fbpx

شهید او شهادت ( شپاړسمه برخه)

ليكوال: م. محمد نعيم

په دنیا کې د شهید فقهي احکام:

په خپلو جامو کې به خښېږي، له اضافي جامو پرته به نورې جامې نه ترې ایستل کېږي.

غسل به نه ور کول کېږي، له خپلو وینو سره به ښخېږي. البته د هغو شرطونو په نظر کې نیولو سره چې مخکې تېر شول.

مړ نه ورته ویل کېږي؛ ځکه الله جل جلاله په قرآن کریم کې دسورت البقرة په ۱۵۴ آیت کې فرمايي: ( وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ ).

مال یې د نورو انسانانو په څېر د وارثانو تر منځ ویشل کېږي.

کونډه یې له فقهي احکامو سره سم له بل کس سره نکاح کولی شي، په دې کې شهید د نورو انسانانو په څېر دی، د شهید هم د نورو انسانانو په څېر له دنیاوي چارو سره تړاو غوڅېږي، خو د شهید ځانګړتیا دا ده چې الله جل جلاله یو ځانګړی ژوند ور کړی، چې انسانان یې نشي درک کولی، او دا ځانګړی ژوند له شهید نه پرته بل چا ته نشته. البته د انبیاوو علیهم الصلاة والسلام مسله جلا ده.

د جنازې لمونځ پرې کېږي. د امام شافعي، امام مالک او یو قول د امام احمد بن حنبل رحمهم الله تعالی دا دی چې د جنازې لمونځ نه پرې کېږي، دوی وايي د جنازې لمونځ په حقیقت کې د مړي لپاره دعا او مغفرت غوښتل دي، او شهید اړتیا نه ورته لري؛ ځکه چې الله جل جلاله بښلی دی.

خو زمونږ مذهب وايي لمونځ باید پرې وشي؛ ځکه د جنازې لمونځ د مړي لپاره کرامت او درناوی دی، او شهید تر هر چا زیات د کرامت او درناوي وړ دی، نو باید د جنازې لمونځ پرې وشي. که خبره ددې وي چې شهید بښل شوی او دعا ته اړتیا نه لري، نو بیا خو باید په انبیاء علیهم الصلاة والسلام په طریقه اولی د جنازې لمونځونه نه وی شوي؛ ځکه چې هغوی ټول معصوم دي، او حال دا چې د انبیاء علیهم الصلاة والسلام درجه له شهیدانو بلکې له ټولو انسانانو څخه لوړه ده. نو چې په انبیاء علیهم الصلاة والسلام د جنازې لمونځ کېږي، په شهید خو باید په طریقه اولی وشي.

د یادونې ده چې په دې اړه دوه ډوله روایات راغلي، ځینې روایات وايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احد په شهیدانو د جنازې لمونځ کړی، او په ځینو روایاړتو کې راځي چې د احد په شهیدانو یې د جنازې لمونځ نه دی کړی، زمونږ مذهب په هغه روایت استدلال کوي چې وايي د جنازې لمونځ یې پرې کړی، او نور مذاهب په هغه روایت استدلال کوي چې وايي د جنازې لمونځ نه دی پرې شوی. په هر صورت دا یوه ژوره علمي موضوع ده، چې دلته یې څېړل خبره اوږدوي، اوس دلته یوازې همدومره بسنه کوي چې په دې اړه دفقهای کرامو دوه نظرونه دي، زمونږ مذهب وايي په شهید باید د جنازې لمونځ وشي.

شهید ته ولې شهید ویل کېږي؟

شهید ته ځکه شهید ویل کېږي، چې ملایکې د نوموړي د روح وړلو لپاره حاضرېږي، یا دا چې الله جل جلاله او ملایکې دده په جنتي توب ګواهان دي، او یا دا چې د رحمت ملایکې د مرګ په وخت کې ورته حاضرېږي، یا دا چې ده د الله په لاره کې د حق ګواهي ورکړه تر دې چې ووژل شو، او یا دا چې هغه کرامت ته حاضرېږي چې الله جل جلاله د وژلو له کبله ورته تیار کړی، یا له دې وجې شهید ورته ویل کېږي چې د قیامت په ورځ به له انبیاء علی نبینا و علیهم الصلاة والسلا م سره یو ځای په تېرو امتونو ګواهي ترې غوښتل کېږي او دی به ګواهي پرې وايي.[1]

امام زبیدي په خپل کتاب ( تاج العروس ) کې چې د عربي ژبې د لغاتو مشهور، لوی او معتبر کتاب دی، شهید ته د شهید ویلو یوولس لاملونه ذکر کړي، چې یو څو یې په لاندې ډول دي:

۱ – شهید ته ځکه شهید ویل کېږي چې ملایکې یې غسل ته حاضرېږي، او دا د هغه چا په نزد چې وايي شهید ته باید غسل ور کړل شي.

۲ – یا له دې کبله چې ملائکې یې د روح د وړلو لپاره حاضرېږي.

۳ – یا له دې امله شهید ورته ویل کېږي چې الله جل جلاله اوملایکې دده لپاره په جنت ګواهان دي. په دې صورتونو کې شهید د مشهود په معنی راځي.

۴ – یا له دې امله شهید ورته ویل کېږي چې له انبیاء علیهم الصلاة والسلام سره به د قیامت په ورځ یو ځای په هغو مخکنیو امتونو ګواهي وايي چې خپل پیغمبران یې درواغزن ګڼلي. چې په دې ځای کې بیا دشاهد په معنی راځي.

۵ – یا له دې امله شهید ورته ویل کېږي چې دی ژوندی دی، د الله په نزد حاضر او موجود دی.

۶ – یا له دې امله شهید ورته ویل کېږي چې په غزاګانو کې حاضر او موجود وي.

۷ – یا له دې امله چې ظاهرا د ده په ایماندارۍ او ښه خاتمه ګواهي ویل کېږي.

۸ – یا له دې کبله چې د ده وینې په ده باندې ګواهي وايي چې د حق په لاره کې وژل شوی. [2] [1] – لسان العرب, المؤلف : محمد بن مكرم بن منظور الأفريقي المصري, الناشر : دار صادر – بيروت, الطبعة الأولى, عدد الأجزاء : 15, باب ( د ) ، فصل ( ش ). شهد. . الموسوعة الفقهية الكويتية. ج 27, ص: 276.

[2] – تاج العروس من جواهر القاموس. باب ( د ). فصل ( ش ). لـ محمّد بن محمّد بن عبد الرزّاق الحسيني، أبو الفيض، الملقّب بمرتضى الزَّبيدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د