شعـــــرونه

خاینانو ته ور تو کړئ!

اې پیغلو او ځوانانو ! خاینانو ته ورتوکړئ!
چې پست وي هم زړو او هم ځوانانو ته ورتوکړئ!
هرڅوک په خپله خوله کې خپلې لاړې یوه ګولۍ کړئ!
دموږ دتاج او تخت ټیکدارانو ته ورتوکړئ!
پرون ټول دسره روس او نن دپاپ په غیږ کې ناست دي
په خوب کې دډګر پهلوانانو ته ورتوکړئ!

دبوش،نه دبودا،تشه مسکا ددوی شفاشوه
سپک ـ سپاندشول ،بتپرستو جنرالانو ته ورتوکړئ!
دتاسو په غیاب کې یې یوه شومه پریکړه وکړه
دبن ددسیسې قهرمانانو ته ورتوکړئ!
دمځکې او اسمان واک یې ناتو ته ورډالۍ کړ
دغلو او قاتلانو رهبرانو ته ورتوکړئ!
هریوه یې دملت وینې په لپو لپو وچښې
هم پټو هم څرګندو دښمنانو ته ورتوکړئ!
رشوت او اختلاس ددوي دمور سپینې شودې شوې
سفیر،وکیل،والي  او وزیرانو ته ورتوکړئ!
په رنګ،لباس،نامه او تخلص یې مه تیروزئ!
په (…..)،څوکۍ او زرو مینانوته ورتوکړئ!
چې شین دالر،یورو،روبل او پونډ لکه رشقه خوري
دشرق او غرب ټیټسرومزدورانو ته ورتوکړئ!
جامې یې دافغان دي ،خو کړه ـ وړه يې دپره دیو
بدلو او رنګ شویوافغانانو ته ورتوکړئ!
دبل بنده ،بنده  داحترام او ویاړوړ نه دی
دخدای(ج) په ځای دبل چا بندګانو ته ورتوکړئ!
دخره په پریشنوناست مچان نن ټول دیموکراتان شول
که ښي دی او که چپ ،تولو مچانو ته ورتوکړئ!
ورستې اوکږې سټې دي ،تنور ورباندې سورکړئ!
دخپل دښمن لاسپوڅو اجیرانو ته ورتوکړئ!
صلیب،لور اوسوټک یې څنګ په څنګ  په سینه بندکړل
دمارکس ،بودا او پاپ پیروانانو ته ورتوکړئ!
په قُم،اسلام اباد،روم او مسکو کې راته جوړ شول
ډیر زر تش په نامه مسلمانانو ته ورتوکړئ!
نه شرم نه وفالري ،تاریخ ددې شاهد دی
فاحشو ایرانیانو او جټانو ته ورتوکړئ!
دیوه ترسر یې تور دبل یې سپین کوچه مار تاو دی
په ارګ او پارلمان کې مارګیرانو ته ورتوکړئ!
په بوټیو او خځلو کې چنجی مې مطلب نه دي
ناطقو په جامو کې ښامارانو ته ورتوکړئ!
دډیر زاړه ګیدړ،خوګ اوشغال سره کباب خوري
ډیر چاغ شول،په دریشیو کې تازیانو ته ورتوکړئ!
دګنګ په څیر پره دی وینه ټول عمر په مزه چښي
دنوي استعمار طرفدارانو ته ورتوکړئ!
بدبخت کپیټالست او کمونست دواړه رسوا شول
هم دوی  هم یې نیکخوا هم یې دوستانو ته ورتوکړئ!
یونو په حقیقت کې دعصري خوګانو شپول دی
ددې شپاله مشهورو معمارانو ته ورتوکړئ!
عرب یئ که عجم،توریئ که سپین په ټول جهان کې
دروس او دانګلیس همقطارانو ته ورتوکړئ!
په ډیر ستر سمندرکې پورته پورته ورته وَرځئ!
کاکه او مست دلفین شئ!نهنګانو ته ورتوکړئ!
تاجک ،ازبک،هندو او هزاره په (….)سواره کړئ!
ددوی سره یوځای وطنفروشانو ته ورتوکړئ!
پوک وایي ،چې وردګ یم،خو غیرت یې د(….)دی
دنن وردګ په ځای زوی د(….نو) ته ورتوکړکړئ!
بګرام،ټټ،پنجوایي او توره بوره کربلاشوه
دپیر اوربانی صاحب حامیانو ته ورتوکړئ!
دپاک شهید په خوله کې پست کاوبای میتیازې وکړې
ترمرګه بې له ځنډه کاوبایانو ته ورتوکړئ!
دخپل نامه عفت یې په بوین خیري ککړ کړ
خیرنو او بوینو انسانانو ته ورتوکړئ!
دخدای(ج) او درسول (ص) په لارښونه بسم الله کړئ!
هم ټګ هم یې بې شماره مریدانو ته ورتوکړئ!
ایمان چې څوک لرئ،یوه شیبه هم نورمه دریږئ
په کرکه ترکرزي تاو غدارانو ته ورتوکړئ!
دا ښکلې طریقه دیوه رښتیني مسلمان ده
په ډاګه مخامخ منافقانو ته ورتوکړئ!
په ظلم جوړ قصرونه او ماڼۍ به بیا ورانیږي
نیشه ورپکې ناستو صاحبانو ته ورتوکړئ!

