پوتین: د نړیوال جام کوربه توب څوک له مونږ نه شي اخیستی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا د یوې غونډې په ترڅ کې تاکید وکړ چې روسیه به د ۲۰۱۸ز کال د نړیوال جام کوربه توب په غاړه ولري.

انګلستان په دې وروستیو کې روسیه په غیر قانوني ډول او د رشوت په ورکولو سره د نړیوال جام کوربه توپ په ترلاسه کولو تورن کړی خو د انګلستان په ځواب کې پوتین وویل چې انګلستان نه دی توانیدلی د دغې نړیوال جام د لاسته راوړلو لپاره د روسيي په څیر رقابت وکړي نو له همدې امله روسیه په غیر قانوني کړنو تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال نړیوالې ادارې نوی ټاکل شوی مشر سېپ بلاټر له خپلې دندې د مالي فساد تورونو له امله استعفاء وکړه. د فیفا نړیوالې ادارې ځینې جګپوړي چارواکي هم د مالي فساد په تور د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ونیول شول.

د فیفا ادارې جګپوړو چارواکو اعلان کړی و چې که چیرې داسې شواهد ترلاسه شي چې روسیه او قطر د نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کولو لپاره د دغې ادارې مشرانو ته پیسې ورکړې وي نو د نړیوال جام کوربه توب به له دغو هیوادونو څخه واخیستل شي.

په داسې حال کې چې د فیفا نړیوالې ادارې په دې اړه په څیړنو بوخت دی انګلستان د روسيي په هیواد تور لګولی چې دغه هیواد په غیر قانوني ډول توانیدلی د ۲۰۱۸ز کال نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کړي.

د انګلستان او فوټبال نړیوالې ادارې ورستیو څرګندونو په اړه د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل:« که څوک په دې اړه شواهد لري نو نړیوالو ته دې يي وړاندې کړي. مونږ د یوې عادلانه رقابت په پایله د نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کړی. او په دې اړه هر بل نظر د منلو وړ نه دی.»

پوتین زیاته کړه:« مونږ غوښتل د دغې رقابت ګټوونکي شو او په قانوني ډول خپل هدف ته ورسیدو. انګلستان د نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کولو لپاره پوره هڅه ونکړه. مونږ عادلانه رقابت وکړ او فکر نه کوم چې د ترسره شوې رقابت پایله بدله شي.»

د روسيي ولسمشر همداراز وویل چې دغه هیواد د نړیوال جام لپاره کار پیل کړی او له دې وروسته د فوټبال نړیواله اداره د ځینې نورو هیوادونو غیر قانوني فشار لاندې نه شي کولی د ۲۰۱۸ز نړیوال جام کوربه توب له دغه هیواد څخه واخلي.