کابل په روژه کې: د روژې ماښام او یو غږ

دادمحمد ناوک

چې لمر ځان پټ کړي، د ښار ډېرې کوڅې تشې شي، ګڼه ګوڼه غلې شي او په ډېرو ساحو کې خو سړی د خپلو پښو غږ سم اوري، خلکو لا مازیګر د روژه ماتي لپاره تیاری نیولی وي، ماښام نه ښکاري، د جوماتونو دروازې له سوالګرو ډکې وي، ډېرې يې ښځې وي چې تر خیرنو چادریو يې لاسونه را ویستلي وي: برای خدا! بیادر بچهایم ګشنه است…

د ښار له عمومي لارو، یا هم ډېرو مشهورو ګڼه ګوڼو ځایونو پرته سړی د موټر غږ نه اوري، خو یو غږ په دې وخت کې لا هم اورېدل کېږي، سړی داسې انګېري لکه دغه غږ چې همدې روژه ماتي ته ساتل شوی وي، دا غږ معلوم دی چې هر څوک يې واوري سمدستې پوهېږي چې د ایسکریمو والا راغی.

تر مخ يې د ایسکریمو بکس روان کړی وي، دی به شلېدلې څپلکې، خیرن کالي، ستړې سا زنګېدلی پسې روان وي، ځينې يې روژه هم نیسي خو ځینې دومره واړه دي چې روژه هم لا پرې نه ده فرض؛ د ځان او کورنیو لپاره پیسې ګټي. دغه ماشومان یو هم د کابل نه دی، یا په کابل کې مسافر له لرې ولایتونو راغلي یا هم کابل ته له جګړو ځپلو سیمو را کډه شوي دي، چې کورنۍ يې د ده د ایسکریمو ګټې ته ورځ بېګا کوي.

له روژه ماتې وروسته، د ښار په کوڅو کې قدم د ځینو ځوانانو عادت وي، چا سګریټ په لاس کې نیولی وي، چا د څښلو لپاره د کوم شربت بوتل او څوک بیا د روژه ماتې د هضم په پلمه د باندې راوتي وي. دغه ماشومان په دې ځوانانو پسې هم سترګې غړوي چې ګوندې په دې شنه ماښام د چا لاس جېب ته تېر شي او د ده په ګټه دوه افغانۍ نورې هم اضافه شي.

یو مې را ودراوه، زړور و، د خپل عمر تر اندازې ډېر پر ځان باوري و، زما له غږه سره سم يې لاس د ستړې مه شې لپاره را اوږد کړ، وروسته يې څنګلې د ایسکریمو په کلک بکس کېښودې پورته راته متوجه شو، ومې ویل:

ـ د کوم ځای يې؟

ـ د پکتیکا.

لا ورته ځېر شوم:

ـ په پکتیکا کې د کوم ځای يې؟

ـ د سروضې، د مارزکو!

د مارزکو له نوم سره مې په غزني کې خپل مارزک استاد را یاد شو، زه به يې شعرونو ته ډېر هڅولم، د وکیل محمد جان په لېسه کې يې پښتو را ښوودله، څو کاله وړاندې چا وویشت، ماشوم ته حیران شوم، چې دی به په دې ایسکریمو دومره هم ګټي چې تر کوره يې ورسوي:

ـ نو دا ګټه درته کړي؟

ـ ښه دي، ګوزاره ده.

ـ دلته چېرته اوسې؟

ـ هلته مو اطاق دي، دوه وروڼه مې نور دي، هغوی هم راسره دي.

ـ هغوی تر تا لويان دي؟

ـ نه، تر ما واړه دي هغوی هم ایسکریم خرڅوي، اوس به راغلي وي.

دغه ماشوم وايي په هر کاغذي ایسکريم کې ده ته دوه افغانۍ پاتې کېږي، ورته حیران شوم، ما فکر کاوه چې دوی ته ورځنۍ پیسې ورکول کېږي د ایسکریم پلور به بېله خبره وي، ماویل که دا بېخې خرڅ نه شي نوبیا؟

ـ بیا هیڅ، یوه روپۍ هم نه وي، خو خرڅېږي خدای مهربان دی، لرې لرې ځایو ته پسې ځو.

ـ څومره به خرڅېږي؟

ـ د ورځې خو تر سلو دانو ډېر خرڅېږي.

ژر مې حساب ورته وکړ، په سلو کې ده ته دوه سوه افغانۍ جوړېږي، ده پسې اوږده کړه:

ـ لرې ـ لرې ځایو ته ځم اوس هاغسې، کارته سخي ته، دغسې تر دهمزنګه پورې لاړم…

څپلکو ته مې يې وکتل، شلېدلې وې، دی د ورځې په کیلومترو – کیلومترو لاره وهي، تر څو خپلو دوو افغانیو ته پرلپسې حساب وکړي او د ورځې ګټه ډېره کړي.

دا کابل دی؛ ځینې نور ماشومان د ده له څنګه په مستۍ او شوخۍ تېرېږي، په لاسونو کې يې دوه دوه ایسکریم نیولي وي، له ده يې نه وي اخیستي، له نږدې دوکانه یې اخیستي وي، د ده خوله اوبه ورته کړي، د ورځې اوږد سفر، سره ګرمې يې تنده لا زیاته کړې وي، خو خپلو ایسکریمو ته لاس نه ور وړي، دوه افغانۍ تاواني کېږي، زړه سره راټول کړي، بېرته پښېمانه شي:

ـ نه يې خورم، په چا به يې خرڅ کړم!

تبصرې (4)