پښــــتو ادب

په کيسه کې کرکټر کښنه – اوومه برخه –

بصيرالحق عادل

کرکټر څنګه له ستونزو سره مخ کړو؟

کيسه ليکوال بايد د کرکټر د ستونزې لپاره او ددې لپاره چې د کيسې مرکزي لوبغاړی او يا هم بل کرکټر له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي او له مخې يې کيسه وغځوي نو اړينه ده چې د کيسې لپاره ښه موضوع وټاکي. د کرکټر ښه والی او بدوالی په موضوع پورې تړاو لري.

لوستونکو ته بايد داسې موضوع وړاندې شي چې د هغه په فکر کې د کرکټر په اړه ډول ډول پوښتنې راوګرځي.

مثلاً: کرکټر سره به څه کيږي؟ څنګه به له دې ستونزې ځان خلاصوي؟ آيا د کرکټر به د کيسې په وروستيو کې څنګه وي؟

ددې لپاره چې په ستونزه کې د کرکټر په ښکېلولو وپوهېږو يوه بېلګه به راړو:
ښاغلی عيسی نوی ليکوال دی، دی له پلازمېنې لرې اوسي. زړه يې ډېر په تنګ دی، ځکه چې د شپږو مياشتو راهيسې يې د کور څښتن ته کرايه نه ده ورکړې. د کور څښتن ګواښ ورته کړی چې ژر به کور پرېږدي.

لیکوال
لیکوال

په همدې بې پولۍ کې دی له يوې نجلۍ سره مينه کوي، هغه څه نا څه شتمنه ده، دی نيت لري چې ويې غواړي او واده ورسره وکړي نو څه به کوي؟

آيا له دې هم د خپلو ملګرو په څېر چې پخوا يې ترې پورونه اخيستي پور وغواړي؟

آيا يو مخ دا سيمه پرېږدي، پلازمېنې ته لاړ شي، کار روزګار، ملګرتيا هر څه ته شا کړي او هلته ن وی ژوند پيل کړي.( ()

پورته بېلګه کې مو وليدل عيسی کرکټر دی، ستونزه ورته پېښه شوې، له يوې خوا يې د کور کرايه پاتې ده پيسې نه لري، بل خوا پر يوه پېغله مئين شوی، د نجلۍ د غوښتلو لپاره هم عيسی پيسو ته اړتيا لري، چې لږ تر لږه نجلۍ ته خو دا وښيي چې پيسې لري.

دغه کار ته ستونزه ويل کيږي، ممکن د عيسی دغه يوه ستونزه نورې ګڼې ستونزې وزېږوي، عيسی شايد غلا وکړي، يا قتل وکړي، خو پيسې پيدا کړي، يوه لويه ستونزې نوې ډېرې ستونزې زېږوي او کيسه پرې غځيږي.

ډاکټر محب الله زغم راته د يوې مرکې په ترڅ کې د کرکټر په ستونزه کې د ښکېلولو په اړه لاندې څلور لارښوونې وکړې:

(۱): کرکټر به يا له طبيعت سره په ټکر کې اچوي. مثلاً: په يخ ژمي کې د اور د بلولو لپاره څه نه لري، بايد پسې وګرځي او پيدا يې کړي. يا ناببره پېښه رامنځته کيږي لکه، زلزله، توپان، سېلاب، جنګ او. . يا له داړونو ژوو سره مخ کيږي.

(۲): کرکټر له انسان سره په ټکر کې. مثلاً: يو ساده صادق او په کار پوه مامور دی، خو مدير يې په دې ورسره نه دی جوړ چې هغه رشوت خور دی او په کار هم چندانې نه پوهېږي نو ده هره ورځ يوه لويه ستونزه جوړوي.

(۳): کرکټر له ځان سره په ستونزه کې ښکېلول: مثلاً، دی بېوزلی او غريب دی خو د يو شتمن پر لور مئين دی. عقل ورته وايي چې هغه تاته نه ده جوړه، خو زړه يې وايي نه، هرو مرو به همدا کوې.

(۴): کرکټر د ټولنې او ټولنې له اقدارو سره په ټکر کې: مثلاً، کرکټر لېبرال دی، په دې باور دی چې: ((عيسی به دين خود، موسی به دين خود.)) دی په دې باور دی چې ټول انسانان د خدای ج مخلوق او بندګان دي، که کافر بد شی وي، خدای ج ولې پيدا کړی دی خو ټولنه يې سخته مذهبي ده.( ()

يوه بله بېلګه به راوړو:

يو نفر دی د شپې روان دی خپل ورسره دی. مخامخ وسله وال ويني، دی لاره ترې چپوي او د موټر څراغونه مړه کوي چې وسله وال يې ونه ويني. ناببره دده موټر يوې کندې ته لويږي.

پورته بېلګه کې په ډېره اسانه روښانه شوه چې کرکټر څنګه له ستونزې سره مخ شو، هغه له وسله والو په دې خاطر لار چپوي چې ګواکې غله دي او کومه پېښه رامنځته نه شي، خو هغه غله نه وي بلکې پوليس وي، د لار په چپولو نوموړی يوې کندې ته لويږي، له دغه ستونزې نورې ستونزې هم پيدا کيږي، نوموړی بيا له کندې څنګه ځان راباسي، روغ به پاتې وي که مړ به شي؟ نو دغه شان ډېرې لارې شته چې له مخې يې کرکټر له بېلابېلو ستونزو سره مخ کولی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x