افغانستان

پاکستان له روژې وروسته د ناقانونه افغانانو نوم لیکنه پيلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): پاکستان د هغو مهاجرینو چې په دغه هېواد کې له کوم قانوني سند پرته ژوند کوي، د نوم ثبتونې بهير د جولايي په ۲۵مه پیلوي.

ډان نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي چې په دغه بهیر به نېږدې ۵۰۰ میلیونه کلدارې خرڅ راځي او دغه خرڅ د کډوالو چارو وزارت او د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت له خوا د پاکستان د پېژندپاڼو او هویت دفتر (نادرا) په مرسته د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ تر پایه بشپړ شي.

د افغان مهاجرینو د کمشنرۍ سرپرست وقار معرف ډان نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې شاوخوا یو میلیون افغان مهاجرین به په دغه لړۍ کې ثبت شي.

هغه زیاته کړې چې دغه کار د پاکستان د پېژندپاڼو او هویت دفتر (نادرا) په مرسته په شپږو میاشتو کې بشپړ کړي.

وقار زیاته کړې چې په ټاکل شوې نېټه کې به یو میلیون افغان مهاجرین ثبت کړي خو که دغه شمېر پورته شو بیا ښايي دغه پروسه پراخه کړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې په پاکستان کې اوسمهال ۱ میلیون او ۶ لکه راجستر مهاجرین اوسیږي چې د دوی قانوني حیثیت به د دسمبر په وروستۍ ورځ ختم شي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په پاکستان کې اوسمهال شاوخوا یو میلیون هغه مهاجرین اوسیږي چې په دغه هېواد کې لا ثبت شوي نه دي .

د افغان مهاجرینو د راجسترولو پروسه په ۲۰۰۶ز کال کې په لومړي ځل پیل شوه.

وقار معروف له قوله نوي راجستر مهاجرینو هرې یوې کورنۍ ته به یو کارت ورکول کیږي چې په کې ټول تفصیلات لیکل شوي وي.

هغه زیاته کړې چې دغه کارت به د ثبت نام څخه ۴۰ ورځې وروسته کورنیو ته ورکول کیږي.

د معروف له قوله مهاجرين به د کارت ترلاسه کولو وړاندې لومړی د کمشنرۍ سره ځانونه ثبتوي او ددغه ثبت نام وروسته به دوی ته په پاکستان کې د اوسیدو لپاره قانوني جواز ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x