شعـــــرونه

کندهاره! زه د ویر سندري وایم

 شاعر: قدرت الله -لټون

که تیاره ده، که خاموشه یې فضا ده
که سپین ستوري، که  سپوږمۍ که یې  رڼا ده
که نسیم دی، که وږمې، که  يې هوا ده
که مرغۍ دي، که په ونو کې غوغا ده
که ملا دی، که اذان، که یې  دعا ده
که ګلاب دی، که غوټۍ، که یې  مسکا ده

که لمرڅرک په پلوشو کړې ګډا ده
بس ژړا ده، بس ژړا ده، بس ژړاه ده
چي پر کور مي جوړه شوې کربلا ده

و همدوی ته   د شوګیر سندري وایم
کندهاره! زه د ویر سندري وایم

زه  د شپې له ستر نعمته یم بې برخي
ما هېر کړي  د سکون خواږه خوبونه
زه  د تېري شپې وحشت یم ایثار کړی
زما پر زړه پر اته ګلۍ- ګلۍ دردونه
زما کور بېګا کور نه و، قصابه وه
څو وحشیانو اچولې پرې چاپه وه
خړ لېوان امریکایان انګړ کي ګرځي
څه ماتم ؤ، څه دغم ډکه صحنه وه
ګران بابایې راشهید کړهم ماشوم ورور
ژوبله خور مي د مورکۍ غېږ کي پرته وه

د زخمي زخمي تصویر سندري وایم
کندهاره! زه د ویر سندري وایم

نور مي مه ګڼه ژوندو کي کندهاره!
نور زما  د خوښۍ ورځو پای موندلی
نور  مي  توري څڼي نه ناڅي اتڼ ته
نور زما د مستۍ ورځو پای موندلی
نور مي  لاس کي( تباشیر او تخته) نشته
نور په غاړه کي ټوپک لاس کي خنجر وړم
نور لمبې د انتقام په زړه کي ساتم
نور په خوښه د مرګي کومي ته سر وړم
نور په خپله سر ښندني له ور درومم
نور  چړې- چړې بمونه پر ټټر وړم
نور په ننګ د دین، وطن یم را وتلی
نور په مینه د همت پر وږو غر وړم
ما چنګېز،انګرېز، ګورګین را څملولی
زه ویاړونه دجګړې دلته اکثر وړم
د دې عصر د فرعون مقابلې ته
د ایمان جذبې په لاس کي لکه سپر وړم

ځم پر لار لکه فقیر سندري وایم
کندهاره! زه  دویر سندري وایم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x