خبرونهنړۍ

مکه مکرمه : د قرآن کريم تحريف شويو نسخو ۶ ويشونکي نيول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل) : د سعودي هيواد د مکې مکرمې د ښار پوليسو هغه ۶ تنه نيولي دي چې هڅه يې کوله د قرآن کريم تحريف شوي نسخې په خلکو وويشي.

د معلوماتو په اساس ياد ۶ تنه د آسيايي هيوادونو اوسېدونکي دي، دوی خواوشا ۲۰۰ زره تحريف شوي نسخې د مکې مکرمې ښار ته په خلکو د وړيا ويشلو او پلورلو په موخه رسولې وې.

پوليس وايي دغه ۶ تنه يې په داسي حال کې نيولي چې د نسخو په ويش بوخت وو.

د پوليسو وياند عاطي بن عطيه القرشي رسينو ته وويل چې ياد کسان د زياتو څېړنو لپاره د جنايي تحقيقاتو ادارې ته سپارل شوي.

نوموړي زياته کړې چې دغو کسانو د تحريف شويو نسخو د ساتنې لپاره ډيپوګان کرايه کړي وو چې هغه هم نيول شوي، دی وايي تحريف شوې نسخې اړوندو ارګانونو ته سپال شوې دي.

څه موده وړاندي هم د تحریف شوي قرانکریم د نسخو د خپریدو خبرونه خپاره شوي وو، دغه نسخې د امریکا د اومیګا ۲۰۰۱ او واین پرسWinepress / omega2001 خپرندويه ټولنو د ( فرقان الحق ) یا ( د توحید مثلث ) تر نامه لاندې خپرې کړي دي.

د معلوماتو په اساس د امریکايي نشراتي ارګانونو لخوا خپاره شوي تحریف شوي قرانکریم ۷۷ سورته لري، پدې خپرو شوو تحریف شوي قرانکریم کې ډیری اسلامي عقاید مردود شمیرل شوي او خلکو ته غلط بیان شوي دي.

تر اوسه دا لا معلومه نده چې د مکې شريفې د پولیسو لخوا نیول شوي تحریف شوي قرانکریم نسخې د یادو شوو امریکايي نشراتي ارګانونو لخوا خپاره شوي قرانکریمونه دي او که دا نور دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x