د سږ کال شپږ میاشتې تر تېر کال خونړۍ وې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د حکومت پوځي مسوولین وايي چې د تېر کال په نسبت يې د دې میلادي کال شپږ میاشتې خورا خونړۍ وې.

د دوی په قول د تېر کال په پرتله په سږنیو شپږ میاشتو کې يوازې د اردو په عسکرو کې ۷۵ سلنه مرګ ـ ژوبله زیاته شوې ده.

د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان ازادي راډيو ته منلې ده چې د تېر کال په نسبت يې سږ کال ډېره مرګ ـ ژوبله لرلې ده.

د هغه په خبره په ټول افغانستان کې د دوی د عسکرو لپاره د مرګ ـ ژوبلې کچه زیاته وه، هغه وايي: «دښمن په شمال، جنوب، شرق او غرب کې زیاتې حملې وکړې او متاسفانه د تېر کال په نسبت مو سږ کال ډېره مرګژوبله درلوده.»

د دفاع وزارت یواځې د ملي اردو په اړه پورته سلنه، چې ښايي د پولیسو او اربکيانو د مرګ ـ ژوبلې کچه تر دې څو برابره لوړه شوې وي.

د روان ميلادي کال په نږدې شپږ میاشتو کې طالبانو په بدخشان، کندوز، روزګان او بادغیس کې د اردو په عسکرو کې خونړۍ مرګ ـ ژوبله پېښه کړې ده، که څه هم د جنرال افضل امان په وينا د دوی عسکر د هېواد په شرق، غرب، شمال او جنوب کې خوندي نه و، خو د طالبانو له لوري په سږنیو بریدونو کې د ملي اردو لپاره خونړي ځایونه شمالي سیمې په ګوته شوې دي.

د دفاع وزارت مسوولین وايي چې د اردو لپاره د مرګ ـ ژوبلې د سلنې په لوړوالي کې د طالبانو کمینونه پنځه نوي سلنه تاثیر لري چې پاتې پنځه سلنه اغېز يې په مخامخ جګړو کې ياد کړی دی.

په داسې حال کې چې دولتي پوځي سرچينې په بدخشان، روزګان او پنجشير کې د ګڼو پوځي پوستو له لاسه وتل، د طالبانو له لوري د اردو د عسکرو نیول او د ځينو يې وژنه هم تاييدوي.

ازادي راډيو وايي چې دوی ته له بدخشانه د اردو یو عسکر منلې چې تر اوسه یواځې د کمناډويي عسکرو ۳۲ تنه لادرکه دي، چې ښايي د نورو د نیولو، وژلو او لادرکۍ اندازه تر دې هم لوړه وي.

ياده دې وي دفاع وزارت د مرګ ـ ژوبلې دغه سلنه یوازې د هغو راپورونو پر اساس منلې ده، چې د دوی له لوري له تاييدېدو وروسته رسنیز شوي دي، خو د طالبانو یا هم ازادو سرچینو د شمېر په اساس د دې سلنې د ډېر لوړوالي اندېښنه شته.

طالبانو د ۱۳۹۴ لمریز کال په دویمه میاشت کې د خپلو نویو پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، چې د پوځي شنونکو په باور له پخوانیو هغو سره يې ښکاره توپیر دا هم په ګوته کېدای شي، چې تر دفاعي ډېر تعرضي حالت ته وتلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د