نظــر

طالبان د حساب ټمبلان ، په ځواب کي

زلمي زړورپه یوه نوې  څېړنه !!(طالبان دحساب ټمبلان  ) کي منلې چي :« زه په رياضي کښي ډېر سخت ټمبل وم.» خوورسره یې داهم موندلې چي « ملا نو تا ليدلى وي چي په حساب پوهېږي.».نوموړي یوازي دالاماره ویبپاڼي چلونکي په حساب کي په ټمبلۍ نه دي تورن کړي ،بلکي پرټولوملایانواوطالبانویې دټمبلۍ ټاپه لګولې ده .زړوردخپلي موحومي اناوینا:«ملانوتالیدلی وي چي په حساب پوهیږي ».دکاڼي کرښه ګڼي اودخپلي کنډوکپرلیکني په بیلابیلوپاراګرافونوکي یې دیوباوري لاسونداومأخذپه توګه تکراروي .

افسوس چي دمرحومي اناټمبل لمسي بلوغ تررسیدلواوخارج ترتګ وروسته هم پرریاضي سربېره په ادب ،تاریخ ،سیاست اواجتماعیاتوکي دخپلي پوهي کمی نه دی پوره کړی ،ځکه که دپښتودلرغوني اوکلاسیک ادب مخکښان اودمعاصرادب پنځه ستوري اوورپسې یوبل ځلانده ستوری علامه رشادمطالعه کړوچي ښایې دمرحومي اناهمعصره به ووټول ملایان وو.په کیمیا،فلسفه اوالجبره کي نومیالي :البیروني ،ابن سینااوفارابي هم ملایان وو، دوی ټول په جومات کي دتعلیم اوتربیې له امله دعلم اوپوهي لوړومنزلونوته رسیدلي وو .هو! همدادجومات اومدرسې زده کونکي ووچي  دټولني دمادي اومعنوي پرمختګ لپاره یې نوي فنون ایجادکړل اوپه زړوهغوکي یې بیانوي قاعدې اوفارمولې وضع کړې .دغه رازسترملي مدبرمشرمیرویس نیکه ،لوي افغان امپراتورغازي احمدشاه بابا اوامیرالمؤمین ملامحمدعمرمجاهدچي افغانستان یې دنیواک ،ملوک الطوایفیواوحتمي تجزیې څخه وژغوره هم دجومات روزلي وو،نه یې دحقوقواوسیاسي علوموپوهنځی لوستی ؤاونه یې هم دامریکا،برتانیا اوروسیې د کوم پوهنتون څخه دوکتورااولیسانس ترلاسه کړی ؤ.

