د اسلامي نړۍ علماوو د سعودي له باچا مصر کې د اعدامونو د مخنيوي غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د اسلامي نړۍ علماوو د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز څخه غوښتنه کړې، چې مصر کې د کودتاچي رژيم له لوري د اخوان المسلمين د لسګونو بې ګناه مشرانو د اعدام پرېکړې د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او مخکې له دې سيسي دغه علمي او سياسي سټې اعدام کړي، ملک سلمان بايد له خپل نفوذ او اغېز څخه په کار اخيستو د دغه ظلمونو مخنيوی وکړي.

د اسلامي نړۍ ۱۶۰ مخورو علماوو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې د اسلامي نړۍ مشران او په ځانګړې توګه ملک سلمان بن عبدالعزيز بايد د خپل ديني او بشري مسؤوليت له مخې د مظلومو مسلمانانو مرسته وکړي او د ظالم لاس ونيسي او د قرانکريم امر هم يو مسلمان ته همدا دی.

اعلاميه زياتوي، چې د ناروا پوځي کودتا په ترڅ کې، چې هره پرېکړه او عمل ترسره کيږي، ټول ناقانونه او ناروا دي، هېڅ ارزښت نه لري او د مصر قانوني ولسمشر اوس هم دکتور محمد مرسي دی.

د اسلامي نړۍ علماوو په خپله ګډه پرېکړه کې ويلي، چې د قانوني ولسمشر محمد مرسي او د هغه د ملګرو پر ضد اوسنۍ پرېکړې له ظلم او وحشته ډکې دي، دغه محکمې د پوځي کودتا زېږنده دي، هېڅ قانوني او شرعي حيثيت نه لري.

اعلاميه زياتوي، چې د اخوان المسلمين مشران د حماس په جاسوسۍ او د پوليسو په وژنه تورن شوي، دا تورونه هېڅ حقيقت نه لري او هغه څوک بايد اعدام شي، چې پر يو قانوني حکومت يې کودتا کړې ده.

دغه علماء وايي، کودتاچي محکمې چې د مصر دولتي مفتي ته د مرسي او نورو مشرانو د اعدام وروستۍ پرېکړه ورلېږلې، هېڅ شرعي حيثيت نه لري، بلکې دا يوازې او يوازې د پرديو او کورنيو دښمنانو يوه استخباراتي هڅه ده.

«مصر کې د علمي او سياسي کادرونو اعدام او ځورول، نه يوازې د مصر کورنۍ ستونزه ده، بلکې دا د اسلامي نړۍ په لر و بر ډېرې ناوړه اغېزې لري.»

د اسلامي نړۍ علماوو له مصري ولسي غوښتنه کړې، چې د عدالت او ازادۍ دښمنانو پر ضد خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او پرېنږدي، چې کودتاچي رژيم خپله ظالمه واکمني په اسانه پر مخ بوځي.

دعو علماوو څه موده وړاندې هم په يوه فتوا کې ويلي وه، چې د منتخب حکومت پر ضد پوځي کودتا له شرعي پلوه ناروا ده او د دغې پوځي کودتا منل او هر ډول مرسته يې هم له شرعي پلوه ناروا او حرامه بللې وه.

تېره سه شنبه د قاهرې جنايي محکمې د محمد مرسي او دکتور بديع په ګډون د اخوان المسلمين شپاړس مشران د حماس د جاسوۍ په تور په اعدام او ۱۷ نور يې په ابدي بند محکوم کړل.

د قاهرې جنايي محکمې د شيخ يوسف الرقرضاوي، محمد مرسي او دکتور بديع په ګډون ۹۴ کسان د زندان ماتولو په يوه بله قضيه کې هم په اعدام محکوم کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې مصر کې د ولسي پاڅونونو په ترڅ کې د پخواني ديکتاتور حسني مبارک له نسکورېدو وروسته، چې اخوان المسلمین ولسمشرۍ ته خپل نوماند ټاکه، نو د کويتي عالم او اسلامي مفکر دکتور عبدالله النفيسي په ګډون د اسلامي نړۍ ګڼو پوهانو له اخوان المسلمين څخه وغوښتل، چې ولسمشرۍ ته خپل نوماند ونه ټاکي، ځکه چې مصر کې تر څو د پردي پالو جنرالانو ځواک نه وي اوبه شوی، ولسواکي معنا نه لري او بالاخره، چې اخوان خپل نوماند وټاکه، ټاکنې يې په بشپړ اکثريت وګټلې، مګر د اسراييلو، امريکا او د سعودي پخواني پاچا عبدالله په مشوره او دسيسه د پوځ سرلښکر په خپل قانوني منتخب ولسمشر پوځي کودتا وکړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند د اسلامی نړی د علماوو پریکړه سمه ، له پاکو وجدانو او ښه نیت څخه کړی ، مګر داچه د لیکنی په اخره کی یاده شوی هم دی ، السیسی د امریکا ، اسراییلو او سعودی په څو بیلونه ډآلرو کودتا وکړه ، له کودتا وروسته ورته دستور ورکړی شوی چه مصر کی ټول فعال مسمانان ، په ځانګړی هغوی چه د اسراییلو خلاف او د فلسطینانو سره د مسلمانی ورورولی او لاس اړونی مینه لری او په مجموع کی د د موکراسی او سکولریزم سره دشمنی لری هغوی باید په شهادت ورسیږی ، د السیسی مور… نور لوستل »