د روژې تحفې

د روژې شپږمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمایی : « څوک چی د الله له پاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او ډول ډول نعمتونه یې راکړي دي !

او دا هم شپږمه تحفه .

د هغو دوستانو څخه ډیره مننه چی ځوابونه یې رالیږلی دي ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

پوښتنی :

۱ ـ د قرآن مجید پر حروفو باندی نقطې تر ټولو اول چا ولګولې ؟

۲ ـ په قرآن مجید کی کوم حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی ؟

۳ ـ په قرآنکریم کی کوم حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی ؟

۴ ـ د عربي حروفو تعداد څو دی ؟

۵ ـ د صحابه وو د زمانې دوه مشهور مفسرین څوک وو ؟

۶ ـ که یو روژه لرونکي غیبت وکړ ، یا یې درواغ وویل خو په دې باور سو چی روژه یې ماته ده ، بیا یې نو خوراک او څښاک وکړ روژه یې څنګه ده ؟

الف : روژه یې صحیح ده ؛

ب : ماته ده صرف قضایی به راګرځوي ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي ؛
د : صرف روژه یې مکروه کیږی .

۷ ـ په حلق کی بې اختیاره د دوړو یا دود ( لوګي ) ننوتل پر روژه څه اثر کوی ؟

الف : روژه ماتوی ؛
ب : روژه نه ماتوی ؛
ج : روژه مکروه کوی ؛
د : روژه فاسده کوی .

۸ ـ د جنت د راجسټر نوم څه دی ؟

الف : علیین ؛
ب : سجین ؛
ج : نعیم ؛
د : فردوس .

۹ ـ رسول الله (ص) په څو کلنۍ کی خپل نیکه له لاسه ورکړ ؟

الف : په ۵ کلنۍ کی ؛
ب : په ۶ کلنۍ کی ؛
ج : په ۸ کلني کی ؛
د : په ۱۰ کلني کی ؛

۱۰ ـ پیغمبر (ص) تر بعثت مخکی په کوم جنګ کی ګډون کړی و ؟

الف : فجار ؛
ب : اوس ؛
ج : حلف الفضول ؛
د : هیڅ یو هم نه .

او دا هم د نن زرین اصل : الفاظ د بنده غلام وی ، مګر تر ویلو وروسته بنده د الفاظو غلام سی !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لبيب

جوابونه به یی چا ته لیگدوو پته یی راولیگئ
ڈیره مننه

زبیر احمدي

لبیب صیب، لاندی ورته لیکلی دي چی: د نورو معلوماتو له پاره دلته کلیک وکړئ. مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x