سپېڅلئ شریعت یې  دخپل ځان په شان بدنام کړ
درندوڅارنوالانو او قاضیانو ته ورتوکړئ!
دخدای(ج) کلام ټول حق دی،هیڅ ناحق ورپکې نشته
منکر یې کلک کافر دی،کافرانو ته ورتوکړئ!
دښځې د(….) واک نه دقاضي نه دبل وینده دی
دواک غاصب سرکش دی،سرکشانو ته ورتوکړئ!
دناویې دعزت په خاطر مهر یوه بیمه ده
ددغې بیمې وږیو لوټمارانو ته ورتوکړئ!
هرنر چې دپالنګ په سر دزور نه کاراخلي
وحشي دي،شپه اوورځ وحشي نرانو ته ورتوکړئ!
پلورل او پیرودل  دیوه انسان خو ناروا دي
دخپل اولاد بې رحمه تاجرانو ته ورتوکړئ!
په مور ،خور،لور او نورو ضعیفانوچې تیری کړي
بابا،کاکا،ماما،پلار او ورورانو ته ورتوکړئ!
دټولو پرګنو نران او ښځې ستره خوله شئ!
دتاسو پت چې نه ساتي ،خانانو ته ورتوکړئ!
تقوا،ادب او علم ته دعقل  جوهرورکړئ!
اوس هم ناست په تیارو کې هوښیارانو ته ورتوکړئ!
عاقل،بالغ او ویښ ته په رښتیادخندا وړ ده
بوش وائي:(ټول ترهګردي،طالبانو ته ورتوکړئ!)
دسر څخه ترپښو پورې سکروټې  او لمبې شئ!
ټولعمربې زړه سویه دوزخیانو ته ورتوکړئ!
کاڼه،ړانده،ګونګي او شل هروخت ورنه تاودي
په کند او په دریشۍ کې مداریانو ته ورتوکړئ!
ښه ځیرشئ!هم دخدای(ج)اوهم دتاسو دښمنان دي
په کرړه دشیطان مهربانانو ته ورتوکړئ!
دکلي دملا ترشا په پاک زړه ودریږئ!
ډولي ملانما هنرمندانو ته ورتوکړئ!
بدانو ته دخیراو روغتیادوعا ونه کړئ!
تقدیرنه خفه کیږي،تل بدانو ته ورتوکړئ!
اړتیا او ګټوخلک یو دبل سره پتلیزکړل
پتلیز چې غوڅوي،تېرو رندانو ته ورتوکئ!
کافرچې فساد نه  کوي دژوند حق یې خوندي دی
خوندي انسان چې وژني،خونکارانو ته ورتوکړئ!
دخپل دښمن ماشوم هم لکه خپل په غیږ کې ټینګ کړئ!
څوک وایي ،چې معصومو ماشومانو ته ورتوکړئ!
هیڅکله په هیڅ ډول په هېچا ظلم ونه کړئ!
که خپل وي که پره دی وي،ظالمانو ته ورتوکړئ!
دلیزر دشعاع په څیر ناسور ټپونه ورک کړئ!
میکروب او نورو غټو ورانکارانو ته ورتو کړئ!
که نن نه وي ،سبا خاینان ټول بهر ته  تښتي
هم دوی  هم یې بې شرمه بادارانو ته ورتوکړئ!
دملک په اداره کې چې باندونو ته ځای ورکړي
سلطان،جمهور رئیس او امیرانو ته ورتو کړئ!
که ما خوشحالوئ،دفرض لمانځه  نه هم په مخکې
دفسق اودفسادښو ماهرانو ته ورتوکړئ!
امیرعبدالرحمن  په چټکۍ سره راویښ کـړئ!
په مخکې یې(….نواو…نو ته ورتوکړئ!
که حق اوعدالت دازادۍ  تاج او هار نه شي
هم ما هم مې استاذ هم مې یارانو ته   ورتو کړئ!

دهرشاعر شعرونه دانصاف په تله تول کړئ!
ډارنو او سرکوزیو شاعرانو ته ورتوکړئ!
دپیغلې او ځوان زړه کټ ـ مټ دما دزړه ځوان وروردی
کشران چې ځوروي،هغو مشرانو ته ورتوکړئ!
ددغې شعر خالي ځایونه ټول په خپله ډک کړئ!
ثواب لري ،ښاغلیو حقدارانو ته و رتو کړئ!
د(وړ) دغږ پژواک په کایناتو کې تنېږي
هر څوک چې دا غږ اروئ،بیدینانو ته ورتو کړئ!

محمد فاروق (وړ)
زولینګېن
جرمنی
۲۰.۰۳.۲۰۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x