fbpx
په بدر کې د جګړې ډګر

د روژې فتوحات (د بدر فتح) ۳/۳

لیکوال: نبراس الحق عزیز

د ابولهب د خبرېدو کیسه:

ابو رافع (د عباس رضي الله عنه غلام) وايي:

زه او د عباس رضي الله عنه میرمن (ام الفضل) د زمزم په خیمه کې ناست وو او د اوبو لپاره مو لوښي جوړول، ابولهب راغی او له ډیره غمه په زنګېدلي حالت کې یې زمونږ خیمې ته څېرمه ډډه ووهله. په دې وخت کې اوازه شوه چې ابوسفیان د جنګ له ډګره راورسېد، ابولهب راوغوښت چې د جګړې پوښتنه ترې وکړي، خلک هم ګرچاپیره راغونډ شول ترڅو د ابوسفیان له خولې د جګړې حال واوري.

ابو سفیان په ډیرې مایوسۍ خبرې پیل کړې: مونږ ورته غاړې نیولې وې او هغوی به چې څنګه خوښه وه، وژلو، خو په الله مې دې سوګند وي چې د مکې قریش ملامته نه وه؛ ما د ځمکې او اسمان ترمینځ داسې نا اشنا آس سپاره خلک ولیدل چې سپینې جامې يې په تن وې او هیڅ شي یې په وړاندې مقاومت نه شو کولی.

ابو رافع وایي: ما له خیمې څخه سر ورښکاره کړ او ومې ویل: والله چې دا نا اشنا خلک «ملایکې» دي.

وايي ابولهب په مخ کلکه څپېړه راکړه، بیا یې پرځمکه راوغوزولم او زما په وهلو یې لاس پورې کړ. په دې وخت کې ام الفضل د خیمې ستن ته لاس کړ، ابولهب یې په سر وواهه، سرې وینې یې پرې راماتې کړې او ورته ویې ویل: عباس نه شته کمزوری دې وموند ځکه یې وهې؟

له دې پېښې ۷ ورځې وروسته ابولهب په طاعون اخته او مړ شو. ځیني مورخین لیکي چې ابولهب په بدر کې د مسلمانانو په فتح او کامیابۍ او مشرکینو په ماتې او شکست د زیات خفګان له وجې مړ شو.

د ابولهب په اړه ویل کیږي چې د اسلام پر ضد د پروپاګند سر لاری وه، یا په معاصره اصطلاح: د رسنیز او تبلیغاتي جنګ دنده یې په غاړه درلوده. په پورتنۍ کیسه کې چې کله ابورافع له مسلمانانو سره د ملایکو د مرستې او همکارۍ خبره کوي، ابولهب یې پر وړاندې توند غبرګون ښيي او نه پریږدي چې دغه جګړه سپېڅلې او مقدسه بڼه غوره کړي او مجاهدین د خلکو په زړونو کې ښه نوم ترلاسه کړي. ځکه چې د اسلام دښمنانو ګټه په دې کې ده چې د مجاهدینو د فتحې او بري راز همداسې په ابهام کې وساتي.

کفار همیشه خپله ماتې او شکست پټوي:

د اسلام دښمنان هیڅکله په خپلې ماتې اعتراف نه کوي او د زوړ عادت له مخې تر خپلې وسې کوښښ کوي چې ماتې او شکست پټ کړي.

په بدر کې د مسلمانانو د کامیابۍ او د کفارو له شکست وروسته د مکې خلکو غوښتل چې ویر او ماتم وکړي، خو له دې ډاره چې مسلمانان به خوشاله، مورال به یې لوړ او زړونه به یې راباندې یخ شي؛ پریکړه وکړه چې هیڅوک به په خپلو مړو ژړا، ویر او ماتم نه کوي.

د ژړا د بندیز یوه کیسه:

د (الاسود) په نامه یو مشرک درې زامن په بدر کې ووژل شول، زړه یې له غمه ډک پک وه، خو دا چې قریشو پریکړه کړې وه چې هیڅوک به نه ژاړي ځکه چې د مسلمانانو روحیات لوړیږي، نو ده هم په ښکاره ویر نه شو کولی او نه یې په لوړ اواز ژړلی شو.

یوه ورځ په خپل کور کې ناست وه چې د یوې ښځې ژړا یې تر غوږ شوه، سمدلاسه په ځای کې راکښیناست او زوی یې بهر ولیږه چې لاړ شه وګوره چې ایا قریشو په مړو باندې ویر او ژړا ته اجازه ورکړه؟ زړه مې له ډیره غمه چوي، که اجازه یې ورکړي وي چې په «زمعه، حکیم او حارث» پسې ښه زوره زوره وژاړم.

زوی یې لاړ او له ښځې يې د ژړا د لامل پوښتنه وکړه، هغې وویل چې اوښه یې ورکه شوې او په هغې پسې ژاړي. زوی یې کور ته راغی او پلار ته یې وویل چې پر ژړا لګیدلی بندیز نه دی پورته شوی بلکې ښځه په ورکې اوښې پسې ژاړي. پلار یې چې دا ځواب واورېد نو د شعر په ژبه یې وویل:

(ایا ته په یوې ورکې اوښې پسې ژاړې او له ځانه دې خوب تښتولی دی؟ ژړا خو د قریشو په هغو مشرانو پکار ده چې په بدر کې وژل شوي دي، د هغوی له وژل کیدو وروسته نورو خلکو ته د قریشو د مشرتوب زمینه برابره شوه، که د بدر پیښه نه وای رامینځته شوې دغه خلک به هیڅکله نه وای مشران شوي).

د مستکبر او ظالم انجام:

هر ظالم او مستکبر ځواک په همدغه انجام اخته کیږي، لومړی د ډولونو، سورنیو، ګډاګانو او رقصونو په بدرګه د مسلمانانو پرضد جګړه پیل کړي، خو د الله جل جلاله په مرسته همدا جګړه د دوی د شرم او عار لامل وګرځي، سربېره پر دې بیا په خپلو ځاني او مالي تلفاتو باندې د زړه له اخلاصه ویر هم نه شي کولای.

امام ابن کثیر (رحمه الله) وايي چې دا د کفارو لپاره بل عذاب دی چې الله جل جلاله یې پرې اخته کوي؛ هغه څوک چې په جګړه کې ووژل شي په خپلې سزا ورسیږي، خو پاتې خلک الله جل جلاله په داسې عذاب اخته کړي چې زړونه یې ژړا غواړي او ژړلی نه شي، فریاد غواړي خو د زړه درد نه شي ښکاره کولی، دا پر دوی د الله جل جلاله بل عذاب دی چې یو تر بله د خواخوږۍ او همدردۍ له شریکولو یې هم محروم کړي دي.

تاریخ تکراريږي:

د تاریخ پيښې په هره زمانه کې تکراريږي، پېښې هماغه وي خو نومونه بدلون مومي، نن ورځ ابوجهل، ابولهب، امیه بن خلف او د کفر نور سرلاري شتون لري، خو نومونه یې بدل دي، نن ورځ هم د حمزة، علي، عبیدة رضوان الله علیهم په څیر مسلمانان موجود دي، خو لکه څرنګه چې د هغې زمانې د کفارو د ظلم، استکبار، لويۍ، وحشت او طغیان څلي د ضعیفو او کمزورو مسلمانانو په لاس راونړیدل، د اوسني عصر د کفر او ظلم سرلارو هم ټینګه ماتې خوړلې خو د مکې مشرکینو په څیر ډاګیز اعتراف نه شي کولی.

نور بیا…

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه
rehmat jan

جزأک الله