نظــر

دوه یادګارونه (خاطره )

په افغانستان کي مېشت یرغلګرځواکونه چي په سرکي یې امریکایان راځي دمعمول سره سم شپه اوورځ په ګڼ مېشتوښاري اولیري کلیوالي اوغرنیوسیموکي دخپلي پوځي ستراتیژۍ (چاپو ،وژنو اونیونو )دپلي کولوهڅي کوي .دوی دهیوادپرټولوأن هغوسیموچي دکلونو- کلونوراهیسي دمجاهدینوترسلطې لاندي دي دشپنیوعملیاتوجال خپورکړی دی .زیاتره هیوادوال دهمدې ډول عملیاتوڅخه ډیرکړیږي  ،ځکه بې پوښتني – ګروېږني  پکښي شهیدانیږي ،بندیانیږي ،دکورونوقیمتي شیان اودښځوګېڼې یې تري تم کیږي او…..

دتېر۲۰۱۱ز،کال دډسمبرپر۸مه امریکایانودفراه دفراه رودولسوالۍ دزرمردان پرکلي یرغل وکړ،لومړی یې دکلي ځوانان اوسپین ږیري دڅیلې په یخ موسم کي ترشنه أسمان لاندي په رسۍ (پړي) وتړل  ،ښځي اوماشومان یې بیاپه دووسړوخونوکي بندیان کړل . امریکایانوپه زرمردان کي تریوې شپې اوورځي تېرولووروسته کلیوالوته  خپلوکورونوته دتګ اجازه ورکړه ،خوپه همدې مهال یې دانارګل په نامه یوکس دکلیوالوپه مخ کي په ډیروکړولواووهلوکي شهیدکړ اوبیاله سیمي څخه ولاړل .دکلي خلګ دیرغلګروپه تګ  خوشحاله خودانارګل په غم غمجن خپلوکورونوته ننوتل . خلګوچي وروسته له یوې ورځي اوشپې یې خپل کوروکلی یوواربیادځان باله ،که ګوري چي  موټران یې سوځول شوې  اودځینویې بیاښیښې ماتي شوي  ،نغدي پیسې اودمیرمنوزیوارت یې غلاشوي دي .دډیري حیرانیتاوړداچي اشغالګروعسکرویې دخوب په کوټوکي دڅلوربولوحیوانانوپه څېرغټي اووړې بولي کړي وې  اودزرمردان دکلي زیات کورونه یې په یادشوي ډول مرداراوچټل کړي وو.دغربي تهذیب ممثلینو!!دزرمردان په کلي کي  افغانانوته دوه یادګارونه  پرېښودل :دانارګل شهادت  یې دبربریت اودخوب په خونوکي یې دمردایو(ګندګیو)کول دوحشت اوبدویت  هغه وو.همدغه کیسه مي چي زمالپاره نوې وه په تعجب سره یوملګري ته چي دکندهاردمیوندولسوالۍ اوسیدونکی دی وکړه  ،نوموړي  زمادتعجب برعکس  (په عادي حالت )راته وویل چي :«په سیمه کي یې یرغلګروپوځیانوخوراډیري  ورته اونوري دخندااوډارکیسې  ترشاپرې ایښي دي » .

نور احمد سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x