افغانستان

د پارلمان موده تمدید شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د ولسمشر دفتر وايي چې د پارلمان موده یې د پارلماني ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې تمدید کړې.

دا لا معلومه نه ده چې پارلماني ټاکنې به څومره موده کې ترسره شي. خو تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان کابو تر نیم کال زیات وخت نیولی و.

د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې ۵ کلنه کاري موده د چنګاښ پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي، خو د ګډ حکومت دننه شدیدو اختلافاتو او نا امنیو له کبله د را روانې ۵ کلنې مودې لپاره پارلماني ټاکنې تر دې مهاله ترسره نشوې.

اساسي قانون له مخې پارلماني ټاکنې باید د چنګاښ د لومړۍ ورځې څخه وړاندې ترسره شي.

د ولسمشر ماڼۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د تخنیکي، مالي او په ټاکنیز سستم کې د لازمو اصلاحاتو له کبله پارلماني ټاکنو کې ځنډ و خنډ رامنځته شوی.

د پارلمان پنځه کلنه موده نوره تمدیدول د اساسي قانون نقض ګڼل کیږي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې اساسي قانون په کې تر عملي کېدو زیات تر پښو لاندې کیږي.

د پارلمان موده غځول په دې وروستیو کې د حقوقپوهانو تر منځ د بحث سرټکی و.

حقوقپوهانو د پارلمان موده غځول د اساسي قانون ماتول ګڼل او له ګډ حکومته یې غوښتل چې اساسي قانون په هېڅ صورت نقض نه کړي.

دوی د ګډ حکومت د ناکامۍ یو لامل اساسي قانون ته نه اهمیت ورکول ګڼي. د ګډ حکومت تر جوړیدو وروسته په افغانستان کې د اساسي قانون ماتول په رسم و فرهنګ باندې مبدل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x