د روژې پنځمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه له پاره دي ، خو روژه زما له پاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . »

او دا هم پنځمه تحفه . ستاسو د صحیح ځوابونو په طمع.

والسلام ( ن . صمد،[email protected]).

پوښتنی :

۱ ـ د قرآنکریم تر ټولو کوچني درې سورتونه کوم دي ؟

۲ ـ د قرآن مجید سورتونه چاترتیب کړي دي ؟

۳ ـ د « سورة » لفظ په قرآن مجید کی څو واره ذکر سوی دی ؟

۴ ـ هغه کوم سورت دی چی یوه رکوع یې په مکه او بله رکوع یې په مدینه کی نازله سوه ؟

۵ ـ قرآن مجید ته اعراب په کومه سنه کی ورکول سول ؟

۶ ـ په سترګه کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟

الف : یا ؛
ب : هو ؛
ج : مکروه کیږی ؛
د : په روژه کی دغسی اجازه نسته .

۷ ـ که روژه لرونکي مسواک وواهه بیا یې دا ګومان وکړ چی په مسواک وهلو سره روژه ماتیږی ، نو قصدأ خوراک یا څښاک وکړی روژه یې څنګه ده ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : روژه یې ماتیږی خو هماغه روژه به پسی نیسی ؛
ج : روژه یې ماتیږی او یوازی قضایی به راګرځوی ؛
د : قضایی او کفاره دواړه لری .

۸ ـ د حشرپر میدان به خلک په کوم نوم راغوښتل کیږی ؟
الف : صرف په خپل نوم ؛
ب : د خپلو پلرونو په نوم ؛
ج : د خپلو ګناهونو په نوم ؛
د : د خپلو میندو په نوم .

۹ ـ رسول الله (ص) په کوم کال کی وزوکېد ؟
الف : دوشنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛
ب : سه شنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛
ج : جمعه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛
د : شنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال .

۱۰ ـ د رسول الله (ص) کوم اکا د ده د شیدو ورور هم دی ؟
الف : حمزه (رض) ؛
ب : عباس (رض) ؛
ج : حارث (رض) ؛
د : ابوطالب .

او دا هم د نن زرین اصل : نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:اللهجل جلاله ستاسو شکلونو اومالونوته نه ګوری بلکی ستاسو زړونو او عملونو ته ګوری(مسلم) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د