نظــر

کابل ته دګلبدین حکمتیار هیئت

په خبري رسنیو کې کابل ته دګلبدین دهیئت درسېدلو خبر یو په یو په داسې حال کې سر را ښکاره کړ چې څو ورځې مخکې یې دکابل له ادارې، اوددوی په ګومان له امریکا سره دخپلو خبرو اترو دلړۍ دځنډولو وویل، او لامل یې دا په ګوته کړ چې امریکا او دکابل ادارې تر اوسه پورې دسولې په اړه هېڅ راز عملي اودمنلو وړ کار نه دی کړی، ګلبدین خپلې خبرې وروسته له هغه وځنډولې کله چې طالبانو له امریکې سره په قطر کې دخپلو خبرو دځنډولو اعلان وکړ، خو قریب الرحمن سعید دا هم وویل چې په امریکا او اروپا کې به یې غیر رسمي تماسونه او هڅې روانې وي، دا چې ددوی موخه له غیر رسمي تماسونو او هڅونه څه وه؟ یوه مبهمه خبره وه.

دا هم معقوله نه ښکاري چې کابل ته ددوی دهیئت لېږل دهمدغو غیر رسمي تماسونو او هڅو یوه کړۍ وبلل شي، او دا پوښتنه پر خپل ځای پاتې کېږي چې ګلبدین ولې په څو ورځو کې بېرته له خپل مخکني دريځ نه په نا اعلان شوې توګه را وګرځېد؟ پرته له دې چې دخپل درېځ دبدلېدوپه اړه ولس ته خبر ورکړي، یو په یو يې هیئت په کابل کې را څرګند شو! کېدای شي هغه مخکنۍ اعلامیه چې دخبرو دځنډولو په اړه وه داحساساتو پر اساس خپره شوې وي، په اړه یې سمه، پوره او هر اړخېزه څېړنه او ارزونه نه وي شوې، یا دا چې قریب الرحمن سعید هغه اعلامیه په خپل سر پرته له دې چې له رهبر سره یې تماس نیولی وي، خپره کړې وي، مګر دا احتمال بېخي کمزوری ښکاري، ځکه چې هېڅ امکان نه لري چې دیو ګوند ویاند یا کوم استازی پرته له دې چې له خپلو مشرانو سره په تماس کې شي دخپل ګوند دسیاسي موقف په اړه له ځانه څه ووايي، اوبیا دګلبدین په ګوند کې خو دا امکان ډېر ناشونی ښکاري.

 او دا احتمال هم لیرې نه دی چې ګلبدین ته دخبرو دبېرته پیل کولو ویل شوي وي، او دا احتمال ځکه قوي ښکاريچې پرته له چې دی دخبرو دبېرته پیلېدو په اړه څه ووايي همداسې په ګونګه توګه یې هیئت یو په یو په کابل کې سر را ښکاره کړ.

ګلبدین حکمتیارمخکې هم یو هیئت کابل ته لېږلی و، چې په هغه کې غیرت بهیر دده زوم، قریب الرحمنسعید دکورنیو جګړو پر مهال په رسنیو کې دده فعال ویاند، او اوس یې په اروپا کې استازی،داود عابدي په امریکا کې دده استازی، انجینر امین کریم، او قطب الدین هلال چې ددهدسیاسي چارو پخوانی مشر و شامل وو، مګر دا ځل له هغو پخوانیو غړو نه یوازې زوم اودکورنیو جګړو پر مهال فعال ویاند په دغه هیئت کې غړیتوب لري، چې تر څنګ یې د حاجي عبدالمالک، حسن نیاز او محمد افسر عادل نومونه هم اخیستل کېږي.

قطب الدین هلال چې له پخوا نه په سیاسي چارو کې دګلبدین نېږدې او باوري کس بلل کېږي، دا ځل یې په هیئت کې نوم نه تر سترګو کېږي، ویل کېږي چې دقطب الدین هلال او ګلبدین ترمنځ اوبه یو څه خړې شوې دي، له همدې کبله دقطب الدین چوکۍ غیرت بهیر ته ورکړل شوې ده، دا چې له ګبلدین سره یې دومره باوري کس ولې مخالف شوی؟ ځينې وایي چې دګلبدین هغه پاروونکې لیکنې چې په دیني برخو کې یې کړې دي ددې سبب شوې دي چې دخپل ګوند ډېر مهم کسان له لاسه ورکړي، نه یوازې دا بلکې په عامه توګه دهمدغو لیکنو له کبله ډېر خلک له ګلبدین نه ښه خاطره نه لري، ویل کېږي چې نوموړي په خپلو لیکنو کې داسې څرګندونې کړې دي چې هغه داسلامي امت او داهل سنت والجماعت له اصولو سره نه یوازې چې سر نه خوري بلکې په ځینو مواردو کې یې له قرآن کریم نه وروسته دمسلمانانو دمعتمد کتاب بخاري په اړه نامناسبې څرګندونې کړې دي.

او څه وخت مخکې په دې اړه قطب الدین هلال یو مضمون هم لیکلی و چې خپله دشهادت ویب پاڼې او دځینو نوروویب پاڼو لخوا خپور شو، مضمون په غیر مستقیمه توګه ګلبدین ته مشوره ورکړې وه چې باید په دیني باریکو مسایلو کې له ګوتو وهلو نه ډه ډه وکړي، او دمسلمانانو دسلفو،څوارلس سوه کلن علمي تاریخ او علماوو په اړه له بې ځایه او نامناسبو څرګندونو نه ډه ډه وکړي.

معلومه نه ده چې قطب الدین وروسته له ګوښه کېدو دغه رنګه مشورو ته مخه کړې، او که همدغه مشورې دده دګوښه کېدو سبب ګرځېدلې دي.

په هر صورت اصلي خبره کابل ته دګلبدین دهیئت دتګ وه، ویل کېږي چې دا ځل به دغه تګ یو څه لاس ته راوړنې ولري، دا چې دا لاس ته راوړنې به څه وي؟ په دې اړه به وخت ته وخت ورکړو چې دپردې ترشا له پټو رازونو او پایلو نه مو یې خبر کړي.

په مجموع کې دغه ناڅاپي او بې مقدمې تګ دخلکو په ذهنونو کې ګڼې پوښتنې راولاړوي، داسې ښکاري چې دپېښو په اړه دګلبدین موقف تر ډېره پورې دتزلزل ښکار شوی، پر مستحکمو او ټينګو ستنو نه دی ولاړ، نن یو څه ویل او سبا بیا بل څه کول دهمدې ښکارندويي کوي.

که څه هم چې ګلبدین وخت پر وخت دشفافو او صفا خبرو اترو خبرې کوي، او دپردې تر شا خبرې ظاهرا ښې نه بولي، مګر په دې هکله یې څه وضاحت نه دی کړی، چې ولې یې له دوو هفتو خبروودرولو نه وروسته دسبب له اعلانولو پرته بېرته خبرې پیل کړې؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x