هلمند: د اردو عسکرو د برېښنا د تارونو پر جوړونکو ډزې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په سنګين ولسوالي کې د ملي اردو عسکرو د برېښنا شرکت پر هغو موټر ډزې کړې چې په سیمه کې يې د برېښنا شلېدلي تارونه جوړول.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه تارونه د هلمند له کجکي څخه د هلمند مرکز لښکرګاه او کندهار ښار ته غځېدلي دي چې تېره ورځ د نامعلوم علت له امله پرې شوي او د برېشنا شرکت يې نن د سمولو په موخه سیمې ته راغلل خو د ملي اردو عسکرو يې موټرې وویشتې او دوی يې له جوړولو منعه کړل.

د دوی په خبره د اردو عسکرو خبرې نه کولي او نه يې هم د دې علت په ګوته کړی دی چې ولې د تارونو له جوړولو سره مخالف دي.

په کندهار کې د برېښنا تجارتي مرستیال امان الله فاروقي هم وايي چې د اردو عسکرو د دوی پر کارکوونکو ډزې کړې او د برېښنا د تارونو له جوړولو يې منعه کړي دي.

د فاروقي په وینا د اردو عسکر د سنګین ولسوالي په څاروان کلاسیمه کې د دوی پر کارکوونکو ډزې وکړي چې ځاني تلفات يې نه درلودلو، خو بایفور موټر او د لین جوړولو یو کراینګ يې تخریب شوي دي.

په هلمند کې مېشتو د اردو عسکرو لوړپوړو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوی دې کار توند غبرګونونه راپارولي دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه او کندهار هغه اوسېدونکي چې له همدې برقه برخمن و، په روژه کې د ګرمۍ له تېزي په تنګ دي او له چارواکو يې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د برېښنا جوړولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د