ټمبل ژورنالستان او ورک حقائق :
څه موده مخکی می په کندهار کی د تیر کال د مظاهراتو د شهیدانو په یاد زړه را ډک سو او څه کرښی می سره ووډلی ، دا لیکنه تاسو ټولو لوستی. د بیا ځلی تکرار اړتیا یی نسته .
خو د ټولی لیکنی یوازی څلور لیکی داسی وی چی د کندهار د ژورنالستانو غصه یی را وپارول ، زما مقصد د لیکنی څخه دوی نه بلکه ستونزه وه
دوی یوازی له دی خاطره پړه ګڼل سوی وه چی ولی یی د عامو خلګو د قتل عام په اړه چوپتیا غوره کړه ؟ !
په هر صورت زه خو دا عقیده لرم چی تر څو د افغانستان د نامه سره د جمهویت ټکی تړلی وی نو زما ژبه او قلم ازاد دی او زه حق لرم څو د خپل حق څخه دفاع وکړم.
خو دد ی لیکنی هر لفظ زما دپاره سرخوږی سو ، د فسیبوک له لاری چی په خپل نامه ږغیدل هغوی داسی تورونه را پسی غوټه کړه چی خره یی خندول او چی د بل په نامه یی اکاؤنټونه جوړ کړی وو هغوی خو د بی حیایی او بی شرمی یو حد هم پرینښود.
زه لکه ځان ته چی حق ورکوم هر سړی ددی حقدار ګڼم څو د ځان څخه دفاع وکړی خو د دفاع لاره چاره باید وسنجوی چی ګټه رسوی او که نور هم تاوان کوی !!!
د محمد نبی سلطانی صیب په نوم زما ګران ښاری یوه لیکنه می تر سترګو سوه خو متاسفانه چی ډیر ناوخت می تر سترګو سوه چی زما د لیکنی په جواب کی یی لیکلی وه چی (موږ ولی حقائق پټوو ؟ )
لیکنه په معیار ساده وه خو منطقی ځکه وه چی سلطانی صیب ګیله من وو چی ولی بیله تفکیکه د کندهار ټول ژورنالیستان د کباب په یوه سیخ پیودل سوی دی ؟ !
د نورو فیسبوکیانو په غبرګون کی ما هیڅ هم نه کول ځکه په کار هم داده چی د بی عقل سره باید ځان و نه لویږی خو محمد نبی سلطانی دا موضوع د یو معقولی او اصولی لاری مطرح کړی ده نو په ټول احترام ورته مسئول یم او ځواب به یی کوم :
سلطانی صیب !
هو! زه هم سوال لرم چی ولی حقایق پټیږی .
دوهم ځواب دا چی دا لیکنه ما د ژورنالستانو په خلاف نه ده کړی بلکه ما د شهیدانو په یاد کړی وه ځکه خو د ټولو تفکیک او درجه بندی ګول پکی بی ځایه او ستونزمن وو.
زما دلیکنی په غبرګون کی تاسو ددوی د څرګندوونو شاهدان یاست ، ایا د دوی په دغسی صورت کی د ژورنالست په سپیڅلی نامه ارزی ؟ ؟ ! نه ! نه ارزی !
حتی د دوی په مینځ کی داسی کسان هم سته چی د خپلو انډیوالانو د عکسونو او نومونه څخه یی اکاؤنټونه جوړ کړی دی او د هغو په نامه د خلګو یوه خوا هم نه ور پریږدی !
دا څنګه ژورنالستان دی خو ټول ملت ته مو پزه را پری کړه ! دا کوڅه ډبان چا ژورنالستان کړه دا خو د دوولسم څخه هم ا کثرا نه دی فارغه سوی او زما او بل څخه د دوولسم د اسنادو سوال او فقر کوی .
نو ګرانه وروره ددغسی با استعداده هستیو په وجود زه هم ستا سوال در سره بدرګه کوم چی ولی حقائق پټوو؟؟؟!!!
ولی حقائق پټوو؟؟!!
او ولی حقائق پټوو ؟؟ !!
ایا د ژورنالست دنده یوازی خبر خپرول دی
ایا ژورنالیزم یوازی د خبر جوړولو او خبر تیرولو دپاره لوستل کیږی ؟؟
ایا ژورنالستان په ادارو کی فاسد چارواکی نه وینی؟ !
ایا ژورنالستان نه وینی چی د ملت په سر کومی لوبی روانی دی؟! .
ایا ژورنالستان ورځ په ورځ ډیریدونکی اخلاقی فساد نه وینی ؟
ایا ژورنالستان نه وینی چی لغړ فلمان دلته په ازاده خرڅیږی ؟
ایا ژورنالستان د ملت کړیکی نه اوری چی د ملت په سرونو کومه میچنه روانه ده؟
زه ستاسو نه په ډیر ادب پوښتنه کوم چی ایا د بګرام په سلولو کی را ښکیل د تورو شپو او تورو تیارو ځپلو له جملی څخه اتیا سلنه یی رشتیا هم په دی اداره پړه دی؟ نه هیڅکله نه دی ؟
نو ښه ددغه کندهار په نوم بدیدو چی تاسو خوابدی کیږی ، دا بندیان خو هم ګرده ددی سیمی دی د کوم بندی په حق کی موږ هڅه کړی او د کوم بندی د پاتی کورنۍ کړیکی ته زموږ ژورنالستانو انعکاس ورکړی دی؟ ! د کوم بندی په اړه یی د خلګو شواهد منعکس کړی او د نړۍ تر غوږو رسولی دی ؟ !
که پر ژورنالستانو څوک نیوکه وکړی ، هغه بی ضمیره بلل کیږی، بی وجدانه بلل کیږی او دای ایس ای غلام بلل کیږی ایا د ا انصاف دی ؟ !!!
خو بیا هم تکرارا وایم چی که ستونزه په دی کی وی چی ما د خائنانو سره د (ځینو ) قید نه دی یو ځای کړی نو زه رسما د دغی لیکنی په ذریعه ستاسو په شمول د ټولو پاکو او خادمو ژورنالستانو څخه په دی تیروتنه بخښنه غواړم . هیله ده وه می بخښئ.
خو که عمومی ژورنالستانو ته راسو نو خدای یو مالګی تروې دی چی د ملت په حق یی غاړی بندی دی او ځواب به یی وایی.
په ادب
لیک : جلال الرحمان شرر