ويسا: امريکا او پاکستان غواړي ختيځ ولايتونه داعش ته وسپاري

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): افغانستان کې د داعش راپورته کېدو له پيله يو شمېر سرچينو ويل، چې امريکا او ځينې سيمه ييز هېوادونه په لوی لاس غواړي، چې د داعش وجود په افغانستان کې ثابت کړي او وروسته د داعش وجود د خپلو ګټو په موخه وڅرخوي.

افغانستان کې د ناټو او امريکا پوځي چارواکو غربي رسنيو سره په خپلو تکراري خبرو کې هم ويلي وو، چې عربي نړۍ کې د داعش وجود د دوی لپاره ګواښ دی، مګر په افغانستان کې يې وجود د دوی د ستراتيژۍ په ګټه دی.

تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې ويلي و، چې داعش د افغانستان ختيځو ولايتونو کې تمرکز لري.

له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې ليکلي، چې د پنټاګون راپور څه نوې خبره نه ده، بلکې دا د دوی اصلي نقشه ده.

د ويسا له قوله د پاکستان لوی درستيز په لوی لاس د ډيورينډ کرښې دېخوا خپلې ملېشې استخداموي او په څو لنډو ورځو کې ننګرهار او بدخشان لپاره د طالبانو د واليانو وژل کېدل د همدې پروژې برخه ده.

ويسا څو ورځې مخکې هم د خپلو باوري سرچينو له قوله ليکلي و، چې د ډيورينډ کرښې له پورې غاړې پاکستانۍ ملېشې د داعش په نوم راځي، د طالبانو پر ضد جګړې کوي او له طالبانو يې ګڼې سيمې نيولي دي.

ويسا د ځايي خلکو له قوله وايي، چې تر اوسه په ډېرو کمو سيمو کې د داعش پلويانو پر ضد بې پيلوټه بريدونه شوي او د داعش ملېشې په ازاد ميدان ګرځي او بې پيلوټه بريدونه او بمبارۍ پرې نه کيږي او په مقابل کې د طالبانو پر ضد د بې پيلوټه بريدونه ډېر شوي دي.

ويسا زياتوي، چې دوی داسې راپورونه هم تر لاسه کړي، چې د ننګرهار بټي کوټ کې طالبانو غوښتل، چې د داعش پر مرکزونو بريد وکړي، مګر د امريکا ځانګړو ځواکونو مخکې له مخکې د ملي اردو په مرسته پر طالبانو بريد وکړ.

د ويسا په وينا پېښور کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي وژل کېدل د همدې کړۍ يوه برخه ده.

دغه ورځپاڼه د ننګرهار د ولايتي شورا د غړو او قومي مشرانو له قوله ليکي، چې دوی د ننګرهار امنيتي وضعيت اندېښمن کړي او له مرکزي دولته يې غوښتنه کړې، چې د ننګرهار وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي، مګر مرکزي دولت تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.

د ولسي جرګې اول مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير هم نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستان غواړي افغانستان کې داعش پياوړی کړي.

ښاغلي قدير زياته کړه، چې پاکستان د ننګرهار سرحدي سيمو کې د طالبانو پر مرکزونو بريدونه کوي، وژني يې، له دوی سيمې نيسي او داعش ته يې پرېږدي.
قدير د ګډ حکومت له چارواکو وغوښتل، چې هېواد کې د داعش د فعاليتونو د زياتوالي مخنيوی وکړي، کنه ستونزه به داسې حال ته ورسي، چې بيا به يې کنټرول د دوی په وس هم نه وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه

مقصدحاصل داسوه سی داعش په افغانستان کی داعش نه بلکی د پاکستان پوج ده؟

یاسین
میلمه

عجیبه ده! دنن ټکي اسیا ولي دریځ بدل شو، همدي پاڼي به داسلامي دولت په نامه دغه ډله یادوله، اوسم دم کمپاین به یئ ورته چلاوه، ماته یوه ملګري وویل چی داخونن ټکی داعش ډاټ کام دی، اوس لکه چی په مټي درته جوته شوه چی: اوبه په ډانګ نه بیلیږي؟ خدای پاک دی رحم درباندی وکړي په هراتڼ کی یووارخامخا څڼي غورځوئ………………