نظــر

منګل صیب! ددیوالونو نړول ستا دهلمندی اولس بی پردی کیدل نه دی؟

دهلمند ښاغلی والی منګل صیب! تاسوپه خدای ج باور وکړی چی په اصلی اوعمده پرمختګونو مو زه ویاړم یواځی زما نه بلکه د ټولو هلمندیانو دزړه اوازدی اوچی څوک  له دی حقیقت  نه سترګی  پوټوی هغه به په ستره تیروتنه کښی راګیروی. هغوی دی تیری توری دوری یو ځل راپه زړه کړی اوبیا دی یی دپاک ضمیر اووجدان په موټ داوس وخت  سره پرتله کړی او زه په دی باوریم چی یواځی به یی هغه کسانان لیدلوته زړه ښه نه کړی چی پرسترګویی دشخصی، سمتی ، قومی اوسیاسی اختلاف خیرنی دوړی پرتی وی خوداحقیقت دی هم څوک له پامه نه غورځوی چی لمرپه دوو ګوتوڅوک نه شی پوټولای. ستاسو کارونه اوریښتینی خدمتونه دسپیڅلی وجدان خاوندان  هروخت لیدلای شی.

والی صیب ! هلمندیان نمک حرام نه دی اوزه په دی اړه پوره ډاډ درکوم خو پرلږه شمیره یی بیاتاسو حساب مکوی. ډیریی الحمدلله سړی دی او لایق اوټمبل واکداران سره بیلولای شی زه هرڅه رښتیادرته وایم  درواغجن دخدای دښمن دی  ستا مشاورین اوپرتاراګرځیدلی دوستان به یا درته وایی اویابه یی درڅخه پوټوی خوخلک او زمانه دواړه ددی هرڅه پخپله شاهدان دی اوزه یی په بی ریا ژبه نن دمنلو ترڅنګ په برملا توګه اعلان کوم.

ښاغلی والی صیب! له غربه څخه راغلی بدماشان خوهسی هم زموږ کورونو ته زمونږ داجازی پرته ننوځی چی نه یی تاسو قابوکولای شی اونه موږ. کورونه مورا نړوی او  پخپله خوښه دکورونوهرڅه دبرچو په څوکوپه توره تیاره کی لټوي. که یې خوښه شوه نوڅوک وژنی اویا یی توری کڅوڼي په سرونو ور اغوندي او دکور څښتن که څه ووایی نو به همهلته وژل کیږی او یا به د لت وکوب ترڅنګ دبند کړاوونو ته سپارل کیږي. دکورنۍ دښځواوستادمیندو اوخویندو عفت اوعزت دغربیانو ترخړو موزو لاندی کیږی ، تنکی او ګلالی ماشومان دمیندو په غیږو پوري سریښ نښلی اوتنکی زړونه یې دخدای ناترسو له ډاره پړک چوی. پرمځکه دوی، په هوا دوی او پربامونو دوی سپریږی، ښځه او میرمن له بستره سره جلاکوی او په وسلو بارلوی ځناور یی دخوب بړستنی کشوی. داخو هغه درنښت دی چی میلمانه دوستان یی رااکوی خودهغوی څخه ګیله ځکه نه لرو چی زموږ دټغر اوسترخان خلک نه دی ، ګیله خوتل دهغه چا څخه کیږی چی خپل وی نو اوس به راشو زماوستا دښاروالۍ کړونوته، دوی خوزما اوستا دکور اووطن خلک دی زموږ دمیندو اوخویندو عزت سره شریک دی نوبیا ولی یی ددی اولس دعزت ګریوان ته ورحمله کړی دی اوتڼۍ یی ورشکوی یوشاعرخوباالکل  ښه ویلی دی:

ګل په زړه زخمی کړم له اغزو نه څه ګیله کوم
خپلو چی رسواکړم له پردونه څه ګیله کوم

 ښاغلی والی صیب زموږ خلک ژوند غواړی اوزموږخلک عزت غواړی  داوبو اوډودډۍ غوښتنی یی مجازی غوښتنی دی  موږخواریکښ اودرانه خلک یو خپلو بچیانو ته دخولو په تویولواوبه اوډوډۍ پیداکولای شو که دوینی اړتیا پیدا شی نو هغه هم ورته ورکولای شو او هیڅ ستونځه نشته  تاسو هیڅ اندیښنه مه کوی اوزماپه خبرو دیوکشرورورپه څیرباورکړی  که یی نه منی نو وتړﺉ نور دادغنمواومرستو ګدامونه او لوی لوی قلفونه ورته وراچوی ستاسودی په خدای قسم وی که به هیڅ یو هلمندی ته څه ورکوی، زمونږ خلک د خیراتونو وږی نه دی او نه یی هم غواړی ، زه ډاډ درکوم چی هیڅوک به داسی پیدا نه شی  چی ستا دفتر په کاڼو وولی.

