نادري ناولده

استرالیا کې د نړۍ تر ټولو ستر کتاب نندارې ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د نړۍ تر ټولو ستر کتاب د استرالیا په نیو ساوت ولیز کتابتون کې د لوستوونکو لپاره کیښودل شوی.
د اټلس ګینټ نومې دغه کتاب د استرالیا د ملي کتابتون نیوساوت ویلز د مطالعې په خونه کې د لوستوونکو لپاره ځای پر ځای شوی. دغه کتاب ۱.۸ متره اوږدالی او ۲.۷ متره پراخوالی لري.

د راپورونو پر بنسټ د دغې کتاب وزن ۱۵۰ کیلو ګرامه ښودل شوی او دغه کتاب یوازې د څلورو اونیو لپاره به دغه کتابتون کې د لوستوونکو لپاره کیښودل شي.

د دغې کتاب بنسټ ایښودوونکی ګورډن چییرز رسنیو ته وویل چې نوموړی ۲۵ کاله وړاندې غوښتل د نړۍ تر ټولو ستر کتاب جوړ کړي. د ګورډن چییر په وینا دغه کتاب په څلورو کلونو کې جوړ شوی.

ګورډن رسنیو ته وویل چې د سیارو اندازه کول کوم اسان کار نه دی خو دغه کتاب کې د سیارو اندازه کولو په اړه هم ډیر زیات معلومات وړاندې شوي.

د دغې کتاب په ۱۲۸ پاڼو کې سلو څخه د زیاتو نقشه  ویستوونکو، ځمکه پیژندوونکو او تصویر اخیستوونکو تصویرونه او په پاتې ۶۱ پاڼو کې مختلفې نقشې او د مختلفو ښارونو تصویرونه ځای پر ځای شوي.

دغه کتاب له ۱۰۰۰ مختلفو تصویرونو څخه جوړ شوی چې یوازې یو کس يي پاڼه هم نشي اړولی او د پاڼې اړولو لپاره يي د کارکوونکی ځانګړې ډله ساتل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x