افغانستان

هلمند: مارجه کې چاودنې ۲۱ ولسي وګړي شهيدان کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت مارجه ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه يو ويشت ولسي وګړي شهيدان او پنځه نور ټپيان کړل.

دا پېښه نن ماذديګر ناوخته د مارجې ولسوالۍ اړوند سيمه کې په داسې حال کې رامنځته شوه، چې د تريخ ناو سيمې خلک د څو ورځو پرله پسې جګړو له امله بې کوره شوي وه او نن بېرته خپلو سيمو ته راوګرځېدل، چې له روژه ماتي لږ مخکې يې ټونس ډوله موټر د سړک د غاړې ماين ښکار شو.

د د پېښې د قربانيانو يو خپلوان حاجي علي محمد افغان اسلامي اژانس ته وويل، چې چاودنه کې د حاجي راز محمد کورنۍ، وروڼه، زامن، لمسيان، ورېرونه او نور غړي شهيدان شوي دي.

د حاجي علي محمد په وينا چاودنه کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

حاجي علي محمد زياتوي، چې موټر کې د سپرو کسانو شمېر نه دی ور معلوم، چې څومره سړي، ښځې او ماشومان په کې وه.

د نوموړي په وينا ټپيان يې ايمرجنسي روغتون او شهيدان يې هديرې ته وړي دي.

د تريخ ناو د پوليسو قوماندان جانان ماما افغان اسلامي اژانس ته وويل، چې چاودنه کې ۲۱ تنه شهيدان شوي او پنځه نور ټپيان دي، مګر د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، چې چاودنه کې څوارلس تنه شهيدان او پنځه نور ټپيان دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د ځينو شهيدانو جسدونه د چاودنې له امله ټوټه ټوته شوي او هويت نه معلوميږي.

دا پېښه نن ماښام ته نږې په داسې وخت کې رامنځته شوه، چې خلکو د روژې درېيم روژه ماتي ته تياری کاو.
له تېرې څه مودې راهيسې د ولسي وګړو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې او هېڅ ډله د داسې پېښو مسؤوليت نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x