fbpx
reading quran

سلف او روژه (30/4)

لیکوال: حامد افغان

سلف او قرانکریم

نن دا خبره راسپړو چې په روژه کې د سلفو رحمهم الله تعالی له قرانکریم سره اړیکه څه ډول وه؟ دا خبره ثابته ده چې روژه د قران میاشت ده، لکه خپله قرانکریم وایي: { شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ } [البقرة:185]، بناءً په روژه کې د مومن له پاره له قرانکریم سره اړیکي زیاتول په کار دي، او له قران سره د سلفو رحمهم الله اړیکه باید د ځان له پاره نمونه او قدوه وګرځول شي. وروسته له قرانکریم سره د هغوی د اړیکو څو بيلګي رااخلم.

او روژه د قرانکریم میاشت له دې امله هم بللی شو چې په روژه کې به جبريل علیه السلام له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د قران دور کاوه، لکه د فاطمي رضي الله عنها په روایت کې راغلي دي، هغه وایي: پلار مې (رسول الله صلی الله علیه وسلم) راته ویلي و: چې جبريل علیه السلام ته به مې هر کال یوځل قران ویلې او د وفات کیدو په کال یې دوه ځله ورته ویلی و .عن فاطمة رضي الله عنها عن أبيها صلى الله عليه وسلم أنه أخبرها : « أنّ جبريل عليه السلام كان يعارضه القرآن كل عام مرةً وأنّه عارضه في عام وفاته مرتين » متفق عليه . او په روایت کې راغلي چې جبريل ته د رسول الله د قران تلاوت به د شپې په مهال و. عن ابن عباس قال: « أنّ المدارسة بينه وبين جبريل كانت ليلاً » متفق عليه.

ابن رجب رحمه الله لیکي: د تلاوت له پاره تر ټولو ښه وخت شپه ده، ځکه شپه کې بوختیاوي نه وي ذهن او فکر ارام وي، فکر او سوچ په قرانکریم کې تدبر ته برابر وي، لکه پخپله قرانکریم وایي: إِنَّ نَاشِئَةَ الَّيْلِ هِىَ أَشَدُّ وَطْـًٔا وَأَقْوَمُ قِيلًا. [سُوۡرَةُ المُزمّل : 6].په حقيقت کښي د شپې پاڅېدل، د نفس كنټرولولو لپاره ډېر اغېزمن او د قُرآن د صحيح لوستلو لپاره زيات مناسب دي. لطائف المعارف ص315.

نو ځکه سلفو رحمهم الله تعالی په روژه کې قرانکریم بیخي زیات تلاوت کاوه، دلته یې د امام الذهبي رحمه الله له غوره کتاب (سیر الاعلام النبلاء) نه څو بيلګي رااخلم، دی لیکي:

* اسود بن یزید رحمه الله به په روژه کې په دوو شپو کې قرانکریم ختماوه، دی به د ماښام او ماخوستن منځ کې ویده کیدی، او له روژې پرته نورو وختونو کې به یې په شپږو ورځو کې قران ختماوه.

* د روژې میاشت به چې راغله امام مالك بن أنس رحمه الله به د حدیثو درسونه پرېښودل، له اهل علم سره به یې مجلسونه بند کړل، د قرانکریم تلاوت ته به متوجه شو، او له قران نه به یې تلاوت کاوه.

* د روژې میاشت به چې راغله امام سفيان الثوري رحمه الله به نور عبادتونه پرېښودل، او د قران تلاوت به یې کاوه.

* سعيد بن جبير رحمه الله به په روژه کې په دوو شپو کې قرانکریم ختماوه. په دوو شپو کې قران ختمولو سره هم مزيد نفلي عبادات نه شي کیدلی.

* د روژې میاشت به چې راغله زبيد اليامي رحمه الله به قرانکریم ورواخيست، او خپل ملګري او شاګردان به یې هغه ته ورجمعه کړل.

* وليد بن عبد الملك رحمه الله به دریو ورځو کې قرانکریم ختماوه، او په روژه کې یې اوولس ځله قرانکریم ختم کړ.

* امام قتادة رحمه الله به په اوو ورځو کې قران ختماوه، په روژه کې به یې په دریو ورځو کې ختماوه، او د روژې په وروستیو لسو شپو کې به یې هره ورځ د قرانکریم ختم کاوه.

* الربيع بن سليمان رحمه الله وایي: امام الشافعي رحمه الله به د روژې په میاشت کې شپیته ختمونه کول، او په نورو میاشتو کې به یې دیرش ختمونه کول.

* وكيع بن الجراح رحمه الله به د روژې په هره شپه کې لس سیپارې باندي یو ختم کاوه، دولس زمانه به یې د څاښت لمونځ کاوه، او له ماسپښین نیولې تر مازدیګره به یې نفلونه کول.

* امام محمد بن إسماعيل البخاري رحمه الله به روژه کې هره ورځ یو ځل قران ختماوه، او له تراوو وروسته به یې هم لس سیپارې تلاوت کولې.

* امام ابن عساکر رحمه الله د (تاريخ دمشق) په نوم مشهور او لوی کتاب مصنف دی، د ده زوی قاسم د خپل پلار په اړه وایي: هغه به هروخت لمونځ په جمعه کاوه او هر وخت به یې تلاوت کاوه، نورو وختونو کې به یې اوو ورځو کې قرانکریم ختماوه، او روژه کې به یې هره ورځ قران ختماوه.او په شرقي مناره کې به یې اعتکاف کاوه.

* فائدة: امام ابن رجب رحمه الله وایي: له دریو ورځو کم وخت کې د قران ختمول منعه دي، خو دا د همیشه له پاره، خو په ځانګړو غوره وختونو کې په ورځ کې قران ختمول نه دي منعه، لکه د روژې میاشت یا په ځانګړې توګه وروستۍ لس شپې یې، داراز په غوره ځایونو کې هم په ورځ کې قران ختمول پروا نه لري، لکه مکه مکرمه کې. په دې غوره وختونو او ځایونو کې ډېر تلاوت مستحب ده. لطائف المعارف.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د