افغانستان

ګډ حکومت څو سفارتونه تړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): ګډ حکومت په پام کې لري چې په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه وتړي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د شنبې په ورځ د خپل سل ورځني پلان د تشریح کولو پر مهال دغه څرګندونې وکړې.

ده وویل، چې د یوې لومړنۍ بیاکتنې په پایله کې دې نتیجې ته رسېدلی چې د کارونو د موثریت او د بهرني سیاست د تعقیب په موخه په ځینو بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر سیاسي نمایندګۍ وتړل شي.

رباني وویل چې د کار په لومړنیو سلو ورځو کې به په برازیل، جنوبي افریقا او هنګري کې د افغانستان سفارتونه وتړي.

د بهرنیو چارو وزیر له قوله تر دې وروسته په یونیسکو کې د افغانستان نماینده‌ګي به په فرانسه کې د افغانستان سفارت ته تبدیل شي او په پاریس کې د افغانستان سفير به د یونیسکو سفير هم وي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، په بلغاریا کې به د افغانستان سفارت د سیاسي نمایندګۍ کچې ته راټیټ شي او دا کار به یې په لومړنیو سلو ورځو کې ترسره شي.

هغه همدا راز وویل چې د هغو سفیرانو په برخه کې چې عمرونه يې تقاعد ته رسیدلي هم تصمیم نیولی چې پر ځای یې نوي کسان وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x