په دجل کې تر څټه کښيوتلاست۔ امريکايانو د اسلامی امارت پرضدښه استعمال کړاست د يو څو کالو لپاره يې په ډالرو ، چوکيو او رتبو يې سخت وغولولاست، تاسو هم داسی فکر کاوه چې د نړۍ لوی او خونخواره ليوه راغلی او هيڅوک به يې مخی ته ونه دريږی، خو وضع ستاسو د هيلو بر خلاف… نور لوستل »