هاییر (Haier) کمپنۍ سمارټ یخچالونه جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۴ل): یخچال د ورځنی ژوند یوه اړینه برخه ګرځیدلې چې مختلفې کمپنۍ هم په دغه برخه کې فعالیت کوي. مختلفې کمپنۍ غواړي په دغه برخه کې کاروونکو ته نوي او مختلف تولیدات وړاندې کړي تر څو وکولی شي یوه اندازه کاروونکي جذب کړي.

هاییر (Haier) په نړۍ کې د یخچال او کورني اوزارو جوړولو په برخه یو له پیژندل شوو کمپنیو څخه دی او اوس دغه کمپنۍ غواړي د انډرایډ اپریټنګ سیسټم په مرسته کاریدوونکی یخچال جوړ کړي.

د نړۍ مختلفو کمپنیو په دې هڅه کې ول چې سمارټ یخچال جوړ کړي خو داسې ښکاري چې هاییر کمپنۍ به له نورو وړاندې وتوانیږي سمارټ یخچال جوړولو سره د سامسنګ له کمپنۍ سره رقابت پیل کړي.

د سامسنګ سمارټ یخچالونه ډیر محدود اپلیکیشنونه لري او د یوه ډیره ساده اپریټنګ سیسټم په وسیله کارول کیږي خو هاییر کمپنۍ غواړي خپل سمارټ یخچال کې انډرایډ اپریټنګ سیسټم چې یوه پوره اپریټنګ سیسټم ګڼل کیږي وکاروي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې هاییر به خپل سمارټ یخچال کې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم کومه نسخه کاروي خو د ټکنالوژي کارپوهانو په وینا ګوګل کمپنۍ به ډیر ژر خپل د اپریټنګ سیسټم یوه نوې بڼه هم وړاندې کړي کوم چې ډیر پیاوړي اوزارو ته اړتیا نه لري او په کم وړتیا لروونکي اوزارو کې به هم د استفادې وړ وي.

د هاییر دغه یخچالونه ۳۲ انچه ۱۰۸۰ پکسله وړتیا لروونکی ډسپلې به لري. دغه یخچالونه دننه برخه کې یوه کامره هم لري چې کاروونکي له یخچال خلاصولو پرته معلومولی شي چې د یخچال په دننه کې کوم کوم خواړه شتون لري.

د دغې یخچال ټولو ځانګړتیاو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د ټکنالوژي برخې کارپوهان او ځینې افشا شوي راپورونو پر بنسټ دغه یخچالونه به د وای فای (WiFi) اپشن هم ولري.

د دغو یخچالونو کاروونکي کولی شي چې د کمپنۍ لخوا ښکته شوي اپلیکیشنونو پرته خپل د خوښې اپلیکیشنونه هم ښکته کړي. د دغو یخچالونو فایل ثبتوونې وړتیا په اړه هم هیڅ ډول معلومات شتون نه لري.

کاروونکي کولی شي په دغو یخچالونو کې واټس اپ (WhatsApp)، فیسبوک (Facebook)، وایبر (Viber) او د خپلې خوښې نور اپلیکیشنونه ښکته کړي او له مختلفو لوبو خوند واخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د