سامسنګ دوه نوي سمارټ فونونه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۴ل): سامسنګ کمپنۍ خپل دوه نوي سمارټ فونونه چې چین کې نندارې ته وړاندې کړي به ډیر ژر نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

د راپورونو پر بنسټ د سامسنګ دغه نوي سمارټ فونونه خپل ځینې ځانګړتیاوو لکه ۱۳ میګاپکسله کامرې لرلو سره کولوی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي.

له دې وړاندې دغې کمپنۍ خپل تر ټولو پیاوړي دوه سمارټ فونونه ګیلیکسي ایس۶ (Galaxy S6) او ګیلیکسي ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي ول چې د کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شول.

د راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ خپل دوه نوي سمارټ فونونه د جې ۷ (J7) او جې ۷ (J5) په نومونو په رسمي ډول په چین کې معرفي کړ. په دغو سمارټ فونونو کې ګیلیکسي جې ۷(J7) له جې ۵ (J5) څخه ډیر پیاوړی دی او کولی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي.

په ګیلیکسي جې ۷ کې اته هستې لروونکي ۶۱۵ سنپ ډراګن (SnapDragon) ډوله پروسېسر ځای پر ځای شوی او ۱.۵ ګیګابایټ رېم هم لري چې په مرسته يي دغه سمارټ فون ځینې پیاوړي پروګرامونه هم چلولی شي.

په داسې حال کې چې ګیلیکسي جې ۵ ډیر پیاوړی ځانګړتیاوې نه لري. دغه سمارټ فون کې څلور هستې لروونکی ۴۱۰ سنپ ډراګن ډوله پروسېسر لري. د دغې سمارټ فون پرسېسر ۱.۲ ګیګاهرتز او رېم يي ۱.۵ ګیګابایټ دی.

ګیلیکسي جې ۷ له ۷۲۰ پکسله ریزولوشن لرلو سره ۵.۵ انچه ډسپلې او ۷.۹ ملي متره پنډوالی لري. په دغه سمارټ فون کې ۳۰۰۰ امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ ځای پر ځای شوی.

ګلیکسي جې ۵ بیا ۷۲۰ پکسله ریزولوشن لرلو سره ۵ انچه ډسپلې لري او پنډوالی يي ۸.۵ ملي متره ده. دغه سمارټ فون کې ۲۶۰۰ امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ ځای پر ځای شوی.

دغه سمارټ فونونه ځینې شریکې ځانګړتیاوې هم لري. دواړه سمارټ فونونه ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبولو وړتیا او ۱۳ میګاپکسله وړتیا لروونکې کامره لري.

د دغو سمارټ فونونو مخکینی کامره ۵ میګاپکسله ده او دوه سیمکارټونه قبلوي. دغه سمارټ فونونه به د اڼدرایډ ۵.۱ له اپریټنګ سیسټم سره د کارولو وړ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د