نظــر

“د افغان پولیسو مړو ته باید نور شهیدان وویل شي”- شکریه بارکزۍ

تیره ورځ ماسپښین د څو پرلپسې چادونو اوازونو د کابل وزیراکبرخان خورا امن سیمه ولړزوله.
وروسته بیا د وړو ډزو اوازونه شروع شول چې د ماښام ترږمۍ هرڅه ورسره ارام کړل، او خپله توره لمن یې ورباندې وغوړوله، او هرڅه یې د خلکو له سترګو پټ کړل.
ما هم خپل کمپیوتر چالان کړ د فېسبوک پانې ته خدای ورکړه هرچا هر څه ورباندې لیکل، چا د ایران او چین خلک بلل او ویل یې چې غواړي ستراتیژیک تړون لپاره خنډ جوړ کړي، چا ویل دا د پاکستان نفر دي او غواړي د سولې بهیر مخته خنډ شي……….

غونډه کلیشه وه کومه نوې خبره مې ونه مونده زړه مې تنګ شو، تلویزون مې روښانه کړهلته هم همدا بابولاې شروع وې د طلوع تلویزون په پرده باندې څونفره چې د ولس د استازو لقبونه یې په ځان باندې ایښي وه سره راټول شوي وه.
دوي ټولو په یوه خوله په افغان حکومت باندې پړه اچوله چې د حملو په مخنیوي کې پاتې راغلی، یوځای شکریه بارکزي چې په دري ژبه ګړېدله خو خلک وايي چې پښتنه ده زه یې نوره نه پېژنم له خپل ولس نه غوښتنه لرله ویل يي:
“بیاید آن پولیس  که سینه خود را از خاطر ما در مقابل انها سپر ساخته شهید بگویم”
دا دومره کاله وړاندې هم ځانمرګي ښار ته راننوتل او پولیس وژل کېدل، خو چا نه ویل چې شهید دې ورته وویل شي، خو نن له نېکه بخته د پارلمان په ودانۍ برید وشو او دایې هم یوڅه ویرولې وه، نو چا چې له دې څخه ساتنه کوله دا هغه ته شهید وايي، خو دې ته نه ګوري چې همدا پولیس او اوردو د هغو امریکا یانو ساتنه کوي چې په زرګونو افغانان يې به خپل هېواد کې ووژل نو همدا افغانان چې له خپل دښمن څخه غچ اخلي هغه ته مردار وايي او هغه ته کوم چې د مردارو ساتنه کوي شهید وايي.
که چېرې موږ د قرآن شریف پوښ ووینو نو پورته کوو یې او په یوه سم ځای کې یې ږدو او که چېرې د یوه مردار شي پوښ ووینو نو په هماغه مردار ځای کې یې پرېږدو او هیڅ پاملرنه نه ورته کوو.
ښه راځو دې سرخوړلي سیاست ته، په تیر کال کې د امریکا په یوه هوایي حمله ۲۴پاکستاني سرتیري چې د پاکستان چیغو ټوله نړۍ په سرواخیسته، د توپونو خولې یې زموږ د هېواد په خوا راوړولې، پوځ یې د تیار سۍ په حالت کې را ووست، له امریکا سره یې هغه اړیکه پرېکړه چې له لسګونو کلونو راهیسې دوام درلود، د پاکستان دولت د ولس له نظر څخه استازولي کوي، او د هغوی څخه ساتنه کوي.
مګر رابه شو دلته، قرآن مو د سیاست به لوغړن اور کې وسوځاوه، او په مرداري کې مو ګذار کړ، خیر فرق نه کوي موږ سیاست پوهان په هرڅه پسې سر نه خوږوو.
زموږ په کلي باندې بمبمار وشو، زموږ په د واده په ورا باندې یې له هوانه توغندي وتوغول، زموږ ماشومان یې راووژل، په تورو شپو کې زموږ په کورونو باندې را وختل، زموږ تور سرې هم د دې سرخوړلي سیاست او د ښځو د حقوقو قرباني شوې، په قندهار کې زموږ کورته ننوتل اول یې ووژلو او بیا یې او راته وا چاوه……..
په موږ یې هغه څه وکړل چې د بشر په حقوقو کې راغلي وه؟
دا هغه پوښتنه دې چې کرزي به یو لوړ پوړي پلاوی ورته وټاکي او څېړنې به ورباندې وکړي.
راځم اصلي خبرې ته د زرګونو افغانانو د ژلو مسؤل یواځې او یواځې همدا ګوډاګی دولت نه دی؟
نو تاسې ووایئ د شکریي بارکزۍ دا خبره د خندا وړ نه ده؟
هغه څوک چې خدای نه وي شهید کړي نو بنده خو یې هسې هم نه شي شهید کولي او یواځې په خوله مردار نه شي شهید کېدلی.
په دې دولت کې زموږ ټولې سترګې یواځې ولسي جرګې ته وې خو په دې وروستیو کې د بودیجې د نه تصویب کېدو دا وښوده چې دوی هم د خپل جیب په غم دي نه د خپل ولس.
موږ به نور چاته تمه وکړو الله دې زموږ د ولس عرض واخلي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x