احمد منصور، د الجزیره نړیوالې شبکې مشهور خبریال چې جرمني کې ونیول شو

جرمني د مصري رژيم په غوښتنه د الجزیره شبکې خبریال نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي۳۱، ۱۳۹۴ل): د الجزیره نړیوال ټلویزیون د عربي څانګې مشهور خبریال، احمد منصور نن د جرمني په برلین هوايي ډګر کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شو. منصور د عربي نړۍ له مشهورو خبریالانو څخه دی، چې په مصر کې د کودتا پر خلاف یې لیکنې او نظرونه ډېر پلویان لري.

الجزیره نړیوالې شبکې له جرمني حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره یې خبریال خوشې کړي. منصور دمګړۍ د برلین په هوايي دګر کې تر څارنې لاندې دی.

د الجزیره شبکې سرپرست مشر، مصطفی سواګ، د منصور د نیونې په تړاو وايي: «نور هېوادونه باید د رسنیو پر ضد د روان استبداد پلوي ونه کړي. احمد منصور د عربي نړۍ له ډېرو محترمو خبریالانو څخه دی او باید ژر تر ژره پرېښودل شي».

د الجزیره شبکې دغه مخکښ خبریال نن داسې مهال د برلین په هوايي ډګر کې ونیول شو، چې قطر ته پر لار و. منصور د ټیلیفون له لارې الجزیره ته وویل، چې دی اوس تر څارنې لاندې دی او شاید تر دوشنبې پورې همداسې وساتل شي، تر څو یې په اړه جرمنی قاضي پرېکړه وکړي.

منصور په غیاب کې په ۲۰۱۴م کال کې د مصري رژیم له لورې په پنځلس کاله بند محکوم شوی و. احمد منصور د مصري رژیم تورونه پوچ ګڼلي و.

په ۲۰۱۴م کال کې د مصر کودتاچي رژیم له نړیوالو پولیسو غوښتنه کړې وه چې د احمد منصور د نیولو حکم صادر کړي؛ خو انټرپول د ده نیول رد کړې وو.

مګر احمد منصور په تازه ویډیو کې وايي: «زه دوحه [قطر] ته پر لار وم، چې جرمني ونیولم. د هوايي ډګر چارواکیو د انټرپول د حکم پر بنسټ او د مصري چارواکیو په غوښتنه ونیولم. ما پولیسو ته وویل، چې انټرپول د مصري رژيم غوښتنه رد کړې وه او ما سره دا سند شته چې ثابتوي زه انټرپول ته مطلوب نه یم. ما دا هم ورته وویل، چې مصر کې زما په تړاو ټول تورونه جعلي دي. دوی بیا هم ټینګار وکړ چې ما په خپله بندخونه کې د تحقیقاتو لپاره وساتي. دوی راته وویل چې دوی به مې قاضي سره مخ کړي چې زما د برخلیک پرېکړه وکړی».

دا لومړی ځل دی چې نړیوالو پولیسو د مصري کودتايي رژيم په غوښتنه د احمد منصور په کچه مشهور خبریال نیولی. دا لا معلومه نه ده چې د احمد منصور برخلیک به څه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د