fbpx

كندوز: چاردرې ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت کندوز کې طالبانو مهمه ستراتيژيکه ولسوالۍ «چاردره» ونیوله.

ځايي خلکو رسنیو ته ویلي چې ولسوالۍ د روژه ماتي د اذان پر مهال طالبانو ونیوله.

په کندوز کې د نن ټکی اسیا ځايي خبریال وايي چې طالبانو بېګا شپه شاوخوا ۲ بجې د پېشنمي پر مهال د چاردرې ولسوالۍ په څو امنیتي پوستو برید پیل کړ.

د راپور له مخې طالبانو پلو کمر پوسته د قلعه زیو د ناصر او منهاج پوستې، د ماني پوسته، په قریه یتیم کې د صالح چرسي پوسته، په سرک بالا کریم باغ کې د ملي اردو پوسته او حاجي قیوم کې د غونډۍ پوسته له ټولو مهماتو سره نېولې دي.

د نن ټکی اسیا همکار زیاتوي چې وروسته له هغه چې ولسوالۍ طالبانو نیولې، عسکر او اربکیان ټول یوې پوستې ته تښتیدلي او جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

د رارسیدلو راپورونو له مخې طالبانو تر دې مهال څلور ټانګونه، څلور رینجرې او یو کرولا موټر هم له دولتي عسکرو نېولي دي.

یک تلویزون هم د یوې امنیتي سرچېنې له قوله ویلي چې طالبانو د چاردرې ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولی دی.

خو کندز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني بیا وايي چې جګړه په شدت سره روانه ده او عسکر کوښښ کوي څو د ولسوالۍ محاصره ماته کړي.

په عین حال کې د کندوز ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي وايي چې امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز پريښي او د مرکز تر شا یې سنګر نیولی دی.

همدا راز د چاردرې ولسوال زلمی فاروقي امریکا غږ ته منلې چې ولسوالۍ څخه ټول عسکر وتلي او اوسمهال د طالبانو لاسونو ته پرېوتې ده.

یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته دا هم تایید کړه چې شاوخوا ۵۰ عسکر یوې پوستې ته تښتیدلي او په دغه پوسته درنه جګړه روانه ده.

په جګړه کې دواړو لورو ته د درنو تلفاتو خبرونه ورکول کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څرګندونې نه دي کړي خو په کندز کې د طالبانو یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته د خپل یو ملګري وژل کېدل تایید کړي دي

چاردره ولسوالۍ د کندوز ولایت مرکز سره په شاوخوا ۶ کیلومترۍ کې پرته ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د