د مایکروسافټ سرفېس پرو ۳ (Surface Pro 3) د نړۍ تر ټولو چټک ټبلېټ وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د مایکروسافټ کمپنۍ خپل وروستی ټبلېټ وړاندې کولو سره نړۍ ته ثابته کړه چې دغه کمپنۍ د ټبلېټ په برخه کې هم د تکامل حد ته رسیدلی. د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د مایکروسافټ کمپنۍ دغه ټبلېټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی او چټک ټبلېټ دی.

په دې وروستیو کې د ویچ (Which) په نامه یوې پاڼې د خپلو څیړنو په نتیجه کې معلومه کړې چې د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا جوړ شوی ټبلېټ سرفېس پرو ۳ (Surface Pro 3) د نړۍ تر ټولو چټک ټبلېټ دی.

د اپل کمپنۍ ایپډ اییر ۲ (iPad Air 2) چې د دغې کمپنۍ اې ۸ (A8) ټکنالوژي په کې کارول شوی هم د ټبلېټ په برخه کې یو له هغو تولیداتو څخه دی چې غوره سرعت لري او زیات شمیر کاروونکي او د ټکنالوژي برخې کارپوهانو مثبت نظرونه جذب کړي.

د اپل کمپنۍ ایپډ اییر ۲ چې یو له چټکو ټبلېټونو څخه ګڼل کیږي د مایکروسافټ سرفېس پرو سره په دغه برخه کې رقابت نه شي کولی. دغې سروې او څیړنې کې د مایکروسافټ کمپنۍ سرفېس پرو ۳ له ۵۰۶۹ نمرې ګټلو سره لومړی مقام خپل کړی په داسې حال کې چې د اپل کمپنۍ ایپډ اییر ۲ له ۴۰۴۶ نمرو سره دوهم مقام لري.

د ټکنالوژي برخې کارپوهان او د ټبلېټ کاروونکو په وینا د مایکروسافټ سرفېس پرو له اپل ایپډ اییر ۲ څخه ۲۰ سلنه چټکه ده. مایکروسافټ کمپنۍ خپل دغه ټبلېټ کې د اینټل (Intel) کور ای ۵ (Core i5) وړتیا لروونکی پروسېسر ځای پر ځای کړی کوم چې په ډسکټاپ سیسټمونو کې کارول کیږي.

سربیره پر دې چې سرفېس پرو ۳ کیو ایچ ډي (QHD) وړتیا لروونکی ۱۲ انچه ډسپلې لري خو بیا هم ۹ ساعته چارج ساتي چې د چارج ساتلو وړتیا يي د ایپډ اییر ۲ دوه چنده ده.

سرفېس پرو ۳ یوازې ۹ ملي متره پنډوالی لري چې تیرو دوو کلونو کې په دې اندازه پنډوالی او ۹ ساعته چارج ساتوونکی بیټرۍ په نړیوالو بازارونو کې شتون نه درلود. خو د مایکروسافټ سرفېس پرو ۳ بیه د اپل له ایپډ اییر ۲ څخه ډیره زیاته ده.

له سرفېس پرو ۳ او ایپډ اییر۲ څخه وروسته په دغه درجه بندۍ کې د ګوګل کمپنۍ دوه ټبلېټونه توانیدلي درییم او څلورم مقام خپل کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د