نظــر

د کابل د نن ورځي د بریدونو جالب اړخونه او لنډه تبصره

د حملو په وجه کرزی خوندي ځای ته لاړ
تاند
د متحده عربي اماراتو د ۲۴« نیوز» د راپور له مخې په کابل ښار کې د نن ورځې له حملو سره په یووخت د افغانستان ولسمشر حامد کرزی خوندي ځای ته انتقال شو او په ارګ کې ټولې چارې په ټپه ودرول شوې.زما خیال تراوسه لادرکه دي نن يي خواشیني هم نکړه څرګنده ؟؟؟؟؟؟؟؟

د دې خبري چاینل د راپور پراساس، کله چې ډزې او چاودنې پیل شوې، ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې له یوشمېر غړیو سره د بودجې په باب خبرې کولې. په بودجه به  يي ښه خوند اخیستي وي
فرانس پریس خبري اژانس هم د یوې سرچینې په قول، چې نوم یې نه دی اخیستی دا موضوع تاییدوی او وايي چې د حملو په وخت کرزي د ولسي جرګې له یوې ډلې سره خبرې کولې چې ډزې پیل شوې.بودجه به یی نه وي سره تقسیم کړي ؟؟؟؟؟؟؟
د دې حملو له کبله په ارګ کې ټول کارونه پرچاو شول. څه پکښي وایاست؟
 ټاکل شوې وه چې د حزب اسلامي یو مرکچي پلاوی نن په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره وویني
ښه خبره ده چي پلاوي په کابل کي دي که نه اوس هارون زرغون يي د بریدونو مسولیت په غاړه  اخیست ؟؟
خو د بریدونو له امله نه یوازې د غیرت بهیر په مشرۍ له کرزي سره د حزب اسلامي د پلاوي کتنه لغوه شوه الله اکبر دا ډیر غټ ظلم شوي حکمتیار صاحب پرون لا د کابل ته د سفر موزي پوښو وي  ؟؟؟؟؟؟؟
بللکې یو شمېر نورې کتنې او غونډې هم کنسل شوې. ښه خبره د حزب غړي به نه مایوه کیږي
خو د بریدونو له امله نه یوازې د غیرت بهیر په مشرۍ له کرزي سره د حزب اسلامي د پلاوي کتنه لغوه شوه ګرم نه ووبیردي چي طالبانو چارچ کړي نه وي او دځوانیمرګ رباني په لار يي ونه لیږي ؟؟؟
د امريکا سفارت وتړل شو
کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): په کابل ښار کې د شويو بريدونو له امله د امريکا سفارت تړل شوى او خپل ټول فعاليتونه يې درولي دي.
په کابل کې د امريکا متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د سفارت ټول کارکوونکي اوسمهال خوندي دي.خدایه فدایان ور خبر کړي
کریم خلیلي بچ شو
مشعل وايي وسله والو مخالفانو د دریو ډله ییزو حملو ترڅنګ، چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې یې پلان کړې وې، د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي د وژلو هڅه هم وکړه خو هغه درې کسیزه ډله چې غوښتل یې پر کریم خلیلي ځانمرګی برید وکړي، ونیول شوه.؟؟؟؟ تاسو ولیدل که بیا ځان خلاصوي  
د ولسي جرګې غړیو هم د طالبانو پرضد په جګړه کې برخه واخیسته؟؟؟؟ والله که يي راباندي ومني
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ولسي جرګې غړیو د وسله والو طالبانو د حملې په وړاندې وسله په لاس کې واخیسته او له امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ یې پر حمله کوونکو ډزې وکړې. زړه ته خو مي نه لویږي دوي دملالي جویا ته څه نشواي ویلاي طالبانو ته به څنګه…….؟؟؟؟؟؟
په ولسي جرګه کې د کندهار یوه وکیل محمد نعیم لالي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«زما په ګډون ځینو وکیلاتو او زما باډي ګارډانو له طالبانو سره په جنګ کې برخه واخیسته.» ښه دا ډیر وخت له بیري کندهار ته نشو تلاي دلته به يي څنګه ټوپک ته لاس کړي وي ،زما خیال مرګ يي په سترګو لیدلي ؟؟
ده زیاته کړه، دوی (طالبانو) زموږ له مقاومته وروسته پر ولسي جرګې ډزې ودرولې او د خپلو وسلو مخه یې د ولسمشر د دوهم مرستیال کریم خلیلي د کور خوا ته واړوله.؟؟؟؟؟؟؟عجبه ده اسانه ښکار يي پریښي
د کابل په زړه کې ۱۲ چاودنې وشوې
د کابل ښار د مرکزي برخې په سیمو سیمو کې لږترلږه ۸ چاودنې وشوې او داسي ښکاري چې د دولت وسله والو مخالفانو د ښار پر خورا خوندي دیپلوماتیکه سیمه هماهنګې حملې پیل کړي وي. شپه ولاړه ده او طالبان ژوندي سهار ته يي حساب کوي
د وزیراکبرخان مېنې له مختلفو سیمو څخه د ډزو اوازونه اورېدل کېږي. په دې ښار کې د بریتانیا د سفارت د خطر ږغ پورته شوی. خیر کړي خدايي زوړ تاریخ به وریاد شوي وي ،
د جرمني د سفارت له څتګه هم د لوګي لوخړې اسمان ته پورته شوي او د راکټونو ګولیو شاوخوا ودانۍ لړوزولي دي.
د تاند له مالوماتو سره سم به وزیراکبرخان سره په یووخت په دارلامان کې هم حمله پیل شوې او وروستی خبر وايي چې پر حربي پوهنتون هم شدیده حمله شروع شوې ده.
له دې سره په یووخت ناتایید شوي راپورونه وايي چې په ګردېز، جلال اباد او خوست کې هم دې ته ورته بریدونه روان دي.
د امریکا سفارت
بي بي سی
په کابل کې د امريکا سفارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې دوى خپل سفارت د امنيتي اندېښنو په وجه تړلى او خپل کارکوونکي يې په خوندي توگه د سفارت له ودانۍ بهر ايستلي دي. چیري به تللي وي تر بګرامه خو هم ډیره لار ده سیاف هم ناځوانه دي نن يي یومیلمستیا ورته کړي واي ؟؟؟
طالبان:- زمونږ نني بريدونه د ناټو لپاره خورا ښه او څرګند پيغام دى هو البته خو ډیر تریخ؟؟؟
اسلامي اژانس
دچټک غبرګون  اعلی قومندان مرګحاله  دی ډیر دقیق راپور لري ؟؟
طالبان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x