نړۍ

د تاجکستان اسلامي نهضت مشر تبعید ته اړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): په تاجکستان کې د اسلامي نهضت ګوند مشر، ډاکټر محي الدین کبیري له څه مودې راهیسې په ترکیه کې اوسېږي. ښاغلي کبیري چې اوسمهال مسکو کې دی، له یوروایشیا وېب پاڼې سره په خبرو کې د خپل تبعید خبره څرګنده کړې ده.

دغه تاجک اسلامپالی سیاسي مشر وايي ځکه خپل هېواد ته نه ځي چې وېره لري د امام علي رحمان رژیم به یې د یو لړ تقلبي تورونو په خاطر ونیسي. د ډاکټر کبیري د جلاوطنۍ خبر داسې مهال خپرېږي، چې تاجک رژيم د خپلو سیاسي مخالفینو پر ضد اقدامات چټک کړي دي.

کبیري له مسکو څخه په مرکه کې ګواښ وکړ چې د مسلمانانو پر ضد د حکومت وروستي اقدامات ښايي «خونړۍ پایلې» ولري.

د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند پرېنښودل شو چې د تېر مارچ په پارلماني ټاکنو کې هم ګډون وکړي.

ښاغلی کبیري د تېرو ټاکنو په تړاو وايي: «دا ټاکنې نه وې، بلکې داسې ګومارنې وې چې حکومت یې څو کاله مخکې پرېکړه کړې وه». ډاکټر محي الدین کبیري د تېر مارچ تر ټاکنو پورې د لسو کلونو لپاره د تاجکستان د پارلمان غړی و. د تاجکستان اسلامي نهضت په منځنۍ اسیا کې یوازنی مشروع اسلامپالی ګوند دی چې ځینو یې د بندېدو غوښتنه کړې ده.

تاجکستان اسلامي هېواد دی. د دغه هېواد په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د اسلام مخ پر زیاتېدونکي رول سیکولر روس پلوی ولسمشر اندېښمن کړی. د اسلام د زیاتېدونکي رول په ځواب کې چارواکیو د اسلام پر ضد هر اړخیز کمپاین پیل کړی دی. له څه مودې راهیسې حکومت هڅه کوي جومات ته د ماشومانو په تګ، ږیرو پرېښودو، د مسلمانو ښځو حجاب او ان پر داسې نومونو یې بندیزونه لګولي چې اسلامي کلتور ښکاره کوي.

د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په ۱۹۹۷م کال کې د سولې داسې تړون لاسلیک شو چې په تاجکستان کې يې کورنۍ جګړه پای ته ورسوله. له دې تړون وروسته په تاجکستان کې اسلامپالو، ملتپالو او پامیري بېلتونپالو د متحد تاجکستان اپوزیسیون رامنځ ته کړ. حکومت اپوزیسیون سره د دېرش سلنه څوکیو د ورکړې ژمنه وکړه. په دغو دېرش سلنه ژمنه شویو څوکیو کې زیاته برخه اسلامي نهضت ته رسېدلې؛ خو امام علي رحمان، چې له ۲۳کلونو راهیسې په واک کې دی، پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې نه شو.

ډاکټر کبیري وايي، امام علي رحمان له هغو اندېښنو ګټه پورته کوي چې لوېدیځ يې په اصطلاح له راډیکال اسلامه لري. د اسلامي نهضت ګوند مشر وروستیو ستونزو ته په پام سره بې له دې چې د کوم اړخ نوم یاد کړي وايي: «نړیواله ټولنه په سوریه او عراق کې بوخته ده. په نړیواله کچه له اسلامه وېره په خپرېدو ده. ځینې خلک په حکومت کې ګومان کوي چې اوس ښه فرصت دی چې زموږ له ګوند څخه غچ واخلي. دا لویه تېروتنه ده، ځکه دوی نوې شخړه راپورته کوي. دا کار دوی شل کاله مخکې وکړ چې د کورنۍ جګړې لامل شو. دغو خلکو هېواد او ولس ته ستر ګواښ پېښ کړی دی». ډاکټر کبیري زیاتوي: «موږ هیله من یو چې دوی مخکې له هغې چې ډېره ناوخته شي، پوه شي».

ښاغلی کبیري هېواد ته د ستنېدو په اړه هغه مهال ډېر اندېښمن شو چې په دولتي جمهوریت ورځپاڼه کې پرې تور پورې شو چې شپاړس کاله وړاندې يې غیرقانوني ملکیتونه لېږدولي و. د اسلامي نهضت مشر دغه تورونه ردوي.

د تاجکستان اسلامي نهضت دغه مشر اوسمهال په ترکیه کې د تبعید شپې او ورځې تېروي. که څه هم ډاکټر محي الدین کبیري په ترکیه کې خپلو اوسېدو ته د «تبعید» کلمه نه کاروي؛ خو داسې برېښي چې د اوږدمهال لپاره به جلاوطنه وي. ده د خپلې کورنۍ د ځورونو په اړه هم وویل؛ خو له یوروایشیا څخه یې د نه خپراوي هیله کړې ده.

کبیري وايي: «زه نه غواړم چې له دې ستر ناورین جوړ کړم. زه لومړنی نه یم چې دغه ډول حالت سره مخ کېږي. له بده مرغه، فکر نه کوم چې زه به وروستی هم یم».

د تاجکستان سیکولر ولسمشر، امام علي رحمان پر اسلامپالو او عامو مسلمانانو د ژوند کولو ساحه ډېره تنګه کړې ده. ډاکټر کبیري تېر کال کابل ته په خپل سفر کې د سوله ییزې مبارزي پلوي کوله؛ خو داسې ښکاري چې د تاجکستان حکومت هم د مصري رژيم په څېر د سوله ییزې مبارزې زغم هم نه لري. تاجکستان چې د یوې اوږدې کورنۍ جګړې تاریخ لري، اوس دا اندېښنې زیاتې شوي دي چې یو ځل بیا سیاسي اړخونه په نظامي نښتو لاس پورې نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x