اسلام لکم؛ دیني موضوعاتو لپاره ځانګړې پښتو وېبپاڼه

د وېبپاڼو او فيسبوک پاڼو درنو او قدرمنو چلونکو ورونو او خوېندو
سلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيله ده چي جوړ او روغ به ياست.

قدرمنو ستاسو څخه په ډېر درنښت هيله کوم چي زموږ د وېباڼې اسلام لکُم www.islamlacom.com له پاره په روژه مياشت کي پر خپله پاڼه اعلانونه چي و دغې پاڼي ته د بېک لينک سره مل وي، ځای پرځای کړئ او په دې توګه زموږ سره مرسته وکړئ چي زيات مسلمانان د دغې وېبپاڼي څخه کار واخلي. دغه يوه غېر تجارتي او غېر سياسي وېبپاڼه ده او مقصد يې صرف او صرف و څېړنکو، محصيلينو او عامو خلکو ته د اسلام د دين و منابعو لکه قرآن پاک او حديث ته لاره پيدا کول دي.

په دغه وېبپاڼه کي د قرآن پاک د پښتو ترجمې او تفسير تر څنګ په نورو ژبو هم د قرآن پاک ژباړي لوستل کېدلای او د بيلو قاري صاحبانو په ښکلو ږغونو کي د قرآن پاک تلاوت اورېدل کېدلای او ډاونلوډ کېدلای سي. د قرآن پاک او احاديثو په کتابونو کي څوک د سرچ ورډز په مرسته لټون هم کولای سي.

د قرآن پاک پاڼه
http://islamlacom.com/quran/index.php?site=chapter&no=1

د احاديثو کتابونه
http://islamlacom.com/hadith/

د سيرت نبي ص پښتو ليکچرونه
http://islamlacom.com/media/index.php…

پښتو ږغيز ليکچرونه
http://islamlacom.com/media/index.php

د قرآن پاک د حفظ له پاره ځانګړی وېب اېپ
http://islamlacom.com/memorizer/

په بيلو ژبو د قرآن پاک وړيا پي ډي ايف فايلونه
http://islamlacom.com/media/index.php?site=quran-pdf

تاسو درانه ورونه او خوېندي کولای سئ چي د سکرين شاټس په مرسته زموږ د وېبپاڼي انځورونه واخلی او په خپلو اعلانونو کي ورته ځای ورکړئ.

که تاسو درانه ورونه او خوېندي خپل وېبسائټ نه لری نو هيله ده چي پر خپل فيسبوک د دغې پاڼي اعلان پوسټ کړئ.
هيله ده چي په خپلو دعاګانو کي به خپل دغه ورور ياد وساتئ.

ورور مو
احمدولي اڅکزی، زولنګن آلمان
Ahmad Wali Achakzai
Mobil +49 162 7489953
www.qamosona.com

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د