افغانستان

فاروق وردګ د سیګار راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ښوونې او روزنې پخواني وزیر، فاروق وردګ د سیګار یا د امریکا د ځانګړې څارونکې ډلې هغه راپور رد کړ چې ګنې د ده د وزارت پر مهال په دغه وزارت کې په ځینو سیمو کې د ښوونکو د معاشونو په نوم پیسې غلا شوي دي.

ښاغلي وردګ په خپل پیر کې تل رسنیو ته ټینګار کړی چې اته میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي.

د ګډ حکومت له راتګ راهیسې چې د واک په وېش کې د پوهنې وزارت د اجراییه رييس د ټیم په برخه رسېدلی، وخت نا وخت پخوانی وزیر د نوي وزیر، اسدالله حنیف له خوا په فساد تورنېږي. ویل کېږي حنیف د بلخ والي، عطا محمد نور له خوا دغه وزارت ته معرفي شوی دی.

ښاغلی وردګ امریکايان پړه ګڼي. دی وايي، زیاته برخه مرستې امریکایانو په خپل لاس لګولي، هغه مهال وزارت یا افغان حکومت د پیسو لګولو لږ واک درلود.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څېړونکی جان اف سوپکو په دغه رپوټ کې داسې څرګندوي: «د پوهنې وزیر رپوټ راکړی چې د افغانستان په نا امنو سیمو کې هېڅ ښوونځی خلاص نه دی، خو پخوانیو چارواکو په شمېرو کې لاسوهنه کړې ده او پیسې یې اختلاس کړي دي. دغه ادعاوې ښيي چې متحده ایالات کېدای شي د هغو ښوونځیو لپاره چې شتون یې نه دی لرلی، پیسې ورکړي وي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام

د اشغالګرانو له خوا ورته تورونه او د لاسپوڅو له خوا ورته سپیناوي ددې لپاره دي چې په افغاني ټولنه کې په فساد ککړ اشخاص د اشغالګرانو له خوا سپین کړل شي.

افغاني لاسپوڅي باید په یاد وساتي چې له دوی سره حساب کوونکی جهت/جهات کله هم د دوی باداران نه بلکه خپله افغانان دي چې په دا ډول ظاهري تورونو او متقابل سپیناویو به کله هم ونه غولیژي.

د لاسپوڅو په منځ کې که چا د نورو په پرتله نسبتا ډېر خدمت کړی یي نو په هماغه تناسب یې ډیره غلا هم کړې ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x