زړ ورلیکي چي ((زه دا څو کاله د طالبانو ويبسايټ  تقريبا هره ورځ ګورم . دوى هره ورځ پکښي د جګړو او چاودنو راپورونه خپروي. ټول خبرونه چي يي وګورې او مرګ ژوبله يي سره ګډه کړې نو وياند يي هره ورځ ويلي وي چي نن مو شل تنه بهرنيان ووژل ، نن مو شپېته تنه ووژل. نن مو څو او څو بس چي په خوله ورسي هغه وايي. خو په اوسطه توګه دوى هره ورځ د ديرشو بهرنيانو د وژلو دعوه لري.که دغه هره ورځ ديرش تنه د لسو کلونو په ورځو کي ضرب کړو نو يو سل او اته زره کسانو ته يي شمېر رسېږي. چي د طالبانو د وياند په وينا دوى وژلي دي. خو که بلي خوا ته وګورو ‎نو وطن ته لس کاله مخکي  ټول يوسل او ديرش زره تنه بهرني سرتېري راغلل چي تر اوسه يي لا وطن پر سر اخيستى دى.اوس چي يوې خوا ته د طالبانو دوعوې وګورم له بلي خوا دومره زيات بهرنيان نو رښتيا هم راته د طالبانو په رياضي پوهنه شک پيدا سي او د انا خبره مي خولې ته راسي:ملا نو تا ليدلى وي چي په حساب پوهېږي)).
د۲۰۱۰ز،په وروستۍ میاشت کي پنټاګون  اعتراف وکړچي :«دهمدغه (۲۰۱۰ز،)کال  په اوږدوکي په افغانستان کي طالبانوپردوی دماینونوڅخه پرته اتلس زره (۱۸۰۰۰)صرف وسله والي حملې کړي دي .- لاندي لینکونو کي یې تفصیل کتلای شئ ـ  که فرض کړوچي دیادشوي رقم په یوه حمله کي یوازي یو- یوعسکروژل شوی وي  نودزړه وردفارمولې په اساس په تېرولسوکلونوکي په افغانستان کي یوسل واتیازره (۱۸۰۰۰۰)یرغلګرپوځیان وژل شوي دي . اوکه بیاداسي وګڼوچي د«۱۸۰۰۰»حملوپه نیمایې هغوکي بیخي دکوم یرغلګرعسکرپزه هم نه ده ویني شوې نوپه پاته «۹۰۰۰»حملوکي چي یو- یو وژل شوی پوځي په لس کي ضرب شي هم دیرغلګرودتلفاتوهغه شمېرې چي دطالبانوپه ویبسایټ کي خپرې شوي دي پوره کوي .زړ ورکه لږځیرشي نودطالبانوپه ویبپاڼه کي دښمن ته دتلفاتودراپورونوترڅنګ دفلمونوپه برخه کي دهغوی خوراپه زړه پوري مستندي ژوندۍ صحنې هم شته چي ترډیره حده یې دراپورونوارقام په اثبات رسوي ،خودزړورمؤکلین چي دطالبانودځپني اوخپلي بریاادعاوي کوي دلاسوندونودکاختۍ سره لاس اوګریوان دي .
http://www.news.taand.com/index.php?mod=article&;cat=taandd&article=23561
http://www.pashtunforums.com/showthread.php?t=10280
دډیرتعجب وړده چي زړ ور پسله ډیري مودې افغانستان ته راغلی اودلته یې ولیدل چي یرغلګرځواکونه شپه اوورځ دافغان ولس پرکورونواوکارځایونوچاپې وهي  ،ملکي وګړي شهیدانوي اوبندیانوي ،کورونه یې نړوي ،باغونه یې ویجاړوي ،ښځي اوماشومان دخوب په خونوکي وژني اوبیایې جسدونوته اوراچوي .دکابل ادارې چلونکي په تېره بیادملي !!اردواوپولیسویونیفورم لرونکي عناصرولسي شتمن خلک اوماشومان تښتوي ،دمخدره موادوکراوقاچاق کوي ،ادارې اواخلاقي فسادخپروي اونوري بلاناخوالي چي افغان ولس ورسره لاس اوګریوان دی ،خودانالمسي یې په اړه  هیڅ هم ونه لیکل ،مګر دقاتل مقتول ښکېلاک دځاني تلفاتوموضوع یې دطالبان دحساب ټمبلان دي په عنوان راپورته کړه .اوپه یوه بله زړه ورتیاکي یې بیادکابل دښارپه یوه ټیکسي کي کشف کړه چي :«استادیاسرهم لوڅ فلمونه ګوري ».
زړ ورمني چي په ریاضي کي سخت ټمبل ؤخوداسي ښکاري لکه په اسلامیاتوکي چي ترریاضي هم ډیرټمبل ؤځکه معمولازموږپه هیوادکي کوچنیان هغه مهال سېپاره وایې  چي ښوونځي ته لانه وي شامل شوي .زړه وردستایني وړدی چي خپله ټمبلي یې منلې ده خوپام مووي چي دټمبل پرڅېړني !!اوقضاوت څوک حساب نه کوي اونژدې ټول یې پرناسموالي یوه خوله دي .په پای کي زړورته دیوخواخوږي هیوادوال په توګه وړاندیزکوم چي دیوافغان په صفت دخپل هیوادملي تاریخ مطالعه کړي اودیومسلمان په توګه بیاقرآن اودینیات هم له نظره تېرکړي چي ددنیااواخرت بریاوي پکښي نغښتي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x