خوښاغلی والی صیب!ستا ښاروالی نن ددی اولس عزت په کاڼو ولی دهلمندی اولس په زړونو کښی یی ناسورزخمونه جوړکړی دی اولس ټول تر پوزی پوری رسیدلی دی له یوی خواڅخه  یی میلمانه دوستان ژوند اوعزت دخپل غرور په پښو کی وژنی، له بلی خواڅخه یی دسپیڅلی امارت وروڼه ستا تر څنګ داوسیدلو په ګناه دڅټ لخوا حلالوی اودمرتد نوم پر ایږدی خودلته بیاستا دواکمنۍ په لمن کی هم بی غمه نه پاتیږی اوستا واکداران یی دژوند پرځای دعزت ښارګونو ته چړی تیری کوی اودزړه زخمونه ورته ډیروی نو ګران والی صاب  ما نن ستا دهلمندی وروڼواوخوندو دعزت کچکول دخپل امید له رسۍ سره دعزت هسکی غاړی ته اچولی دی اوستا په درګاه کی درته ولاړیم. په ماضی کی چی هرڅه ناخوالی راباندی تیری شویدی نه بل اونه تاته دریدلی یم خونن چی دعزت سوال دی خپل پښتنی ننګ راپاڅولی یم  او سوال درته کوم  چی دا سوال ستاسوهم راسره شریک دی نو اوږه په اوږه به سره ځو او دکچکول دتناو یو سر خپلی غاړی ته واچوه او دابل سریی زما په غاړه کی را بند کړه درځه چی په ګډه سره  دلښکرګاه دښاروالۍ معززینو ته ورشو او ور یی ور وټکوو له مسولینوڅخه به یی  وغواړو چی زموږ کچکول ته په خپل ټول درنښت سره عزت اودرنښت ورتوی کړی نومری اومارکیټونه به له خدایه غواړو له دوی نه یی هیڅ تمه نه کوو اوورته وبه وایو چی نورد دلښکرګا په ښار کي خپلی خوندی اومندی نه کړی بی ستره  خلک موترحد زیات بیچاره دی او دوی دی دخپلوځانونو ګمان نه پرکوی. زموږ خلک په وچه ډوډۍ نه دی ماړه ژوند یی ډیروغمونو وروست کړی دی  اودوی په مسته اومړه ګیډه ددیوالو دپخولو او بیا یی په سپین رنګ درنګولو لپاره پنځه ورځنۍ مهلت ورکوی که نه نو دوی به کرغیړن قانونی اجرات وکړی توره به وکړی هسکو به ورته ودروی اودخلکو عزت به په چپه کړی افسوس ښه یی ویلی دی چی  پکه دادی لا بله سپکه. دوی هم زموږ داجازی پرته دپردو په څیر زموږ دکورونو او دعزتونو حریم ته په سپکه ګوري خونی مو راچپه کوی اودیوالونه مورانړوی سرایونه بی پردی شی خونی مو بی پردی شی اودښځو تماشه اوننداره پرسړکونو روان لاروی کوی کوم عزت کوم شرافت اوکوم افغانیت  به داعمل قبلول کړی.
نو ګران والی صیب مه تم کیږه او درځه، مااوریدلی دی چی ته دلوی اونرم زړه خاوند یی ته دډنګرو اوپنډانو دواړو والی یی وربه شو او هغوی به پوه کړو دوجدان ور به یی وروټکوو خدای ډیرمهربانه دی داغوټه به په ګوتو خلاصه شی اوغاښونوته به اړتیا پیدا نه شی .ډیربه یی ځکه نه ملامتوو چی لاتراوسه واړه دی دژوند دتجربو له بټیه پاخه نه دی راوتلی زموږ مشرانوته دی خدای انصاف ورکړی دپرون ورځی هلکان یی دیوه ویاړلی اولس پرسر مشران کړل.

ښاغلی والی صاب اوریدلی به دی وی چی تناو پرباریک ځای شکیږی لږ خوشاوخواته وګوره زه نه پوهیږم چی ستا څنګه مشاورین دی او په کومو حالاتو کی له تاسو سره مرسته کوی زه بیریږم چی په هغه پخوا زمانو کی دپاچا د غوړه مالو وزیرانواویادغزنوی دلټانو په څیر نه وی   جریانات شاهد دی چی  تا ته دیو خړ اوخیرن سیلاب ډوبوونکی اوغرقوونکی قوی څپی راروانی دی اودا څپی یوځل وړاندی ستاترپښو پوري رارسیدلی وی خوتقدیر اوستا تدبیر روغ رمټ تری خلاص کړی. والی صیب ما اوتا تراوسه مخ په مخه  نه دی سره لیدلی  اوکوښښ به می هم دا وی چی هیڅ سره ونه وینو اوهیڅکله به ماونه ویني زه هیڅ مادی غوښتنی ستاسو څخه نلرم چی لیدو ته دی اړتیا پیداکړم دمعنوی غوښتنو لپاره دلیدلو نه پرته  ډیری وسیلی کارولای شم چی ستا احساس اووجدان په وښوروم والی صیب خواخوږی درسره لرم ټوکی می نه خوښیږی اودومره دلومړنی اوورستی ځل دپاره درته وایم چی دروزګان غرونه ډیر لیری نه دی ستا اوستا داداری  دملګرو دتصادفی  اوقصدی تیروتنو تول همهلته په درنه ډبره سره کیږی اوباریی بیاټول ستا وخواته را اړوی ستا دهری ورځی اجرات او کارونه دکابل اوروزګان دبریتورو مخ ته ایښودل کیږی خپل نیژدی  سلاکاران اوملګری وڅیړه  زه له همهغه ځایونو نه راغزیدلی لاسونه په خپلوسترګو وینم چی ستا له کاری ټیم سره  یی ګوتی اړی کړی دی او په دی لړی کی ستا (۵۰٪) هلمندی هویت لرونکی دوستان هم شامل دی زه په پوره باور درته وایم. که می دژوند څوشپی لا پاتی وی نو داړتیا پر وخت به یی دپوره شواهدو اواسنادو سره په یوه لیست کی درته وښیم  اوغم یی مکوه.
ښاغلی والی صاب زه باور لرم چی زموږ دردونه به دی اوس حس کړی وی ستاسو په وړاندی اوس ستاسو دښاروالۍ پنځه ورځنۍ مهلت اودخپلو خویندو اومیندو پت اوعزت دواړه پراته دی خوښه ستاسو چی دکوم یوه اړخ ته دریږی

په ډیر درنښت
 حنان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x