سلف او روژه (30/3)

لیکوال: حامد افغان

د روژې په اړه د سلفو وصیتونه

مشهور صحابي جابر بن عبد الله رضي الله عنه وایي: کله چې روژه نیسې نو غوږونه، سترګي او ژبه دي هم باید له دروغو او ګناه روژه ونیسي، او د خادم او مزدور له زورولو لاس واخله، او کله چې دي روژه وي نو دروند او په عزت اوسه، د اختر یا نه روژې ورځ او د روژې ورځ یو شان مه لره.

عن جابر بن عبد الله ـ رضي الله عنهما قال: إذا صمت فليصم سمعك وبصرك ولسانك عن الكذب والمآثم ، ودع أذى الخادم ، وليكن عليك وقار وسكينة يوم صيامك ، ولا تجعل يوم فطرك ، ويوم صيامك سواء .أخرجه ابن أبي شيبة في المصنف (2/ 422 ح 8852) ، والحاكم في معرفة علوم الحديث ( 1 / 19 ) ومن طريقه البيهقي في شعب الإيمان (3/316 ح3646 ) .

جابر بن عبد الله الانصاري

جابر بن عبد الله الانصاري رضي الله عنه مشهور انصاري صحابي دی، دی ماشوم و چې له پلار سره په دویمه عقبه کې حاضر شوی و، او د دويني عقبې ترټولو کشر ګډونوال و، او د بدر او احد په غزاګانو کې د شرکت خبره یې شکمنه ده، دی له هغو صحابه و نه دی چې ډېر حدیث یې روایت کړي دي . اسد الغابه في معرفة الصحابه لابن الاثیر .

دی پخپل وخت کې د مدیني مفتي و، او پلار یې عبد الله رضي الله عنه د بدر له نقیبانو نه و، جابر بن عبد الله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په اولسو غزاو کې برخه اخیستې وه، دا خبره ده پخپله کړې ده دی وایي: له رسول الله سره مې په اولسو غزلو کې برخه اخیستې ده احد او بدر ته حاضر نه شوم، پلار مې منعه کړم په احد کې چې هغه ووژل شو له هغه وروسته بیا په یوه غزا کې هم نه یم پاته شوی. غزوت مع رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم سبع عشرة غزوة، لم أشهد بدراً ولا أحداً، منعني أبي، فلما قتل يوم أحد، لم أتخلف عن رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم في غزوة قط. أبو الفرج بن الجوزي كتاب: المنتظم في تاريخ الملوك والأمم.

دی د عمر په وروستیو کې په سترګو نابینا شوی و، ده به بريتونه لنډول، په ژېړ رنګ به یې ږیره رنګوله، د 94کلونو په عمر په کال 78هـ کې کې وفات شوی، جابر رضي الله عنه وایي: د اوښ د سودا په شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم پنځه ويشت ځله د مغفرت دعا راته وکړه، قال جابر: استغفر لي رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم ليلة البعير خمسًا وعشرِين مرة.اسد الغابه.

د جابر وصیت

د روژې په اړه د جابر رضي الله عنه دا وصیت ډېر ګټور او مهم وصیت دی، متاسفانه په روژه کې زیات خلک له خوراک او څښاک نه د خولې تړلو ته زیات اهمیت ورکوي، او په کار دا ده چې له ټولو ګناهونو باید پرهيز وکړل شي، لکه جابر رضي الله عنه وایي: کله چې روژه نیسې نو غوږونه، سترګي او ژبه دي هم باید له دروغو او ګناه روژه ونیسي، دا راز د کارګر د حقوقو موضوع ته هم توجه شوې ده، لکه دی وایي: او د خادم او مزدور له زورولو لاس واخله،

او د جابر رضي الله عنه دا خبره ډېره د دقت وړ ده چې وایي: او کله چې دي روژه وي نو دروند او په عزت اوسه، د اختر یا نه روژې ورځ او د روژې ورځ یو شان مه لره، وليكن عليك وقار وسكينة يوم صيامك ، ولا تجعل يوم فطرك ، ويوم صيامك سواء. مطلب دا دی چې د روژې د احترام په پار باید روژتي دروند او په عزت کې اوسي، روژتي باید وقار او درنښت خپل کړي، او د وقار مطلب دا دی چې باید له بېځایه او بې معنا خبرو هم ځان وژغوري، او په ذکر او عبادت بوختیا ولري چې انسان ته وقار او درنښت وربښي.